سیاسي لېکنې

افغانستان د ۲۰۱۸ کال د دسمبر په مياشت کې!

احمد فارسی

یادونه: دې لیکنه کې هغه پيښي راټولې شوي چې دښمن پرې اعتراف کړی او د یادونې وړ ده چې نورې کره پيښي او د بهرني او داخلي د ښمن د تلفاتو او زیانونو د شمېر په اړه نور معلومات د اسلامي امارت په رسمي سایټ کې کتلی شئ.

د ۲۰۱۸ کال دسمبر  مياشت د مجاهدینو د پوځي او سیاسي لاسته راوړنو تر څنګ  د اشغالګر او داخلي دښمن لپاره د زیاتو تلفاتو او زیانونو شاهده وه، په دې مياشت کې یوشمېر ولسوالۍ او سیمې فتحه شوې او په زیات شمېر کې اشغالګر او داخلي عسکر ټپیان او ووژل شول، د ابوظبی ناسته، د امریکايي پوځیانو د يوې برخې د وتلو اعلان او د دښمن د الوتکو پيوسته لوېدل د دې میاشتې مهمې پيښې وې چې تفصيل يې د نورو پېښو تر څنګ تر ښکته عنوانونو لاندې مطالعه کولای شئ.

د بهرنیو اشغالګرو  تلفات:

د اسلامي امارت فرهنګي کميسیون د دوشبنې په ورځ د دسمبر  پر ۳۱  نېټه یو مفصل راپور نشر کړ او پکې ویلې دي چې په ۲۰۱۸ کال کې ۲۴۹ تنه اشغالګران په دې هیواد کې وژل شوي، د يکشنبې په ورځ د دسمبر پر ۲ نېټه مجاهدینو د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې د دریو امریکايي اشغالګرو عسکرو د وژلو خبر ورکړ، تر دې وروسته د دوشنبې په ورځ د دسمبر پر ۳ د فراه پر هوايي ډګر په توغنديز برید کې ۹ تنه اشغالګر عسکر ووژل شول، د دې پيښي په سبا اشغالګرو وویل چې د ټپونو له امله هغه پوځي وژل شوی چې غزني ولایت کې د ماين چاودنه کې ژوبل شوی و، د دسمبر پر ۵ پر نیواکګرو دوه چاودنې وشوې، چاودنې د کندهار په دامان ولسوالۍ کې ترسره شوې چې ګڼو اشغالګرو عسکرو ته پکې مرګ ژوبله واوښتله، د جمعې په ورځ د دسمبر پر ۱۴ نېټه اشغالګر دښمن د خپل یوه عسکر د وژل کېدو خبر ورکړ، خو د وژلېدو ځای یې څرګند نه کړ.

د داخلي دښمن تلفات:

د دسمبر پر ۶ د پنجشنبې په ورځ د ناټو عمومي منشی وویل چې د ناټو پر  همکارۍ برسېره د کابل د اجیري ادارې د عسکرو تلفات د اندېښنې وړ دي، د دښمن د تلفاتو په ترڅ کې د يکشنبې په ورځ د دسمبر پر ۲ د بلخ ولایت د شکنده ولسوالۍ د اربکیانو عمومي قومندان ووژل شو، تر دې وروسته د دسمبر پر ۴ د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ امنيه قومندان د مجاهدینو په برید کې له منځه ولاړ، د دې میاشتې ۱۱  نېټه د کندهار ارغستان ولسوالۍ د دریو قومندانانو د وژلو شاهده وه، په دې ورځ کابل کې پر صفر یک قطعې برید وشو چې ګڼ يې پکې ووژل شول، د دسمبر پر ۱۲ د چهارشنبې په ورځ د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د ټولي قومندان له خپلو ۶ تنو ملګرو سره له منځه یووړل شو او د پنجشنبې په ورځ د دسمبر پر ۲۰ د بغلان په دهنه غوري ولسوالۍ کې یو قومندان ووژل شو.

