مرکې او راپورونه

افغانستان د (2018) میلادي کال د مئ په میاشت کې

لیکنه: احمد فارسي

((یادونه: دغه لیکنه یواځې له هغو پېښو او زیانلړونو جوړه ده چې دښمن په هغوی اعتراف کړی. دا هم  له یاده مه باسئ چې  بهرني او مزدور دښمن ته د بیلابیلو تلفاتو او خساراتو اوښتلو او په هغوی د ترسره شوو بریدونو او نورو پېښو په اړه  کره خبرونه او معلومات د افغانستان اسلامي امارت له رسمي پاڼې « الاماره»  څخه ترلاسه کولای شئ.))

د 2018 میلادي کال د می میاشت د مجاهدینو لپاره له فتوحاتو او غنیمتونو ډکه میاشت وه. په دغه میاشت کې په ګڼو ولسوالیو د اسلام سپېڅلی بیرغ ورپول شو او  ورسره ډېرې کلیوالي سیمې د مزدور دښمن له ناولي وجود څخه پاکې شوې. همداراز په یاده میاشت کې د فراه ولایت د مرکز ډېری سیمې تر هغه وخته چې اسلامي امارت لازمه ګڼله د مجاهدینو تر واک لاندې وې چې په نتیجه کې یې په لوی کچ امنیتي اسرار او غنیمتونه هم مجاهدینو ترلاسه کړل. د دې او نورو  خبرونو تر څنګ د ځینې مهمو پېښو په اړه  په راتلونکو کرښو کې لازیات معلومات درسره شریکوو:

اشغالګر دښمن ته اوښتی ځاني زیان:

د می میاشت د بهرنیو اشغالګرو لپاره په پرله پسې شکستونو برسېره له درنو ځاني زیانونو هم ډکه وه. د شنبې په ورځ، چې د همدې میاشتې ۵مه نېټه وه مسیر ورځپاڼې د امریکایي رسنیو په حواله ولیکل چې د افغانستان په جګړه کې د امریکایي عسکرو ځاني زیان تر نورو وختونو زیات شوی. پاته دي نوي چې د جنګې تلفاتو د پټ ساتلو  پالیسۍ تر عملي کولو وروستو بیا هم د دښمنو رسنیو لخوا د اشغالګرو ځاني زیان هر ځل تر تېر لوړ او د اندېښنې وړ ښوول کېږي.

د دوشنبې په ورځ، د می میاشتې په لومړۍ نېټه د اشغالګرو مطبوعاتي دفتر ومنله چې د افغانستان په ختیز کې یې یو تن وژل شوی او یو کلک ټپي  دی. ۱۳ ورځې وروسته د یکشنبې په ورځ د کندهار په ډنډ ولسوالي کې د اشغالګرو په ټانک  برید وشو او پکې سپاره ټول اشغالګر ځای پرځای ووژل شول. همدا راز د شنبې په ورځ، د همدې میاشتې په ۲۶مه  د فراه په فراه  رود ولسوالي کې هم د جهادي ګوزار په ترڅ کې دوه امریکایي اشغالګر ووژل شول.

له دې او ټولو هغو ځان زیانونو سره سره چې یواځې د جګړې ډګرونو ولیدل او وخوړل اشغالګرو د دې پر ځای چې د می میاشتي په وژنو اعتراف وکړي، یواځې هغه یو تن  ومانه چې د تېرې میاشتې په وروستیو کې وژل شوی و . مکار دښمن په ناپوهۍ سره خپله بریا د ملتونو له سترګو د خپل شکست، زیانونو او ناکامۍ په پټولو کې لټوي او کله هم د خپل مالي او ځاني زیان په کره شمېر اعتراف نه کوي.

مزدور دښمن ته اوښتی ځاني زیان:

