سیاسي لېکنې

«الفتح» له نویو امیدونو سره ..!!

د ورځي خبره :

«الفتح عمليات» د نوي کال لپاره د اسلامي امارت د مجاهدینو له لوري اعلان شوي جهادي عملیات دي. چې د تېر په څیر به دا کال هم، اشغالګرو او داخلي ګوډاګیانو ته د شکست او رسوايي دردناک انجام ور یاد کړي او مسلمانانو ته به له سوله ایزو بریاوو، فتحو او نصرتونو سره د تفاؤل زیري راوړي.

الفتح، جهادي عملیات، په داسي وخت کې اعلانیږي چې ترڅنګ یې سوله ایزو هڅو هم جریان موندلی، او دا هغه څه دي چې د نبوت د سپیڅلې سیرت د پیروۍ یوه بله نمونه ګڼله کیږي، چې د همغه وخت مصالحتي هڅو هم ترشا د مکي غوندي د سترو فتوحاتو زیري له ځان سره ولرل، د همدې نیکپالۍ په آساس نوموړي عملیات اعلان او له همدې امله یې نوم هم تفاؤلاً «الفتح» ایښودل شوی دی.

ډېره ممکنه ده چې الله تعالی به د مسلمانانو د نیکپالۍ همدا امیدونه مړاوي کیدلو ته نه پریږدي ، بلکي په سترو، عظیمو او مبینو فتوحاتو به یې ونازوي. … « وَكَانَ حَقًّا عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ….. الآیة»

دا هم ولولئ  د جنګي مجرمینو محاکمه

الفتح عملیات له دې کبله هم د نیکمرغۍ نښه ده چې د دښمن په وړاندي د جنګ جګړې د نویو تاکتیکونو ترڅنګ به د ولس لپاره د خیر ښیګڼي هم ښې ډېري برنامې له ځان سره ولري.

مجاهدین وایی چې په خپل ټول وس او توان به ترخپل واک لاندي سیمو کې د ولسي خلکو د ژوندانه د ښیرازۍ لپاره هر ډول زیار وباسي چې ټولنیز خدمت یې وکړای شي.

د جنګ ټول اضرار به یې یوازي د دښمن پرلوري متوجه وي، د ولسي ژوند حفاظت به یې ترهرڅه لومړی مسئولیت وي .
امید دی چې الله تعالی دا کال د افغانانو د سوکالۍ او د هغوی د ازلي دښمنانو د شکست او تباهۍ کال وګرځوي . آمین

پای …………..!



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده

دا هم وګورئ

Close
Close