سیاسي لېکنې

اختر چې په غمیزه بدل شو. .( خاطره)

نوراني عزام

دسباني اختر لپاره تياري روانه وه، خلک دخوښۍ دمحفلونو د جوړولوپه چارو بوخت وو، ماشومانو د اختر د شپي اوسهار د نوو جامو د اغوستلوانتظار ايسته، کلي نوي ښکلاخپله کړي وه .

موږ هم د کلي د لوي مسجد څنګ کي دطالب العلمانو داوسيدنې په دايره ( حجره) کي ډډه وهلي وه او د محل دخلکوسره مو خبري اوکیسې تبادله کولي ، چي په همدې وخت کې دايرې ته دهمدې کلي امام مولوي صاحب راننوت.

موږ  د احترام په دود ټول ولاړشوو. مولوي صاحب له ستړي مشي ورسته کښيناست ،له لږ ځنډ وروسته يې د حجرې کړکۍ ته وکتل، بيايې په لوړ اواز وويل تاسي لږ غلي شئ دډرون غږنه دی؟ خدای جل جلاله دي خيرکړي داسي نه چي داخترداد خوښۍ شپه مو په غم بدله کړي.

دکلي يوبل سپين ږيري ورغبرګه کړه: مولوي صاحب تاسې  هيڅ تشويش مه کوئ، داهسي ګرځي چاته زيان نه رسوي، په راډيوکي مي په خپلو غوږو واوريدل چي اشرف غني اوربند اعلان کړی اوبيا د اختر شپه را روانه ده د هيڅ قانون او بشريت او انسانيت له مخي څوک د اختر په شپه او ورځ بريد نه شي کولای .

اوکه  څوک د اختر په شپه يا ورځ کوم بريدياجګړه وکړي دا به ستر جنایت اونه بښونکی جرم وي، چي بيابه دوی هيڅکله ولس ونه بښي اوتاريخ به ددوی داستر جنايت هيڅکله هيرنه کړي، که څه هم په دوی باندې اوس د ولس باور او ډاډ ختم شوی دی اودوي ته ولس دغرب ديو ګوډاګي مزدور اوپه ولس دتپل شوي رژيم په سترګه ګوري، خوبياهم فکرنه کوم چي له دومره لوي اعلان څخه راوروسته دې دخپلې ژمنې څخه  تير شي او په يودومره علني سترجنايت دي لاس پوري کړي.

دا هم ولولئ  د هاوان په مرمیو ځب ځب ولس

له دي سره مجلس د پخوا په شان زور واخيست او هري خواته دمسکاپه بدرګه بحث روان وو،چابه د اختر د خوښۍ په اړه بحث کاوه چابه دسهار د ميلې ايستلو او د ملګرو يوځای کولو بحث کاوه، بالاخره د هر چا د بحث موضوع مخالفه وه خود ټولو مجلس په خوښيو جوړولو راګرځيده.

اختر ته پاتې ورځ مو همداسې په مجلس اوخوښۍ تيره کړه، له ماښام ډوډۍ وروسته دچای خوړلو لپاره د شمس اکا وطاق ته لاړو، شمس اکا چي پخوانۍ کیسې يې ډيري اوريدلي  اوليدلي وي له ناستي سره سم يې په خوږو کيسو او مجلس پيل وکړ.دماخوستن دلمانځه تروخته دشمس اکاکيسې روانې وې اوموږ ورته غوږنيولی وو  داچي موږهم ډيرستړي وو نو د ماخستن له لمانځه وروسته ويده شوو.

دشپي ۱۲بجي وي چي ناڅاپه مي ديوهيبتي درز ډزو اوشور اواز ترغوږ شو ژرمي سر راپورته کړ زه لاسم کښينستلی نه وم چي د فيرونو ډزو چيغو کړيکو  اويولوي شور اوازمي ترغوږشو.

له دي سره سم شمس اکا له کوره په تيزۍ زموږ خواته راغی، په نيولي اواز يې وويل:  هلئ، مولوي صاحب چاپه ده راځئ چي له دي ځای څخه ووځو، کنه دا ظالمان به دلته تاسي ټول شهيدان کړي، دوی چي هروخت چاپه واچوي نو بياچي څوک وويني ولي يې.

موږهم په منډه له وطاق څخه راکوز شوواود يو نامعلوم لوري په خوا مو منډه واخيسته موږ لا د کلي له مسجد نه نه وو تيرشوي چي بيا فيرونه، بمبار او سوي کړيکي مو ترغوږونو شوي .

دا هم ولولئ  امنیتي تړون، که د جرائمو د جواز وثیقه؟

له جماعت څخه تر تيريدو ورسته دکلي ښي طرف ته لاړو،هلته يوه وړوکي  جومات ته وروګرځيدلو په جومات کې کښينستلو، بمبار ډزي شور او کړيکي هماغسي شروع وي .ټوله شپه مو دلته له اضطراب سره تيره کړه سهارد آذان سره سم  بمبار اوشور ودريد او يوه ستره خاموشي خوره شوه .

سهار د لوی اختر ورځ وه، د سهار  له لمانځه وروسته کلیوالو دشپې دچاپي په اړه راته وويل چي له نيژدي ولسوالۍ څخه د دښمن خاص ځواکونه کمانډو يان کلي ته راغلي وواوپه کلي کي يې په بيګناه ملکي وګړو بمبار، ډزي او وحشت کړی چي په ترڅ کې یې ۹تنه بيګناه ملکي خلک شهيدان شوي او۵ ټپيان شوي دي .

سهارمو اختر په داسي حال کي ولمانځه چي داختر د لمانځه او خوښیو لمانځو په ځای شهیدو کلیوال ته  په قبرجوړولو، جنازو او تجهیز  بوخت وو.

دا واقعه کومه خیالي افسانه نه ده، بلکې یوه رښتیني واقعه ده چې د تیر لوی اختر په شپه د فاریاب ولایت د جمعه بازار ولسوالۍ د تپه قشلاق په سیمه کې پیښه شوې  او زما د سترګو لیدلی حال دی. د افغانستان په کلیوالو ساحو کې روزمره د ظلم او وحشت دغسې وقائع رامنځته کیږي. د بشر د حقوقو دعوه داران هره ورځ په بیچاره کلیوالو افغانانو داسې مظالم ترسره کوي چې زیاتره پیښې یې له رسنیو پټې پاته کیږي او د درد او غم بوج یې اولس یې یوازې په خپلو اوږو پورته کوي.



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close