صلیبي جګړې ته د کرایه شوې ادارې ورځ هم له غمه خالي نه وه. د شنبې په ورځ، د می میاشتې په ۵مه د اسلامي امارت مجاهدینو د یوې اعلامیي په ترڅ کې وویل چې د منصوري عملیاتو په اوږدو کې یې چې د « الخندق عملیاتو» تر پیله یې دوام درلود د مزدورو ځواکونو کم تر کمه ۵۰۶ قومندانان وژلي دي. د پنجشنبې په ورځ، د می په ۳مه د لوګر والي ویاند وروسته له هغه چې یوه اونۍ وړاندې یې په مرستیال والي د برید پرمهال ژور ټپونه اخیستي ول مړ شو. د دوشنبې په ورځ، د همدې میاشتې په ۷مه د مزدوري اردو یو کمانډویي قومندان د جلال اباد په ښار کې ووژل شو. په همدې ورځ په پارلمان کې د بدخشان استازو  وویل چې یواځې د تېرې اونۍ په جګړه کې په همدې ولایت کې ۱۰۰ تنه عسکر وژل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په همدې ورځ د کرایه شوې ادارې له صلیبي ګټو د دفاع وزیر پارلمان ته د خپل کاري راپور ورکولو پر مهال وویل چې یواځې د تېرې میاشتې په اوږدو کې ۲۵۰ تنه عسکر وژل شوي او ۴۰۰ ټپیان دي. د شنبې په ورځ، د می میاشتې په ۱۲مه د زابل ولایت د شملزیو ولسوالي لسګونه عسکر له امنیه قومندان سره یو ځای د مجاهدینو په برید کې ووژل شول. او بالاخره د چهارشنبې په ورځ، د همدې میاشتې په۲۳مه د غور په چهار سده ولسوالي کې  هم په جمعیت پورې تړلی یو پېژندل شوی جابر قومندان د خپلو ناولیو اعمالو په سزا ورسول شو.

عسکرو ته د بښنې اعلان:

د می په میاشت کې اسلامي امارت د خپل نیک نیت او افغانانو ته د خیر د  ارادې  له مخې  په ګران هیواد کې د ارام او د اشغال د خاتمې لپاره یو بل رغند او تاریخې ګام واخیست . د جمعې په ورځ، د همدې میاشتې په ۱۸مه رسنیو د اسلامي امارت لخوا هغو  عسکرو ته چې د مزدور دښمن صف پرېږدي او له مجاهدینو سره جګړه نه کوي  د عمومي عفوي اعلامیه خپر ه کړه. په دغه اعلامیه کې د دوه سرې ادارې عسکر او پولیس دېته متوجه کړل شوي چې تاسو  د ډېرو کمو روپیو په بدل کې د اسلام او افغانستان د تاریخې دښمن تر څنګ ولاړ او  د هیواد د بچیانو او مدافعینو په وړاندې جګړه کوئ؛ خو امریکایان او د دوی په هوده کېوتي شهوت پرست جنرالان چې ستاسو د مهارولو لپاره ټاکل شوي نه یواځې دا چې ستاسو د زرځله مرګ په کیسه کې نه دي، برسېره لا دا چې که تاسو ووژل شئ نو ښځې به مو مجبوري وي چې ترې  د جنسي ګټې اخیستو په هدف د وینځو په حیث د دوی په چوپړ کې خپل پاته عمر تېر کړي!

د دښمن له لیکو تېښته او له مجاهدینو سره یوځای کېدل:

په دې وروستیو کې د دښمن په سر جهادي ګوزارونه نه یواځې دا چې زیات شوي، بلکې د تندریزې بڼې په خپلولو سره د بې شمېره مرګ ژوبلې باعث ګرزېدلي ؛ چې له امله یې د دښمن لوري ګڼ شمیر کار کوونکي او مامورین په دوه سري دولت کې له خپلو دندو لاس په سر شوي او له مجاهدینو سره یو ځای شوي دي.  د سیګار ادارې د راپور پر اساس چې د سې شنبې په ورځ، د می په لومړۍ نشر شو ویل شوي چې طالبان ورځ تر بلې غښتلي کېږي، خو دوه سری دولت برعکس ورځ تر بلې زیات خپل افراد له لاسه ورکوي. راپور زیاتوي چې په دې وروستیو کې د مزدوري ادارې  ۱۰ سلنه امنیتي کسانو خپلې دندې پرې ایښې دي. دفاع وزارت هم د دغه راپور پخلی کړی او ویلي یې دي چې هڅې یې پیل کړې دي ترڅو  دغه تشه ډکه کړي.

دا هم ولولئ  پايگاه های نظامی آمریکا بزرگترین مانع در برابر صلح واقعی

له دندو د تېښتې په لړ کې د پنجشنبې په ورځ، د می میاشتې په ۱۰مه د بادغیس په قادس ولسوالي کې تر ۱۰۰ زیات عسکر له مجاهدینو سره یو ځای شول. ورپسې د دوشنبې په ورځ، د همدې میاشتې په ۱۴مه ۵۰۰ نور عسکر له خپلو ۱۵ قومندانانو سره په همدغه ولسوالي کې له مزدورې ادارې را بېل او له مجاهدینو سره یو ځای شول.

