الاماره سټوډیو

الاماره سټوډیو (په پکتیکا کې د عسکرو د خلاصون) ویډيو نشر کړه

مجاهدینو د تیر کال د روژې مبارکي میاشتې په ۲۶ شپه د پکتیکا ولایت سرحوضې ولسوالۍ اړوند سرحوضې کلي کې د حکیم قومندان په نامه، چې د کابل ادارې سره یې تړاو درلود په پوسته بریالي عملیات ترسره کړي وو.
په دغو عملیاتو کې مجاهدینو په مخامخ جګړه کې د کابل ادارې ګڼ پولیس وژلي وو او یو شمېر یې ژوندي نیولي وو او د اسلامي امارت نظامي محکمې ته یې سپارلي وو.
نیول شویو پولیسو ته د محکمې له لورې د بند سزاء ورکړل شوې وه.
خو په دې وروستیو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان په اساس له یو یو جوړ کالیو او څه اندازه نغدي مرستو سره یوځای ازاد او له اقرباوو سره خپلو کورونو ته ولیږل شول.
د الاماره سټوډيو همکار د بندیانو د ازادېدلو صحنې عکاسي کړې او د بندیانو له راغلو قریبانو سره یې مرکې کړې دي، چي د لاندي لینکونو له لاري یې لیدل شئ.



دا هم ولولئ  کندز کې امام صاحب کې بریالي عملیات، د الاماره سټوډيو ویډيويي راپور

دا هم وګورئ

Close
Close