سیاسي لېکنې

افغانستان د 2019 زېږديز کال نومبر په مياشت کې

احمد فارسی
يادونه: دغه ليکنه په هغو پېښو مشتمله ده چې په خپله دښمن منلې، خو بايد و وايو چې له دې پرته نور رښتوني جريانونه په ځانګړې کورني او بهرني دښمن ته د رسېدلو زيانونو احصائيه له لازياتو مالوماتو سره د اسلامي امارت په رسمي سائټ کې کتلای شی.
——————————–
د۲۰۱۹م کال نومبر مياشت د ګڼو پېښو په ځانګړي ډول د وسلوالو صحنو شاهده وه، د دې مياشتي په اوږدو کې د دښمن څو مرکزونه د مجاهدېنو لاسته ولوېدل چې په ترڅ کې يې دښمن ته سخت زيانونه واوښتل، د دې پېښو ترڅنګ نور اړېن موضوعات هم د لاندې سرليکونو په ذيل کې لوستلای شی.
——————————–
د بهرنيو اشغالګرو زيانونه: د نومبر مياشتي په اوږدو کې اشغالګرو ته د پام وړ زيانونه واوښتل، د دې مياشتي په ترڅ کې د خپرو شويو راپورونو پر بنسټ د هغې پر۴مه د دوشنبې په ورځ د ارزګان مرکز ترينکوټ کې يو اشغالګر و وژل شو، د نومبر پر۶مه د چهار شنبې په ورځ د لوګر په مرکزي ولسوالۍ کې اشغالګرځواکونه د مجاهدېنو تر بريد لاندې راغلل چې په ترڅ کې يې۵تنه مړه او ژوبل شول او د نومبر پر۲۰مه د چهارشنبې په ورځ په همدې ولسوالۍ کې د دښمن يو چېنوک څرخکه را وغورځول شوه چې پکې د صفريو په نوم کورنيو ګوډاګيانو پر ګډون ګڼ شمېر بهرني عسکر و وژل شول.
د مزدوري ادارې زيانونه: د مزدور دښمن د زيانونو کچه په ورځني ډول مخ پر لوړېدو ده، د نومبر پر۳مه د يکشنبې په ورځ د مزدوري ادارې د ځانګړو قطعو دوه قوماندانان په ميدان وردګ او پکتيا ولايتونو کې و وژل شول، د نومبر پر۵مه د سې شنبې په ورځ د يادي ادارې لويي څارنوالۍ اعلان وکړ چې په تېرو اوو مياشتو کې د دوی اړوند۱۴څارنوالان وژل شوي دي، ورپسې ورځ د بلخ ولايت چاربولک ولسوالۍ امنيه قوماندان د مجاهدېنو په بريد کې و وژل شو او د نومبر پر۷مه د پنجشنبې په ورځ د لوګر ولایت استيناف محکمې قاضي و وژل شو.
د نومبر پر۸مه د اسلامي امارت مجاهدېنو د زابل ولايت اټغر ولسوالۍ تربريد لاندې ونېوه چې په ترڅ کې يې د دې ولسوالۍ امنيه قوماندان له خپلو۲۰تنه افرادو سره و وژل شو، د نومبر مياشتي پر۱۲مه د سې شنبې په ورځ مجاهدېنو په ننګرهار په مرکزي ولسوالۍ کې د صفردوه قطعې د يو افسر د وژلو خبر ور کړ، د نومبر پر۱۵مه د جمې په ورځ د تخار ولايت ورسج ولسوالۍ امنيه قوماندان د طالبانو په يوه کمين کې ژوند له لاسه ور کړ، درې ورځي وروسته د نومبر پر۱۸مه د دوشنبې په ورځ د غزني ولايت د استيناف څارنوال و وژل شو، د نومبر پر۲۶مه د سې شنبې په ورځ د غزني ولايت رشيدانو ولسوالۍ امنيه قومان هم و وژل شو، او د نومبر پر۳۰مه د هفتې په ورځ د هلمند د سرحدي لوا قوماندان په يوه چارودنه کې و وژل شو.
کوم څه چې دلته ياد شول د دې زيانونو يوه نمونه وه، بشپړ راپور يې د اسلامي امارت پر وېبپاڼه کې کتلای شی.
