سیاسي لېکنې

استشهاد، سرښندنه او ځان ځارول

لیکنه: محمد عمر “منیب”

هغه عنوان چې په هر توري یې کتابونه لیکل کېدلی شي، هغه ښایست چې سترګې یې د ښکلاوو تاب نلري، او هغه مینه چې ویل کیږي نه! بلکې عملي کیږي.
له خپل سیوري څخه په وېروونکې تیاره کې، د الله عزوجل د کلام په بدرګه، په اوښکو پوښل شوی د مینې راز او نیاز یې پیل…
د آسمانڅکو غرونو په څوکو او لمنو کې د تکبیرونو زمزمې، د دنیاګۍ له رنګینیو او مادي ښایست لا پروايي، او د معاصر نمرود په وړاندې خلیلي قیام یې پالنه…
او د سي فورو په لوګیو کې د نازک بدن ورکېدل، د تنکیو غوښو په لوګیو امت ته د رحمت ورېځ راوستل، او د ټوک ټوک قافلو په پلونو باندې د مزل وروستی پړاو یې عملي ثبوت دی.

استشهاد کومه پټه معما نده چې حل کېدلی نشي؛ هاغه د عمیر ابن الحمام د خبرې عملي ثبوت دی چې: لئن حییت حتی آکل تمراتي هذه انها لحیاة طویلة. که زه دومره ژوندی پاتې شم چې خپلې دا خرماوې وخورم دا خو ډېر اوږد ژوند دی.
استشهاد له جنون او تجذب څخه ډېره فاصله لري، خو د فُزْتُ وَرَبِّ الْکَعْبَةِ هغه مقوله ده چې د مادیت ټوله نړۍ ورته ګوته په غاښ ده.
کله چې د محبوب څنګ ته ځان رسول په سکروټو باندې مزل غواړي؛ تڼاکو شویو پښو ته کتل د مینې له کتابه لرې پاتې والی دی. د هېښوونکي اور لمن ته ځان وړاندې کول، د آزر خیاله ذهنونو له تصوره لوړ وي؛ ځکه ورته ابراهیمي یون لېونتوب ښکاري.
عجیبه نده؟! چې یواځې د قلم په څرخولو د استشهاد د تعریف هڅه کوم، سره له دې چې دا یو نا ممکنه اقدام دی، زما په اند: ما به هغه ورځ د استشهاد تعریف پوره کړی وي چې د موټر بم له بارودو مې د بدن دومره برخه پاتې نه وي چې کفن پرې ککړ شي.
و ما ذلک علی الله بعزیز

دا هم ولولئ  پلچرخي کې له بندیانو سره د تر سره شوي وحشت په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرکندونې


زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده

دا هم ولولئ

Close