په خپلو مزدورانو د بمبار لوبه:

اشغالګرو په ځانګړي ډول امریکایانو کله هم افغانانو ته په درنه ندي کتلي او نه یې ورته د رحم اراده پیدا شوې. دوی ایل او یاغې سره نه بېلوي، بلکې د ټولو مرګ ورته تماشه اولوبه ښکاري. په دې لړ کې د پخوا په څېر یو وار بیا امریکایانو د چهارشنبې په ورځ، د همدې میاشتې په ۹مه د بادغیس په مقر ولسوالي کې سیمئیز اربکیان په هوایي بمبار کې په نښه کړل چې له امله یې ۶ تنه مړه او یو شمېر نور ټپیان شول.  له بلې خوا په همدې ورځ په یو بل هوایي برید کې  د میدان وردګ په نرخ ولسوالي کې د مزدورې اردو ۱۱ عسکر  د اشغالګرو ځواکونو لخوا و وژل شول.

اولسي تلفات او د ملکې خلکو ځورونه:

د افغانانو او اسلام په ضد جګړه کې مشترکو اشرباڼو تر اوسه د رغونې او ابادۍ په پلمه تر حد زیاته ورانونه کړې او لایې تر اوسه دا بدرنګه چاره جاري ساتلې چې له امله یې هره ورځ لسګونه بې ګناه او غریب افغانان قرباني کېږي. دوی افغانان د خپل حیواني ذوق خړوبولو لپاره وژني، کورونه یې ورانوي او مالونه یې چور کوي، خو کله چې رسوا شي بیا پرې د دښمن ټاپې وهې او خپل ناولي وحشتونه توجیه کوي. د جمعې په ورځ، د می میاشتې په ۱۸ مه د بشري حقونو د څار  ادارې  اعلان وکړ  چې د مزدورې ادارې ټوپکیان د جګړې پر مهال ملکیانو ته د سر او مال  زیان اوښتلو   هیڅ خیال نه ساتي. دغه اعلامیه داسې مهال خپرېږي چې تېره میاشت ډونالټرمپ خپلو عسکرو ته امر وکړ چې د ملکې خلکو  مرګ ژوبله یې باید په جنګ کې د نرمې او د اهدافو په تحقق کې خنډ ونه ګرزي .

د می میاشتې لومړۍ ورځ هم په ملکې خلکو باندې د اشغالګرو د برید شاهده وه. دغه وحشیانه  برید د اشغالګرو لخوا د هلمند په مرکز کې په ولسي خلکو تر سره شو چې له امله یې ۲۳تنه ملکیان مړه او ټپیان شول. ورپسې د پنجشنبې په ورځ، د همدې میاشتې په ۱۰مه رسنیو د میدان وردګو  ولایت د سید اباد په ولسوالي کې د اشغالګرو د بمبار له امله د ۱۱تنو ملکې وګړو د مرګ ژوبلې خبرونه خپاره کړل.  یوه ورځ وروسته په خوست کې د کمپاین وحشيانو  یو قومي مشر وواژه. په دې برسېره  د می میاشتې په اوږدو کې زموږ په لسګونو نور هیواد وال هم  د وحشي اشغالګرو په هوایي بریدونو، ځمکنیو بریدونو او چاپو کې په شهادت رسېدلي او ټپیان شوي دي چې پوره او کره شمېر یې د اسلامي امارت  پر رسمي  پاڼه « الاماره»  د ملکې تلفاتو د کمېسیون په راپور کې موندلای شئ.

