د نړۍ او هیواد تودې پیښې

اسرائیلو په سوریه کې په ایرانې اهدافو سخت توغندیز بریدونه کړې

د اسرائیل پوځي چارواکي وايي، چې نن د پنجشبنې  ورځ سهار یې د ایراني برید په ځواب کې په سوریه کې د ایران ګڼ شمېر اهداف په نښه کړي او له منځه وړي دي.

په خبرپاڼه کې ادعا شوې چې په سوریه کې میشتو ایراني ځواکونو تېره شپه ناوخته د «الجولان» پر غونډیو تر شل زیات میزایل ویشتلي دي، چې پر هدف نه دی لګېدلي خو زیاته کړې چې دوی به د ایران له لوري د هر راز برید ځواب په سختۍ سره ورکوي.

د اسرائیلي پوځ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي ،چې دوی په سوریه کې د ایران د «فیلق القدس» نظامي اهداف په نښه کړي.

په دغه خبرپاڼه کې ویل شوي چې پر اسرائیلي اهدافو د ایراني ځواکونو برید پر دې دلالت کوي چې په سوریه کې د ایراني ځواک پاتې کېدل د اسرائیل لپاره او د سیمې د امنیت لپاره څومره لوی خطر دی.

دا هم ولولئ  ویکلي سټنډرډ: امریکا افغان جګړه بایللې ده

بلخوا د سوریې رسمي خبري اژانسونو هم د دولتي چارواکو څخه په نقل قول ویلي چې دوی د هوايي دفاع په واسطه وتوانېدل چې د اسرائیل یو شمېر میزایل پر اهداف تر لګېدو مخکې خنثی کړي خو په ځینو سیمو کې میزایل پر خپلو هدفونو لګېدلي چې له امله یې د وسلو زیرمتون او یو رادار له منځه تللی دی.ددې تر مخه د بهرنیو چارو وزیر پر خپل ټویټر باندي د ایران پر وړاندي وروستي بندیزونه او د اتومي وسلو تړون لغوه کول وستایل او ټینګار یې وکړ چې د ایران پر ضد به دوی د خپلو ملګرو هیوادونو سره په ملتیا وړاندي ځي.

باید وویل شي چې د تیرې سې شنبې په ورځ د امریکا ولسمشر ټرمپ د ایران سره اتومي تړون لغوه کړ او پر دغه هیواد یې يو ځل بیا اقتصادي بندیزونه ولګول.



دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close