مرکې او راپورونه

افغانستان د 2019 میلادی د مئ په مياشت کې

احمد فارسی:

يادونه: دغه ليکنه په هغو پېښو مشتمله ده چې په خپله دښمن منلې، خو بايد و وايو چې له دې پرته نور رښتوني جريانونه په ځانګړې توګه کورني او بهرني دښمن ته د رسېدلو زيانونو احصائيه له لازياتو مالوماتو سره د اسلامي امارت په رسمي سائټ کې کتلای شی.

د۲۰۱۹م کال د مئ مياشت په هېواد کې د مهمو وسلوالو او هم سياسي پېښو شاهده وه، د دې مياشتي په اوږدو کې د دښمن څو مهمې ولسوالۍ او مرکزونه د مجاهدينو لاس ته ولوېدل، چې پکې دښمن زيات مالي او ځاني زيانونه هم لرل، د سولي شپږم پړاو خبري اتري او په مسکو کې دوهم پير بين الأفغاني ناسته هم په همدې مياشت کې ترسره شوه، چې د دې ټولو تفصيل د لاندې سرليکونو په ذيل کې کتلای شی:

د بهرنيو اشغالګرو زيانونه:

اشغالګر د تېر په څېر د۲۰۱۹م کال د مئ مياشتي په اوږدو کې هم د پام وړ زيانونو سره مخ شوی، خو د دروغي او فريبکارانه سياست له مخې يې د دنياوالو له نظره پټ ساتي، د دې زيانونو په سلسله کې د مئ مياشتي په ۸مه د چهارشنبې په ورځ اشغالګرو ځواکونو د هېواد په ختيځ کې د خپل يوه تن د وژل کېدو خبر ورکړ، د مئ پر ۲۵مه د چهارشنبې په ورځ د کندهار هوايي ميدان ته څېرمه د اشغالګرو يو ټانک د ماين خوراک شو چې پکې يو شمېر اشغالګر ټپيان او ووژل شول، د مئ پر۲۵مه د هفتې په ورځ د کندهار نوزاد ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو يوه چورلکه را وغورځېده او په بشپړ ډول وېجاړه شوه، خو دوغجن دښمن په دې پېښه کې يواځي د څو تنو ځخمي کېدل ومنل، د مئ پر۳۱مه د جمې په ورځ د کابل نهمه امنيتي حوزه د اشغالګرو په کاروان د يوې چاودنې شاهده وه چې پکې د ياد کاروان موټر په بشپړ ډول له منځه تللي او ګڼ شمېر اشغالګر مړه او ژوبل شول، بايد و وايو چې دې څو پېښې کې چې موږ يې يادونه وکړه لږ ترلږه۲۰تنه اشغالګرو ېوند له لاسه ورکړ، خو دروغجن دښمن له دوو دريو زيات نه مني.

د مزدوري ادارې زيانونه:

د اجيري ادارې په ليکو کې هم د تېر په څېر زيانونه په خپل اوج کې دي، روزمره او په ځانګړي ډول له دښمن څخه د مرکزونو او ولسواليو په نېولو کې لسګونه تنه د هغه افراد وژل کېږي، دلته د بېلګې او نمونې په ډول د ځيني منځنيو پېښو يادونه کوو.

د مئ په۷مه د سې شنبې په ورځ د لغمان علينګار ولسوالۍ أمنيه قوماندان له ځپلو پېنځو ملګرو سره و وژل شو، د مئ پر۱۱مه د يکشنبې په ورځ د بغلان ولايت د ملي أمنيت مرستيال د مجاهدېنو د يو بريد په ترڅ کې و وژل شو، د مئ پر۱۶مه د پنجشنبې په ورځ د زابل سيوري ولسوالۍ کې د عملياتي کنډل قوماندان له خپلو لسو تنو سره و وژل شو، په همدې ورځ د اشغالګرو د هلمند ولايت په مرکز کې د پوليسو يو مرکز بمبار کړ چې په ترڅ کې يې د څلورو قوماندانانو په ګډون لسګونه تنه پوليس و وژل شول، د مئ پء۲۷مه د چهار شنبې په ورځ په کندز ولايت کې د نامالومو وسلوالو له لوري مزدوري ادارې د اجرائيه رياست مرستيال و وژل شو.

