محترم خالص بابا (رحمه الله ) دیارلسم تلين

ارواښاد خالص بابا( رح)

فضل بارى مشفق

زما د قائد او رهبر، د تورې مېړانې او قلم څښتن، نر پښتون باغیرته او شجاع زمری، د قوي دريځ او لوی تدبیر او حکمت خاوند ارواښاد خالص بابا (رح) د وفات ۱۲ کاله پوره شول، خو موږ د ژوند په هر پړاو کې له یاده نه دی ویستلی او نه هم داسې شخصیتونه له یاده وځي.
خو یو تریخ حقیقت باید ووایو چې څنګه دریځ او تدبیر بابا درلود، د هغه ځای ناستي او لارویان که څه هم تر یو حده ښه روان وو خو په ښه توګه یې د بابا له ارمانونو سره وفا ونکړه.

په دې هیله چې د بابا کاروان د بابا د ارمانونو او هیلو په پوره کولو کې خپل مسؤلیت اداء کړي.

روح یې ښاد یاد یې تلپاتې .



ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close