سیاسي لېکنې

اشرف غني او که د واشنګټن ځانمرګی سکورټي کارد

خالد رعد:
اشرف غني د تېر لوی اختر په دوهمه خپلو عسکرو ته د خبرو په مهال وويل چې په واشنګټن باندې د دوی له برکته حمله نه ده شوې او په نيويارک کې بمونه نه دي چاودلي. ده په واضحو ټکو د افغان خپلواکي غوښتونکي ولس هغه خبره تائيد کړه چې ويل يې: په کابل مسلط حکومت د امريکا ګوډاګی او د هغوی په چوپړ لګيا دی.
دا هغه سړی دی چې په ځلونو يې له امريکا سره د طالبانو د روانو خبرو د سبوتاژولو هڅه کړې او لا هم همدا کوشش جاري ساتي. دی رنډ دی چې د افغانستان اسلامي امارت دې له امريکا سره نه، بلکې د ده له حکومت(!؟) سره د خبرو ميز ته کېني. که څه هم امريکا په لومړيو کې همدا هڅه کوله چې طالبان د ځان پر ځای د اشرف غني له ادارې سره مخامخ خبرو ته راضي کړي، خو له دوه درې پړاوه خبرو وروسته د طالبانو قاطع دريځ امريکا هم مجبوره کړه چې د سولې په خبرو کې د حکومت د ګډون کيسه له پامه وغورځوي.
طالبان په هماغه خبره ټينګار کوي چې ۱۸ کاله پخوا يې کوله.
(امريکا بايد له افغانانو سره د افغانستان په مسئله وغږيږي؛ ځکه چې وطن امريکا اشغال کړی، د ناټو ګرد ځواکونو د امريکا لخوا رهبري کيږي او په کابل نصب شوی دولت هم د امريکا له لوري تشکيل شوی او تمويلېږي؛ نو په دې بناء له حکومت سره خبرې د هيڅ په معنی دې او پر ځای يې بايد امريکا مخامخ له طالب جهت سره وغږېږي)
دا خبره نه اشرف غني او د ده ټيم منله او نه يې د امريکا په ډالرو اموخته رسنيو او د ټولنيزې ميډيا مدافعينو. دوی به بالعکس طالبان تورنول چې امريکا ته د افغانستان په چارو کې د رول لوبولو موقع برابروي. امريکا هم د حکومت د مطرح کولو کوښښ کاوه او ولسمشر ټرمپ يې يوه ورځ له رسنيو سره ياده کړه چې په پرديو ملتونو جوړولو هيڅ کار نلري، خو بلاخره دا دی اشرف غني په خپله خوله اعتراف وکړ چې دوی د امريکايي ښارونو د امنيت لپاره تکليفونه او ستومانۍ ګالي او هغوی ته د سکورټي کاردانو په حيث کار کوي.
دا خبره په سياسي ډګر کې د اشرف غني او د ده د ملګرو لپاره د خودکُشي په معنی ده. نوموړي خپلې او د ټيم ټولې هغه ادعاوې په سيلاب لاهو کړې چې ويل به يې، دوی يو خپلواک حکومت دی او امريکا يوازې د افغانستان ابادونې په هدف دلته حضور لري؛ نو بايد د مخالف جهت خبرې هم له امريکا سره نه، بلکې له دوی سره صورت ونيسي.
اشرف غني، چې ځان او دولت يې له امريکا بېل او مستقل تبليغاوه، له دې وروسته بيا دا خبره نشي تکرارولی؛ ځکه ده په خپله خبره د واشنګټن او نيويارک د امنيتي ځواک او خپلو عسکرو تر منځ توپير له منځه يووړ. اوس که طالبان له امريکا سره خبره کوي، دا هماغه د طالبانو په خبره عيناً له دوی سره ناسته ده او دوی بايد په دې بناء چې د واشنګټن عسکر دي، د هرې هغې هوکړې په اړه سمعنا و اطعنا ووايي چې د طالبانو او امريکا تر منځ لاسليک کېږي.



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده
Close