د دې تلفاتو په لړ کې د دسمبر پر ۲۳ د تخار د نظم عامې قومندان او  ددې میاشتې پر ۳۱ د دې ولایت د درقد ولسوالۍ امنیه قومندان په دوو جلا بریدونو کې ووژل شول، په دې میاشت کې د وژل شویو عسکرو او پولیسو دقیقې شمېرې په لاس کې نه لرو ، خو دا تلفات دومره زيات دي، لکه څنګه چې يې پورته یادونه وشوه، د کابل د اجیري ادارې په کمزوري کولو برسېره د اشغالګرو د اندېښنې لامل هم شوي دي.

د دشمن مالي زیانونه:

اشغالګر دښمن او داخلي اجیران د مجاهدینو د بریدونو، د سیمو د نيولو او د هغوی د وسایلو د تباه کولوله امله له سختو مالي زیانونو سره مخ شوي دي، په دې ځای کې د دسمبر په میاشت کې د د ښمن سترو زیانونو ته په لنډو کې اشاره کوو، د شنبې په ورځ د دسمبر پر لومړۍ نېټه مجاهدینو خبر ورکړ چې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې يې د دښمن یوه چورلکه نسکوره کړې چې له امله یې پکې سپاره ټول کسان ووژل شول، د همدې مياشتې په دریمه د کاپيسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د نیواکګرو یوه چينوک ډوله چورلکه د مجاهدینو تر برید لاندې راغله او ولوېدله، د دسمبر پر ۱۰ د دوشنبې په ورځ د کندهار په هوايي ډګر کې د دښمن یوه هليکوپتره نسکوره شوه، تر دې پيښي وروسته د دښمن یوه بله چورلکه د فاریاب په پښتونکوټ ولسوالۍ کې نسکوره کړای شوه.

ملکي تلفات او د ولسي وګړو زورول:

د شنبې په ورځ د دسمبر په لومړۍ نېټه د امریکا دفاع وزارت وویل چې د تېرو ۱۰ میاشتو په ترڅ کې يې تر ۶ زرو زیات بمونه پر افغانستان غورځولي، اسلامي امارت ډېر ځله د شواهدو په وړاندې کولو سره ویلي چې د دې بمباریو ډېر زیان ولسي وګړو ته رسيږي، د دې خبرو په تائید سره د شنبې په ورځ د دسمبر پر ۸ د کابل د اجیري ادارې اړوند د پارلمان رئيس وویل چې امریکا د پيسو لپاره عام خلک وژني، په دې میاشت کې د ملکي تلفاتو په لړ کې چې په زیاته پيمانه ترسره شول د يکشنبې په ورځ د دسمبر پر ۲ نېټه د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د يوه عالم په ګډون ۵ ولسي وګړي په ګډو عملیاتو کې شهیدان شول، د دې وحشتونو په سلسله کې د دسمبر پر ۵ په لوګر ولایت کې ۸ تنه ملکیان د ګډو وحشي عسکروپه عملیاتو کې په شهادت ورسېدل، د دسمبر په ۱۴ امریکایي اشغالګرو د کونړ ولایت په شيګل ولسوالۍ کې یو بشپړ کلی ویجاړ کړ چې د ښځو او ماشومانو په ګډون زیات ولسي وګړي پکې شهیدان شول، د یکشنبې په ورځ د دسمبر پر ۳۰ د ميدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د بمبار په ترڅ کې د یوې مدرسې ۱۱ تنه زده کونکي شهیدان شول، د دې ورځې پر سبا د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې یو جومات او څو کورونه ویجاړ او۶ تنه ملکیان په شهادت ورسېدل، دا پيښي د هغو ملکي تلفاتو څو بېلګې دي چې په دې میاشت کې ترسره شوي او بشپړ تفصیل یې تاسو کولای شئ د اسلامي امارت په رسمي وېب پاڼه کې په میاشتني راپور کې وګورئ.