د ولسي خلکو زيانونه او ځورونې:

د اشغالګرو او د هغوی د کورنيو مزدورانو له لوري د ملکي خلکو زيانونه او ځورونو نه يواځي دوام درلود، بلکې د لازياتوالي په حال کې و، په دې مياشت کې شپنيو عملياتو د ماشومانو او مېرمنو په ګډون د سلګونه عامو وګړو ژوند واخيست، له دې غير بشري تکتيک څخه په ګټه ماتې خوړلی دښمن غواړي په مجاهدينو فشار راوړي او په مذاکراتي بهير کې په هغوی خپلي له عقله ليري غوښتني ومني، هغه خوب چې هېڅکله به تعبير ونلري، د ولسي وګړو د زينونو په سلسله کې د مئ مياشتي په لومړۍ نېټه د چهار شنبې په ورځ رسنيو د غزني ولایت زنخان ولسوالۍ او د لوګر له ولايته د کورونو او دوکانونو د چور او تالان خبر ورکړ، په همدې ورځ د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې يو ديني عالم د اشغالګر دښمن په شپنيو عملياتو کې په شهادت و رسېد، د دې پيښي په سبا ورځ ولسي خونديتوب او عدالت غوښتونکو پّ خپل راپور کې و ويل چې په تېره مياشت کې د ولسي وګړو زياتر زيانونه د کابل د مزدوري ادارې امنيتي ځواکونو له لوري رامنځته شوي دي، د مئ په۵مه د يکشنبې په ورځ د لوګر تش په نوم ولايتي شورا د دې ولايت په محمد آغه ولسوالۍ کې د اشغالګرو له لوري د شپږو تنو ولسي وګړو د وژل کېدو اعلان وکړ، د مئ پر۹مه د ننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو له لوري د مکتب پېنځه تنه معلمان او دوه تنه نور ولسي وګړي و وژل شول، د دې په سباورځد پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې۱۵تنه عام وګړي په هوايي بريد کې په شهادت ورسېدل، د مئ پر۱۳مه د دوشنبې په ورځ د کابل مزدوري ادارې د مشرانو جرګې رئيس مسلميار ومنل چې٪۹۰سلنه ملکي زيانونه په شپنيو چاپو کې اوړي، د هغه په سبا ګډو ځواکونو د يوې مدرسې۷تنه طالبان په ډېر وحشت سره په شهادت ورسول، د مئ پر۲۰مه رسنيو د هلمند، کندهار، فراه، غزني او غور ولايتونو څخه د ګډو ځواکونو په عملياتو کې د۴۰تنه ولسي وګړو د شهادت خپر خپور کړ، ورپسې د مئ په۲۷مه د دوشنبې په ورځ وحشي ګډو ځواکونو يوځل بيا د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې۱۸تنه ولسي وګړي په شهادت ورسول، د هغې په تعقيب يو وار بيا رسنيو د پکتيکا، پکتيا، هلمند او ميدان وردګو له ولايتونو څخه د۲۴ساعتونو په جريان کې د۳۳ولسي وګړو د وژل کېدو خبر ورکړ، دا يواځي د بېوزله ولسي وګړو په وړاندې د مکار دښمن د جنايتونو يوه نمونه ده، تفصيل يې د اسلامي امارت رسمي سائټ په ځانګړي راپور کې کتلای شی.

الفتح عملیات:

الفتح عملیاتو هم د دې مياشتي په اوږدو کې دوام او لاسته راوړنې درلودې، د مئ پر۵مه د يکشنبې په ورځ د بغلان أمنيه قوماندانۍ باندې د يو استشهادي بريد په ترڅ کې له سلو زياد د دښمن افراد مړه او ژوبل شول، د مئ پر۸مه د چهار شنبې په ورځ د کابل ښار کې د دښمن د جاسوسۍ په يو مرکز يو سخت بريد ترسره شو چې په نتېجه کې يې يو شمېر د اشغالګر دښمن افراد او د هغه کورني جاسوسان و وژل شول.

د مئ پر۱۰مه د جمې په ورځ د اسلامي امارت مجاهدينو د بادغيس بالامرغاب ولسوالۍ ته څېرمه د دښمن يو نظامي مرکز ونېو، ور پسې د مئ پر۱۳مه د دوشنبې په ورځ د اسلامي امارت مجاهدينو د غور ولايت چارسده ولسوالۍ ونېوله، د مئ پر۱۶مه د پنجشنبې په ورځ د زابل سيوري ولسوالۍ مجاهدينو ونېوله، د مئ پر۲۰مه د دوشنبې په ورځ د اسلامي امارت مجاهدينو د کابل په دوغ اباد سيمه کې په څو پوستو سخت بريدونه ترسره کړل چې په ترڅ کې يې په يادو پوستو کې موجود۸ تنه پوليس و وژل شول او د مئ پر۳۰مه د بادغيس بالامرغاب ولسوالۍ دوهم ځل د اسلامي امارت د مجاهدينو تر ولکه لاندې راغله.

د سولي مذاکرات او بين الأفغاني ناسته:

د مئ مياشتي پر لومړۍ نېټه د چهار شنبې په ورځ د قطر په دوحه کې د اسلامي امارت نمائنده پلاوي او امريکايي لوري ترمنځ شپږم پير مذاکرات پيل شول او داځل بيا له کومي څرګندې نتېجې پرته د مئ په۹مه د پنجشنبې په ورځ پای ته ورسېدل، د مئ په۳مه د جمې په ورځ د اسلامي امارت پلاوي و ويل چې خليلزاد دي شته حقائق درک کړي او له موږ څخه دي د وسلې ښودلو خيالي غوښتنې نکوي، د دې په سبا خليلزاد د يو ټوېټ له لاري و ويل چې د سولي ترلاسه کولو په پار د وسلې پر ځمکه ښودلو ته تياريو، د مئ پر۷مه د سې شنبې په ورځ د امريکايي اشغالګرو قوماندان ميلر په خپلو څرګندونو کې و ويل چې په سوله باور لرو خو ترڅنګ يې جګړې ته هم دوام ور کوو.

