سیاسي لېکنې

اسلامي امارت ته د مخالفینو راتلل او هرکلی یې

دې وروستیو کې د یرغلګرو او کابل رژیم سره په نظامي او ملکي برخو کې سلګونه کار کونکي په ډله ییزه توګه داسلامي امارت غیږې ته پناه راوړي. اسلامي امارت دټولو هغو هیوادوالو  تود هرکلی کړی چې ددښمن له صف څخه راجلا شوي او له خپل ولس سره یو ځای شوي دي.

یوازي تېره میاشت داشغالګرو او کابل رژیم سره په پوځي او ملکي چارو کې ۹۹۰ تنه کارکونکي داسلامي امارت سره یو ځای شول. دوی مختلفې وسلې او ګڼ شمېر وسایط مجاهدینو ته وسپارل. د یرغلګرو او کابل ادارې سره له  کار کولو یې بېزاري اعلان کړه او وعده یې وکړه چې راتلونکي کې به داسلامي امارت له مجاهدینو سره اوږه پراوږه داشغالګرو او ګوډاګي رژیم پر ضد هر اړخیزه  مبارزه کوي.

اسلامي امارت بار- بار له یرغلګرو او کابل ادارې سره کارکونکو هیوادوالو ته ور په زړه کړي، چې نور داسلام او هیواد پر ضدله جګړې لاس واخلي،دخپلو ارزښتونو اوملي منافعو دفاع ته راوړاندې شي، داسلامي امارت په مشري د روان ولسي پاڅون سره ملګري شي، چې له یو ې خوا خپله دیني او وجداني وظیفه اداء شي او له بلې خوا خپلواکي اعاده شي او د یو اسلامي او خپلواک نظام څخه برخمن شو.

دا هم ولولئ  د استقلال د سلمې کلیزې په مناسبت د الاماره سټوډیو ځانګړی اصدار نشر شو

اسلامي امارت یو ځل بیا له ټولو هغو هیوادوالو څخه چې داشغالګرو او کابل ادارې سره کار کوي غواړي چې نور له دغه مردود او کرغیړن صف څخه راووځي، دخپلو مجاهدینو سره یو ځای شي او په ګډه ګران هیواد او مظلوم ولس ددین او وطن له یرغلګرو دښمنانو او داخلي اجیرانو له تسلط څخه خلاص کړو.



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close