ولسي وګړو ته دښمن رسولي زيانونه او ځورونې: د اشغالګر او مزدور دښمن له پرلپسې شاتګ او ماتې وروسته د ولسي خلکو زيانونو او ځورونو کې زياتوالی راغلی، د دې وحشت په لړ کې د نومبر پر۴مه د دوشنبې په ورځ رسنيو د ميدان وردګ سيد اباد ولسوالۍ څخه د مزدوري ادارې د ځواکونو له لوري د ولسي وګړو د۸۰بابه کورونو د ورانولو خبر ورکړ، له بلي خوا د همدې ولايت چک ولسوالۍ خلکو له اربکيانو د مزدوري ادارې د ځانګړې قطعې څخه شکايت وکړ چې له زده کونکو، ښوونکو او عامو وګړو څخه د سپر کار اخلي او د هغوی له ورسته څخه طالبان په نښه کوي، د نومبر پر۸مه اشغالګرو ځواکونو د لغمان په ولايت کې د جلال اباد او کابل پر لويه لاره د مسافرينو۵موټرو ته اور ورته کړ چې په ترڅ کې يې ګڼ شمېر مسافر مړه او ځخميان شول.
د نومبر پر۱۱مه د دوشنبې په ورځ د پکتيا ولايت ځاځي اريوب ولسوالۍ د يوې کورنۍ۷تنه او د نومبر پر۲۴مه د فراه ولايت پشترود ولسوالۍ۱۷تنه ولسي وګړي د اشغالګرو په هوايي بريدونو کې په شهادت ورسېدل چې دوهمه پېښه پر مسجد او لمونځ کونکو باندې پر بريد کولو رامنځته شوه، د نومبر پر وروستۍ نېټه د هفتې په ورځ د خوست په مرکزي ولسوالۍ کې د ماشومانو او ښځو پر ګډونلږ تر لږه۵تنه عام وګړي د اشغالګرو په هوايي بريد کې پر شهادت ورسېدل.
د دې پېښو، بريدونو او ولسي زيانونو بشپړ راپور د اسلامي امارت په رسمي وېبپاڼه کتلای شی.
الفتح عمليات: د نومبر پر لومړۍ نېټه د جمې په ورځ د سېګار نومې څېړنيزي ادارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره و ويل چې د کابل مزدوري ادارې ځواکونو دفاعي حالت خپل کړی او په زيانونو کې يې بېساري زياتوالی راغلی دی، پر سبايې د همدې ادارې تش په نوم پارلمان اعلان وکړ چې د يادي ادارې امنيتي چارواکي يواځي ګوزونه ولي او ولس ته دروغ وايي، د نومبر پر۵مه د سې شنبې په ورځ د خوست په ښار کې پر کماندويانو د مجاهدېنو په بريد او د هغو پر موټر چاودنه کې لږ تر لږه۷تنه کمانډويان و وژل شول، نومبر پر۸مه د جمې په ورځ د اسلامي امارت مجاهدېنو د زابل ولايت اټغر ولسوالۍ تربريد لاندې ونېوه چې پکي د هغې د امنيه قوماندان له خپلو۲۰تنه افرادو سره و وژل شو، پر سبا ورځ د همدې ولايت د ارغنداب ولسوالۍ د استخباراتو مرکز د مجاهدېنو لاس ته ولوېد، په همدې ورځ د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د دښمن يوه قرارګاه د مجاهدېنو تر بريد لاندې راغله چې پکي ګڼ ګوډاګي عسکر مړه او ژوبل شول.
د نومبر پر۱۴مه د پنجشنبې په ورځ د اسلامي امارت مجاهدېنو د غزني ولايت په قرباغ ولسوالۍ کې د دښمن د۷مرکزونو نېولو خبر ورکړ، د نومبر پره۱۷مه د دايکنډي ولايت ګېزاب ولسوالۍ د مجاهدېنو د سختو برېدونو شاهده وه، چې په ترڅ کې يې لسګونه د دښمن ګوډاګي عسکر و وژل شول وسلې او مهمات يې ولجه شول، د نومبر پر۱۹مه د سې شنبې په ورځ د ميدان وردګ او غزني ولايتونه د مجاهدېنو د سختو بريدونو شاهدان ول چې په ترڅ کې يې په يادو ولايتونو کې د دښمن ګڼې پوستې فتحه او لږ تر لږه۲۵تنه ګوډاګي عسکر پکي و وژل شول، د نومبر پر۲۰مه د چهار شنبې په ورځ مجاهدېنو د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د دښمن يو مرکز ونېو او د نومبر پر۲۸مه د تخار درقد ولسوالۍ د مجاهدېنو د پراخو برېدونو شاهده وه چې په ترڅ کې يې۳۰تنه عسکر مړه او ژوبل شول.
