سیاسي لېکنې

اسلامي امارت د مظلوم ولس مدافع

د ورځي خبره:

اسلامي امارت دخپل تاسیس له پیله تر اوسه دخپل مظلوم ولس دحقونو دفاع  ته لومړیتوب ورکړی،د مفسدینو، ظالمانو او اشغالګرو پر ضد یې کلکه مقابله کړې، داسلامي امارت اتلو مجاهدینو دخپل تن په وینو دیني ارزښتونه او دګران هیواد ملي ګټې ساتلې او دمحبوب ولس د عزت، سر،مال او حیثیت څخه دفاع او ساتنه یې خپله د نده بللې  ده.

له څه وخت راهیسې چې یو ځل بیا یرغلګرو او کابل رژیم دافغان ولس انفرادي او ډله ییز شهادت،کورونو نړولو او شتمنۍ لوټلو ته زور ورکړی، هره ورځ او شپه دګران هیواد په مختلفو سیمو او سمتونو کې دګډ دښمن په چاپو، بمباریو او ډرون حملو کې ګڼ شمېر بې دفاع ملکي هیوادوال شهیدانیږي، کورونه او دوکانونه یې لوټیږي،د مسجدونو،ښوونځيو، مدرسو او کلینیکونو ویجاړول اوسوځول اوج ته رسیدلي، داسلامي امارت مجاهدینو د مظلوم ولس دفاع کړې او له وحشي دښمن څخه یې د دافغان ولس انتقام اخیستی دی.

دا هم ولولئ  د استقلال د سلمې کلیزې په مناسبت د الاماره سټوډیو ځانګړی اصدار نشر شو

داسلامي امارت په انتقامي عملیاتو کې ددښمن خورا لوی لوی مرکزونه او پنډغالي له منځه وړل شوي،سلګونه یرغلګر عسکر او دامریکایي ګټو ساتونکي ټوپکیان او لوړ پوړي قوماندانان یې وژل شوي او دښمن ته پکې د مال او تجهیزاتو بې ساري زیانونه او ښتي دي،د بېلګې په توګه تېره میاشت کابل، غزني، کندهار، فاریاب، بادغیس، تخار، بدخشان، فراه، زابل، لوګر، میدان وردګ او…. هغه استهشادي او تعرضي بریدونه یادولای شو چې دښمن یې په چغو او نارو کړ.

تېره ورځ هم کابل کې دانتقامي بریدونو په لړ کې ددښمن خورا مهم مرکزونه په نښه او له منځه یو وړل شول،د کابل ښار  د شپږمې حوزې په مرکز او ورسره نښتي د جلب اوجذب په مرکز استشهادي عملیات ترسره شول،په دې اتلوال برید کې ددښمن لسګونه عسکر ووژل شول او ګڼ شمېر نور یې ټپیان شول او همداراز یادشوي مرکزونه ویجاړ شول،دا برید په ډير دقیق ډول طرحه شوی و، او په داسي ډول ترسره شو چې ملکي هیوادوالو ته پکې هیڅ ځاني زیان نه دی رسیدلی.

دا هم ولولئ  اشرف غني او که د واشنګټن ځانمرګی سکورټي کارد

داسلامي امارت مجاهدین د خپلو خلګو دسر او مال څخه دفاع خپله وظیفه ګڼې، دې لار کې یې ډيرې قربانۍ ورکړې، متعهد دي چې د یرغلګرو او ګوډاګیانو دظلم او وحشت مخه به نیسي او د ټولو ممکنه لارو څخه په استفاده به دافغان ولس د ټولو حقونو څخه په ټینګه دفاع کوي.

ان شاء الله تعالی



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده
Close