د  الخندق عملیات:

د الخندق په نوم د جهادي عملیاتو لړۍ د می په میاشت کې ښه په تېزۍ او موفق ډول روانه وه. د دغو بریمنو عملیاتو په لړ کې د پنجشنبې په ورځ، د می په ۳مه د بدخشان د کوهستاناتو ولسوالي د مجاهدینو لاسته ورغله. د دوشنبې په ورځ، د همدې میاشتې په ۷مه د کندهار د معروف په ولسوالي د مجاهدینو لخوا ډلئیز بریدونه تر سره شول چې له امله یې دښمن ته درانه ځاني او مالي زیانونه واوښتل. همداراز د فتوحاتو په سلسله کې د سې شنبې په ورځ، د یادې میاشتې په ۸ مه د اسلامي امارت مجاهدینو د فاریاب په بلچراغ ولسوالي کې ۲۱ پوستې فتحه او ګڼ جنګې توکې  او وسائل یې و نیول. یوه ورځ وروسته همدا او د بغلان تاله و برفک ولسوالۍ دواړه په مکمل ډول د مزدور دښمن له وجوده پاکې او  د مجاهدینو لاسته ورغلې. مزدورې ادارې د یادو ولسواليو د سقوط د پخلي تر څنګ زیاته کړه چې د تاله و برفک په ولسوالي کې یې د ولسوالۍ د امنیه قومندان په ګډون شاوخوا ۱۰۰ تنه امنیتي ځواکونه نادرکه دي.

د چهار شنبې په ورځ، د همدې میاشتې په ۹مه کابل ښار یو وار بیا د مجاهدینو د سختو بریدونو شاهد و. دا ځل استشهادي بریدونه په لسمه حوزه او ورڅېرمه استخباراتي مرکز تر سره شول چې پکې  د دښمن ګڼ شمېر کورني او بهرني افراد  مړه او ټپیان شول. ورپسې د یکشنبې په ورځ، د می په ۱۳مه د دښمن یو هلیکوبتر چې د هلمند ګرشک ولسوالي ته د شپنیو عملیاتو د ترسره کولو لپاره راغلی و د یو کم عمره مجاهد طالب لخوا تر ویشتل کېدو وروسته را وغورزول شو او پکې سپاره کمانډویان ټول ځای پر ځای ووژل شول. په همدې ورځ د سلام وطندار راډیو د فراه ولایت د مقاماتو د وینا په اساس وویل چې د همدې ولایت د بالا بلوک او جوین ولسواليو د نیولو پر مهال طالبان توانېدلي دي چې د یو نیم ملیون ډالرو په ارزښت مهمات او  جنګي وسائل د غنیمت په توګه ونیسي. همداراز په دغه ورځ د کندهار په ډنډ ولسوالي کې هم د اشغالګرو په یو ټانک برید وشو او ورکې سپاره ټول عسکر ځای پرځای ووژل شول. د سې شنبې په ورځ، د می په ۱۵مه د اسلامي امارت مجاهدینو تر یوې لړۍ  سختو جګړو وروسته  د فراه ښارته لاره وموندله او د امنیه قومندانۍ، امنیت ریاست او نورو مهمو ودانیو په ګډون یې یو شمېر ستر مراکز  او سیمې تر خپل واک لاندې راوستلې او تر څنګ یې د دښمن سلګونه افراد مړه او ژوبل کړل. په دې بر سېره یې د  صلیب مزدوري ادارې او امنیتي نهادونو مهم او محرم اسناد هم ترلاسه کړل. تر دې یوه ورځ وروسته د غزني چغتو  او د بادغیس دره بوم  ولسوالي هم د مجاهدینو لخوا فتحه شوې. د فتوحاتو په لړ کې د یکشنبې په ورځ، د می میاشتې په ۲۰مه د دایکندې اجرستان ولسوالي د مجاهدینو لخوا ونیوله شوه.  ورپسې د سې شنبې په ورځ، د همدې میاشتې په ۲۲مه د غزني د ده یک ولسوالي هم سقوط وکړ. د شنبې په ورځ، د می میاشتې په ۲۶ د فراه په فراه رود ولسوالي کې دوه تنه امریکایان ووژل شول چې په غبرګون کې یې  اشغالګرو په سیمه کې د استوګني کورونه بمبار کړل.

دا هم ولولئ  د اشغال د تداوم په مقصد د پیل شوې دسیسې په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

د دوشنبې په ورځ، د همدې میاشتې په ۲۸مه د اسلامي امارت مجاهدینو د تخار په خواجه غار ولسوالي کې ۱۷ امنیتي پوستې فتحه کړې. ورپسې د سې شنبې په ورځ د می میاشتې په ۲۹مه مجاهدینو د ارزګان چوره ولسوالي ونیوله، یوه ورځ وروسته یې د لوګر په ولایت تندریز بریدونه تر سره کړل چې له امله یې د حوزې د آمر تر څنګ لسګونه  امنیتي منسوبین هم ووژل شول. له دې سره په یوه ورځ د تخار قلعه زال ولسوالي هم د مجاهدینو تر پرله پسې بریدونو وروسته فتحه شوه.