الخندق عمليات:

د اسلامي امارت فرهنګي کميسیون په یوه مفصل راپور کې چې د دسمبر پر ۳۱ نېټه نشر شو، ویلي، د ۲۰۱۸ کال په ترڅ کې د هیواد په مختلفو سیمو کې مجاهدینو ۲۹ ولسوالۍ نيولي، د مجاهدینو د عملیاتو په سلسله کې د يکشنبې په ورځ د دسمبر پر ۲ نېټه د فاریاب ولایت په مختلفو ولسوالیو کې ۵ پوستې ونيول شوې او ۲۲ تنه عسکر پکې ټپيان او ووژل شول، تر دې وروسته د دسمبر پر ۳ د ميدان وردګو ولایت په سيداباد ولسوالۍ کې خونخواره او وحشي قطعه صفر یک د مجاهدینو له کمین سره مخ شوه چې درانه تلفات او زیانونه ورته واوښتل، د دسمبر پر ۵ پر نیواکګرو دوه چاودنې وشوې، چاودنې د کندهار په دامان ولسوالۍ کې ترسره شوې چې ګڼو اشغالګرو عسکرو ته پکې مرګ ژوبله واوښتله، تر دې وروسته د ولسوالیو د فتحو په سلسله کې د چهارشنبې په و رځ د دسمبر پر ۱۲ د فراه ولایت شیب کوه ولسوالۍ د مجاهدینو له لورې ونيول شوه، د دسمبر پر ۱۵ د ښمن د فاریاب ولایت د پښتونکوټ د سرحوض سیمې په سقوط اعتراف وکړ، د دسمبر پر ۱۶ مجاهدینو وویل چې په دايکنډي ولایت کې يې درې کلي د دښمن له وجود څخه پاک کړي، دا د مجاهدینو د څو لاسته واړونو او عملیاتو په ډول ذکر شول، د الخندق عملیاتو د فتحو زیات جزيات او تفصیل د اسلامي امارت په رسمي پاڼه کې کتلی شئ.

د اشغالګرو جزي وتل:

د جمعې په ورځ د دسمبر پر ۲۱ امریکايي رسنیو خبر ورکړ چې امریکا غواړي خپل زیات شمېر عسکر له افغانستانه راوباسي، د افغانستان ډېرو خلکو د امریکا د دې تصمیم هرکلی وکړ او هغه يې په ابو ظبی کې د اسلامي امارت د مذاکراتو لاسته راوړنه وبلله، خو په دې سبا یې د اجيري ادارې و لسي جرګې د امریکایي پوځیانو د وتلو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه، د دې جرګې غړو چې خپل ژوند يې تر امریکايي شتون او ډالري معاشونوتړلی، دې ته حاضر نه وو چې هیواد له اشغال څخه خلاص شي او غواړي د جګړې او وژنو په دوام ددوی دندې ادامه پیدا کړي، له بله پلوه د امریکا ولسمشر د دوشنبې په ورځ د دسمبر پر ۳۱ وویل چې ناکام جنرالان نه شي کولای د هغه ارادې ته تغیر ورکړي، که خبره داسې وه، نو بیا په اصطلاح د ولسي جرګې غړي چې د جعلي انتخاباتو په پایله کې دې جرګې ته ننوتلي، نه شي کولای د امریکا پر تصمیم اغېزه وکړي.

په ورته مهال له یوه اسلامي هیواده د توقع خلاف، ددسمبر پر ۲۶ ترکیې په افغانستان کې د خپلو عسکرو د پاته کېدو خبر ورکړ،  داپه داسې حال کې ده چې د دسمبر پر ۲۹ دجرمني پخواني لوی درستيز وویل چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو په وتلو، د جرمني پوځي ماموریت په دې هیواد کې پای ته رسیږي.

د جدې شپږمه:

د پنجشنبې ورځ د دسمبر ۲۷ نېټه د جدې له شپږمې یا پر افغانستان د شوروي اشغالګرو د برید له ورځې سره برابره وه، د افغانستان خلک هر کال دا ورځ د شوروي د اشغال او د کمونيستانو د ظلمونو د ورځې په توګه یادوي، اسلامي امارت په همدې مناسبت یوه اعلامیه خپره کړه او له امریکا یې وغوښتل چې د شوروي له شکسته دي عبرت واخلي او له زور ازماينې دې نورلاس واخلي.

