د نړۍ او هیواد تودې پیښې

افغانستان کې د امرکایي پوځیانو مرګ ژوبله لوړه شوې ده

په افغانستان کې د امریکايي او افغان ځواکونو تلفاتو له ۲۰۱۵ کال وروسته خپلې لوړې کچې ته رسېدلي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې امریکايي ځواکونو په ۲۰۱۵ کال کې لږ تلفات لرل خو بیا یې په ۲۰۱۶، ۲۰۱۷ او د ۲۰۱۸ کال په لومړیو میاشتو کې تلفات لوړ شوي دي.

امریکايي ځواکونو تر دې دمه د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۱۱۸۶ بمونه هم غورځولي دي. په همدې درېیو میاشتو کې ۳ امریکايي عسکر وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي. په تېر ۲۰۱۷ کال کې ۱۱ امریکايي عسکر وژل شوي وو او ۱۰۲ نور ټپیان وو. هېره دې نه وي چې په دې موده کې د افغان ملکیانو مرګ ژوبله ۱۰۴۵۳ کسانو ته رسېدلې ده. په دې ډله کې ۳۴۸۳ ملکیان وژل شوي او تر ۷ زره ډېر ټپيان دي. د د ګوډاګي عسکرو تلفات هم په دې کال کې ډېر وو. دغه شمېرې داسې مهال خپرېږي، چې د څېړونکي او د چارو د شنونکو په باور په افغانستان کې د افغان وژنې جګړه روانه ده او بهرنیو ځواکونو ته په دې جګړه کې تلفات نه اوړي. دوی تر ډېره هوايي بریدونه کوي چې په دغه بریدونو کې هم ملکیانو ته تلفات اوړي.

دا هم ولولئ  د سوريې په شمال کې چاودنې ۱۸ تنه وژلي


دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close