تازه او عاجل خبر

اروزګان کې بهرنیو عسکرو د داخلي ګوډاګیانو یوه پوسته په نښه کړې

امریکايي الوتکو په اروزګان ولایت کې د مزدورو پوليسو یوه پوسته په نښه کړې چې پولیسو ته پکې ګڼه مرګ ژوبله اوښتې ده.

پېښه تېره شپه هغه مهال رامنځ ته شوه چې کله بهرنیو اشغالګرو د ترینکوټ اړوند کوټوالو سیمه کې عملیات ترسره کول.

راپورونه وايي، الوتکو په یاده سیمه کې بمباري وکړه چې یوه پوسته هم پکې په نښه شوه.

پېښه کې پوستې مېشتو پولیسو ته ګڼه مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره یې معلومه نه ده.

هوايي بریدونه په ولسي اهدافو هم ترسره شوي چې د زیانونو دقیقه اندازه يې څرګنده نه ده.

په تیره دسمبر مياشت کې امریکايي الوتکو د اروزګان  ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې د اجیري اردو یو کېمپ بمبار کړ چې لسګونو تنو عسکرو ته پکې مرګ ژوبله واوښتله.

احمد ظريف



دا هم ولولئ  کندز: خان اباد کې مجاهدینو اربکی وژلی دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close