د الفتح بريدونو او عملياتو بشپړ راپور د اسلامي امارت وېبپاڼې په ځانګړو راپورونو او خپرونو كې کتلای شی.
د بنديانو تبادله: د نومبر پر۱۲مه د سې شنبې په ورځ د کابل مزدوري ادارې مشر اشرفغني د کابل پوهنتون د دوو استادانو په بدل د اسلامي امارت د دريو تنو افرادو د خلاصون خبر ور کړ، دا په داسي حال کې چې له دې يوه ورځ مخکي د نوموړي وياند اعلان وکړ چې د يادو دريو افرادو خلاصون د دوی سره کرښه ده، دوی به يې د خلاصون په اړه د امريکايانو هيڅ فشار ته ځان ور نکړي، خو بياهم ياد طالب بنديان د نومبر پر۱۸مه د دوشنبې په ورځ د قطر هېواد کې د اسلامي امارت سياسي دفتر ته ورسېدل، چې په سباورځ يې د اسلامي امارت مجاهدېنو هم د کابل پوهنتون دوه استادان د زابل ولايت په نوبهار ولسوالۍ کې د سره صليب کمېټې ته و سپارل، اسلامي امارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره و ويل چې په دې تبادله کې د کابل مزدوري ادارې هېڅ رول نه درلود، بلکې هوبهو د اسلامي امارت او امريکايانو ترمنځ ترسره شوه.
د اشغالګرو پاتي کېدو ته د اسلامي امارت غبرګون: د نومبر پر۱۱مه د دوشنبې په ورځ د امريکا لوی درستيځ جنرال مارک ميلي و ويل چې هېواد يې غواړي ځواکونه يې په افغانستان کې څلور کاله نور هم پاتي شي، په وړاندې يې اسلامي امارت اعلان وکړ چې په افغانستان کې د اشغالګرو پاتي کېدل د جګړې د دوام په مانادي او موږ به دلته د وروستي اشغالګر تر شتون پوري خپل جهاد ته دوام ور کوو.
د جنايتکارو امريکايي عسکرو بښنه: د نومبر پر۱۶مه امريکايي رسنيو خبر ورکړ چې ټرمپ هغه دوه عسکر وبښل چې د امرېکايي محکمو له لوري په افغانستان کې په جنايت او د ولسي وګړو د وژنې په تور محکوم شوي و، د ټرمپ دغه بشر ضد کړنه د بهرنيو بادارانو په نظر کې د غلامانو ارزښت ښه جوتوي.
د کابل مزدوري ادارې د مخالفينو هدفي وژني: په دې وروستيو کې د کابل مزدوري ادارې د فکري او سياسي مخالفينو او يا هغو خلکو چې په رسنيو له حقائقو پرده پورته کوي د يادي ادارې له لوري پرې برېدونه او د هغوی وژل زيات شوي دي، د دې بريدونو په لړ کې د نومبر پر۲۰مه د چهارشنبې په ورځ د هېواد نوموتی ليکوال او سياسي څېړونکی احمد وحيد مژده د نامالومو وسلوالو له لوري چې عموماً د کابل ادارې له ملاتړه برخمند دي په کابل کې و وژل شو.
د کابل فاسده اداره: د نومبر پر۶مه د چهار شنبې په ورځ تش پر نوم ولسي جرګې اعلان وکړ چې د کابل اداره د امنيت په ټېنګښت کې پاتې راغلې ده، له بل لوري په همدې ورځ د بشري حقونو کمېسيون اعلان وکړ چې په دولتي ادارو کې د جنسي ځورونو دوسيه يې بشپړه کړې او په نږدې کې به يې اعلان کړي، د ټاکنو لومړنۍ پايلي چې نږدې دوه مياشتي پر اوړي تر اوسه لا هم نه دي اعلان شوې.
د غلامانو يوه بله رسوايي: د نومبر پر۲۹مه د پنجشنبې په ورځ ټرمپ په يوه پټ او ناڅاپي سفر چې ترې د کابل مزدوري ادارې مشر اشرفغني هم خبر نه و د بګرام امريکايي پوځي اډې ته راورسېد، د مزدوري ادارې مشر اشرفغني د بګرام اډې ته په ورتللو مجبور شو، د هغه دغه غلامانه کړنه د يادي ادارې په دننه کې هم د توندو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

دا هم ولولئ  نهه میاشتې؛ اته زره بمونه!!


زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده
Close