شعرونهمحترم خالص بابا (رحمه الله ) دیارلسم تلين

ارواښاد خالص بابا ته!

فضل باري مشفق

دا هغه زمانه وه چې رڼا له مونږ سره وه
دا هغه زمانه وه چې ښکلا له مونږ سره وه

په دې وخت کې د يو الله رضا خلکو غوښتله
پاکي وه د ايمان او سپېڅلتيا له مونږ سره وه

خو پرېوته پناه شوه ها هستي اوس دلته نشته
هم خپله، هم تکبير هم يې دعا له مونږ سره وه

هغه وخت د جهاد سړی يواځې مجاهد و
چې امر قومانده د خوږ بابا له مونږ سره وه

بابا هيلې دې نشولې ترسره لښکر تيت شو
ستا مرګ نه وروسته دغسې سودا له مونږ سره وه

مشفقه ما ويل چې دا بابا دې تل ژوندی وي
مرګ حق دی کنې داسې تمنا له مونږ سره وه

الله دې جنت الفردوس نصیب کړي.

نن د ارواښاد خالص بابا د وفات ديارلسم تلين دی، جنت الفردوس دې يې ځای شي.
که د تير جهاد مشران ټول د خالص بابا په څېر وای نن به موږ له دومره ناخوالو سره نه وای مخ شوي‌.

مړه دې وي هغه پروني مجاهدين چې نن يې د امريکا د غلامۍ رسۍ په غاړه کړې.



Close