سیاسي لېکنې

اشغال او سوله!!

 

د ورځي خبره :

افغانستان کې تر امریکایي اشغال وړاندې مثالي سوله او امنیت و، د ټولو قومونو او قشرونو حقه حقونه خوندي وو، خو کله چې امریکایي یرغلګرو د داخلي ګوډاګیانو په مخلصانه ملاتړ ګران هیواد اشغال کړ، د بې امنۍ، فحشاء، فساد، مخدراتو،غصب، تعصب، چور چپاول، غلا، قتل، اختطاف او….. نارواوو لړۍ پیل شوه.

افغان مجاهد ولس داسلامي امارت په مشري داشغال او هر اړخیز فساد د مخنیوي او محوې په موخه پاڅون وکړ،مجاهدینو دهیواد په جنوب او شمال، لویدیځ او ختیځ کې پر یرغلګرو ځواکونو او داخلي ګوډاګیانو یې بریدونه پیل کړل،  یرغل ضد مقاومت په لنډه موده کې تر اټکل زیات پراخ او غښتلی شو.

اشغالګرو او کابل رژیم له مختلفو لارو د ځان پر ضد دپاڅون دخاموش کولو ډيرې هڅې وکړې، له هیڅ راز وحشت او بربریت څخه یې دریغ ونه کړ،آن بیلوژیکي او کیمیاوي مواد یې هم پر کلیو او بانډو واورول، یرغلګرو او داخلي ملګرو یې په لکونو افغانان شهیدان، ټپیان او اسیران کړل، کلي،ښارګوټي او بازارونه یې بمبار او د یو پلان له مخې یې په بلډوزونو ویجاړ کړل،خو د الله تعالی نصرت او دمجاهد ولس کلک هوډ او شهامت د دښمن ټولې هڅې په اوبو لاهو کړې،مقاومت لا پیاوړی شو،دهیواد له زیاتې برخې یې ګډ دښمن جارو کړ او امنیت یې پکې ټینګ کړ.

دا هم ولولئ  هرات :ادرسکن کې پوسته فتح ۲ تنه اربکیان قتل ۶ تنه اربکیان اوګڼ مهمات نیول شوي دي

یرغلګرو چې دامارت په نوم دولسي پاڅون قوت او استقامت ولید، نو اعتراف یې وکړ چې دافغانستان جګړه نشي ګټلای،امارت ته یې دمذاکراتو وړاندیز وکړ، امارت دخبرو وړاندیز ومانه، اوس دامارت او یرغلګرو ترمنځ اووم پړاو خبرې شروع دي، دمذاکراتو محوري موضوعات له ګرانه هیواده دیرغلګرو وتل او دافغانستان خاوره  دامریکا او متحدینو پر ضد یې نه کاریدل دي.

اسلامي امارت په وار وار واضح کړې چې اشغال دجګړې عامل دی، تر څو چې اشغال ختم شوی نه وي، دافغانانو یرغل ضد مقاومت به جاري وي، ځیني کسان په شعوري او بعضي په غیر شعوري توګه داشغال په سیوري کې سوله غواړي او کله ناکله خو امارت هم ملامتوي چې د یرغلګرو په شتون کې ولې سوله(؟) نه کوي!!

اشغال او سوله داسي دي لک اور او اوبه، چې یوځای کول یې ناشونې دي، امارت سولې ته ژمن دی، د سولې په موخه یې دشر او فساد پر ضد پاڅون وکړ او سولې ته درسیدو په هدف له یرغلګرو او لاسپوڅي رژیم سره جهاد کوي، داشغال په سیوري کې سوله دشرعي نصوصو سره ټکر او دافغاني غرور او تاریخ مسخره کول دي،سوله هلته راتلای شي چې هیواد خپلواک او اسلامي نظام قایم شي،نو بناء ټول هیوادوال باید داشغال دخاتمې اواز پورته کړي او داسلامي امارت د همدې دیني او ملي دریځ ننګه وکړي.

دا هم ولولئ  داسي وحشت چې پوله نه لري



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده

دا هم وګورئ

Close
Close