د هلمند د والي شهادت:

د يکشنبې په ورځ د دسمبر پر ۲ نېټه اسلامي امارت وویل چې دهلمند ولایت لپاره د اسلامي مارت والي مولوي عبدالمنان د ډرون په یوه برید کې شهید شوی دی، دا لومړی کس نه دی چې د اسلامي امارت د رهبرۍ په کچه په شهادت رسیږي، د اسلامي امارت مشران تل د جګړې په لومړۍ کرښه کې د دښمن پر وړاندې جګړه کوي، تر اوسه څو تنو مشرانو د شهادت جام نوش کړی او د خپلې لارې حقانیت يې ثابت کړی دی.

د ابو ظبی ناسته:

د دوشنبې په ورځ د دسمبر پر ۱۷ نېټه د اسلامي امارت استازو د عربي اماراتو په پلازمېنه ابو ظبی کې د سولې د خبرو اترو اړوند یوه ناسته لرله، په دې غونډه کې پر امریکايي استازو برسېره د اماراتو، سعودي او پاکستان استازو هم ګډون درلود، د کابل اجیري ادارې یو پلاوی په دې ناسته کې د ګډون لپاره ابو ظبی ته ولېږو ، خو د اسلامي امارت استازو له هغوی سره له ليدلو ډډه وکړه، دغه هیئت له کومې لاسته راوړنې پرته کابل ته په ستنېدو اړ شو، تر دې وړاندې د نومبر پر ۹ نېټه د افغانستان د سولې په اړه یوه غونډه ماسکو کې هم جوړه شوه چې د اسلامي امارت استازو په کې ګډون وکړ.

د ابو ظبی په مذاکراتو کې اصلي موضوع له افغانستانه د اشغالګرو پوځیانو وتل و، تر دې وړاندې د دسمبر پر ۴ نېټه د ناټو د قومندان د څرګندونو په غبرګون کې اسلامي امارت وویل چې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو وتل حتمي او لازمي موضوع ده، د دسمبر مياشتې په لومړۍ اونۍ کې مجاهدینو خبرداری ورکړی و چې که اشغالګران له افغانستانه ونه وځي، مجاهدين به یې تېښتې ته اړ کړي.

د ډېورنډ درواغجنه ادعا:

د کابل اجیرې ادارې تل له پاکستان سره د دښمنۍ او د ډېورنډ د بېرته راګرځېدو درواغجن شعار ورکړی او د ساده لوحه خلکو په احساساتو يې لوبې کړي، خو دا شعار د دې اجیري ادارې د نورو شعارونو په ډول نه یوازې پوچ ثابت شوی، بلکې د اجیري ادارې د امنیت شورا پخواني سلاکار  حنیف اتمر د دسمبر پر لومړۍ نېټه څرګنده کړه چې د دې ادارې په استازولي يې د ډېورنډ د کرښې تړون له پاکستان سره امضا کړی او په دې ډول د دې اجیري ادارې یو  مهم شعار جعلي او درواغجن ثابت شو.

د سولې د دښمنانو ټاکل:

د کابل اجیره اداره له يوه پلوه د سولې د مذاکراتو ادعاوې کوي، خو له بله پلوه يې د سولې دښمنان چې په هیواد کې د جګړې او وژنو  د دوام غوښتونکي دي د دفاع او کورنیو چارو د وزيرانو په حیث وټاکل، د ملي امنیت دوه پخواني رئيسان اسدالله خالد او امر الله صالح چې پخوا هم د مجاهدینو پر وړاندې ناکام شوي او په همدې ترڅ کې خالد په یوه برید کې سخت ژوبل شو او امرالله  له خپلې دندې لرې شو، د يکشنبې په ورځ د دسمبر پر ۲۳ نېټه د کابل د اجیري ادارې له لوري د دفاع او کورنیو چارو د وزیرانو په توګه معرفي شول، دا دواړه په داسې مهال وټاکل شول چې د پولیسو او اجیرې اردو ليکې د فروپاشۍ په حال کې دي، په تلفاتو برسېره يې زیات شمېر تښتېدلي او يا هم له مجاهدینو سره یوځای کیږي، څېړونکي د دې دوو  ناکامو کسانو ګومارنه د کابل د اجیري ادارې د ژغورنې لپاره د وروستۍ هڅې په توګه یادوي.



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close