د مئ پر۲۸مه د سې شنبې په ورځ د اسلامي امارت سياسي نمائندګان له روسيې سره د أفغانستان د سل کلنو ډيپلوماټيکو اړيکو په لمانځغونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته ورسېدل، د اسلامي امارت دغو نمائندګانو د دې پروګرام ترڅنګ له هغو افغانانو سره هم خپل منځي ناسته وکړه چې يادې لماځغونډي ته له کابله ورغلي و، په دې ناسته کې د افغانستان د کشالې د حل لاري اړوند موضوعاتو باندې خواله او د اندونو تبادله وشوه، د اسلامي امارت نمائنده پلاوي د کابل ادارې تش په نوم سولي شورا رئيس او په مسکو کې د يادي ادارې سفير پرې نښودل په دې ناسته کې ګډون وکړي.

د دښمن اعتراف:

د مئ مياشتي پر۱۱مه د هفتې په ورځ رويټرز خبري اژانس و ويل په تبليغاتي جګړه کې طالبان له امريکا او کابل ادارې ډېر وړاندې دي، د مئ پر۱۵مه د روسيې ولسمشر د امريکا له بهرنيو چارو وزير سره د ليدنې په مهال و ويل چې طالبان ورځ تربلي پر ځواکمنېدو د هېواد په لازياتو سيمو واکمن کېږي، له دې دوه ورځي وروسته د دې هېواد يو پوځي قوماندان د مجاهدينو د پرمختګ پر تړاو د خپلو څېړنو په اړه څرګندونې وکړې.

د دښمن تسلیمۍ:

د مئ پر۱۳مه د اسلامي امارت مجاهدينو د تېرو دوو مياشتو په ترڅ کې د۱۵۰۰د کابل ادارې أمنيتي ځواکونو د تسليمۍ اعلان وکړ، د مئ پر۳۱مه د جمې په ورځ د غور ولايت په شهرک ولسوالۍ کې۴۰تنه اربکيان له مجاهدينو سره يوځای شول، د مئ مياشتي په اوږدو کې د افرادو د تسليمۍ تفصيل د اسلامي امارت رسمي سائټ په ځانګړي راپور کې کتلای شی.

اتلس کلنۍ لاسته راوړنې:

په دې وروستيو کې د اتلس کلنو لاسته راوړنو د خوندېتوب په نوم زاتې نارې سوري پورته کېږي، دا چې دا لاسته راوړنې څه دي او څنګه په لاس راغلې؟! يو جالب بحث دی چې په دې وروستيو کې يې بېلابېل اړخونه را لوڅ او څرګند شوي دي، په دې برخه کې د مئ پر۲۸مه د سې شنبې په ورځ د جمهمري رياست يو پخواني ارشد سلاکار و ويل په ارګ دننه د فحاشيو او تن پلورني د بډو او رشوت د ثابتولو لپاره کافي شواهد په لاس کې لري، په داسي حال کې چې ياد سلاکار له دې وړاندې تور پوري کړی و چې ارګ پارلمان ته نوماندې ښځي د جنسي اړېکو له لاري پارلمان ته بريالۍ کړې، له هغه وروسته دغه تور پارلماني ټاکنو ته د ځيني نوماندو ښځو له لوري هم تائيد شو، له بل لوري نور شواهد هم دا په ډاګه کوي چې نه يواځي د پارلمان وکيلان بلکې په دې وروستيو کې خو ارګ او ارګ ميشتي هم د جنسي اړېکو په بدل کې زياتي نجونې او ښځي په لوړو حکومتي څوکيو ګماري.

د کابل مزدور حکومت د خودساخته او خوديافته (او بيا خود باخته) قانون پر اساس د هغه موده د غبرګولي/جوزا پر لومړۍ نېټه پای ته ورسيده، له دې وروسته يې د کابل مزدوري ادارې له لوري هرډول دوام ناقانونه او د هغوی له خپل لاسي قانون سره په ټکر کې دی، د مئ پر۳۰مه چې د جوزا له۹مي سره په سمون کې ده د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د امريکا سفير هم و ويل د دوی له نظره د کابل مزدوري ادارې قانوني وخت پای ته رسېدلی، له دې وړاندې سياسي ګوندونو او د راتلونکو ولسمشري ټاکنو نوماندانو هم ويلي و چې موجود حکومت وخت د جوزا په لومړۍ نېټه پای ته رسېږي او له هغه وروسته هيڅ مشروعيت نلري، ياده دي وي چې د کابل ادارې قوانين بيا بيا په دوامداره توګه په خپله د هغې له لوري مات او تر پښو لاندې شوي دي.



Close