د اسرائیلو عسکر د افغانستان په خاوره:

صلیبي جګړه تر پردې شاته ډېر ې داسې شومې څېرې او ناولي  اهداف  لري  چې لا ترې تر اوسه ملتونه په غفلت کې ساتل شوي. د چهار شنبې په ورځ ، د می په ۳۰مه  د امریکا وتر نر ټوډي ورځپاڼې ولیکل چې له ۲۰۰۴میلادي  کاله را په دېخوا اسرائیلي عسکرو د امریکایي هویت په درلودلو سره د افغانستان په جګړه کې ګډون درلود. د دې خبر په اساس دغو عسکرو ظاهراً د مزدورو عسکرو د روزنې او له مخدره موادو سره د مبا رزې په برخه کې دنده پرمخ وړله. ځینې خبرونه زیاتوي چې له دوی څخه یو یې د فراه په جګړه کې د مجاهدینو په لاس وژل شوی هم دی.

اجباري ټول ټاکنې:

وروسته له هغه چې د ټولټاکنو لپاره د نوم لیکني ټاکلې موده پوره شوه ، خو یواځې د ګوتو په شمېر خلکو پکې برخه واخیسته ، مزدورې ادارې په اجباري ډول په دغه پروسه کې د خلکو د اشتراک په  لارو چارو کار پیل کړی.  له دې ډلې د سې شنبې په ورځ، د می په لومړۍ نېټه د هلمند تش په نوم والي اعلان وکړ چې که دولتي مامورین د نوم لیکني په بهیر کې ګډون ونکړي نو غیر حاضر به وګڼل شي. دېته په ورته نورو راپورونو کې هم چې د یکشنبې په ورځ، د همدې میاشتې په ۶مه خپاره شول ویل شوي چې د ښوونځیو ادارو خپل زده کوونکي مجبور کړي چې خامخا باید د نوم لیکنې په پروسه کې ګډون وکړي.  دا په داسې حال کې ده چې د میدان وردګ په ولایت کې د می میاشتې تر ۲ نېټې پورې  یواځې ۱۵۵ میرمنو نوم لیکنه کړې، او د نورستان په پوره ولایت کې ټول ټال ۲۲۰۰ کسانو خپل نومونه ثبت کړي دي. د نوم ثبتوونکو دغه ټیټه شمېره ښیي چې خلک  د ټولټاکنو په پروسه باور نه لري ، ځکه نو دا کار د مزدوري ادارې د کلکې اندېښنې سبب شوی.

د شریعت غږ رادیو د خپرونو پیلېدل:

اسلامي امارت نه یواځې دا چې په نظامي او سیاسي ډګرونو کې خپله پیاوړتیا او کاریتوب څرګند کړی ، په رسنیز او فرهنګي ډګرونو کې یې هم خپل لوړ مقام ساتلی او  همېشه یې د وخت  د  غوښتنو مطابق مزل کړی. په دې لړ کې د پنجشنبې په ورځ، د می په ۱۰مه اسلامي امارت له اوږده ځنډه وروسته یو وار بیا د شریعت غږ راډیو خپرونې پیل کړې او دا مهال د هیواد په ډېرو برخو کې د ایف ایم په څپو رڼې  اورېدلې کېږي.

د اندونیزیا غونډه:

ګډ دښمن د هغو هڅو په لړ کې چې غواړي ملتونه په یوه بله پلمه تېر باسي او ترې په استفاده خپلو اهدافو ته ځان ورسوي په اندونیزیاکې د دریو هیوادونو د علماؤ غونډه راوبلله. دغه غونډه چې د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا  علماؤ پکې ګډون درلود هدف یې دا وو چې په افغانستان کې د اشغالګرو او د دوی د کرایه شوو مزدورانو په ضد د جهاد  د تحریم فتوا ورکړي؛ مګر د اسلامي امارت د هڅو او کوششونو له برکته دوی خپل هدفته په رسېدو کې ناکام او د اندونیزیا غونډه  د اسلامي امارت مجاهدینو ته له اشارې پرته په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو په ټينګار ختمه شوه او په دې سره د مسلمان ملت پر ضد د نړیوالي کفري ټلوالې یو بل تېر ایستونکی پلان هم شنډ شو.



دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close