سیاسي لېکنې

امريکايي اشغال د فساد مرجع ده

ابو ياسر افغان
 
د امريکايانو له اشغال وروسته د عراق څخه د زرګونو میلیاردو ډالرو مفت تیل امريکا او اسرائیلو ته صادر شوي، بالعکس امریکا عراق ته فقط تر ۴۰۰ میلیاردو ډالرو مرسته ورکړې هغه هم د ملا ماتوونکو شرطونو سره مله او د یو یو ډالر حساب یې ترې بیرته اخیستی. په دې مانا چې امریکا د عراق تیل مفت وړي د دې په بدل کې یې عراق ته معمولي اندازه مرسته ورکړې خو هغه هم یا پور ده یا پیغور، او د عراق اوسنی حالت هم داسې دی چې نږدې ټول عراق وران ویجاړ، د قومي، سمتي، مذهبي او ژبنيزو جګړو ځاله ده، د امریکا او اسرائیلو استخبارات ترې د یو مهم ټرینینګ مرکز او قرارګاه په توګه کار اخلي، همدا اوس د عراق ګوډاګی رژیم د خپلو تیلو واک نه لري او د امريکا په مرسته مړ ژواندی حالت لري، د عراق پوځیان د امريکا د احسانونو لاندې او امریکا ته په خدمت کولو د امريکا څخه په امر اخيستلو او د امريکا د ګټو په ساتلو ورته قسم ورکړل شوی دی!!
همدا حالت دلته په افغانستان کې هم دی، د افغانستان د زرګونو میلیاردو ډالرو په ارزښت کانونه امريکایانو چور کړي او لا لګیا دي چور کوي یې، د امریکا لپاره افغانستان ستراتيژيک اهمیت لري او دلته موجودیت یې د خپلو ګټو د ساتنې په پار دی، خو د دې خطر له ډاره چې افغان مؤمن ملت اشغال نه مني، امريکا د خپلې مکرجنې پالیسۍ په اساس دلته یو ګوډاګی رژيم رامنځته کړی، دغه رژیم چې په تمامه معنی د امریکا خدمت کوونکی او چوپړ ګر دی، د امریکا په هغو پيسو پايي کومې پیسې چې امریکا یې افغانستان ته د پور او یا احسان په ډول ورکوي، خو بیرته دا شرط ورسره لګوي چې د کابل ګوډاګی رژیم به د امريکا هر خدمت ته لاس په نامه ولاړ وي، د امريکا پوځیان او مامورین به په افغانستان کې د هر ډول قضایي او عدلي تعقیب څخه مصؤن وي، امریکایان به د افغانستان له کانونو، جغرافیا او امکاناتو څخه د خپلو ګټو د ساتنې لپاره څرنګه چې یې خوښه وي کار اخلي، خو د کابل رژیم به نه دا چې کوم اعتراض نه کوي بلکې د دې تر څنګ به د امريکا ناچیزه مرستې افغان ولس ته د امريکا د لوی احسان په ډول ور یادوي او له ولس نه به غواړي چې د امريکا د دغه احسان بدل موږ نه شو ورکولای نو باید د امریکا د موجودیت مخالفت هم و نه کړو، د لکونو ملکیانو د وژلو نه علاوه امريکا دلته د فکري او کلتوري یرغل لړۍ هم توده ساتلې، همدا اوس په لسګونو تلويزيوني، راديويي، چاپي او ټولنيزي رسنۍ، مؤسسات او ټولنې د امریکا اشغال لپاره چوپړ ګري کوي، فحاشي خپروي، بې دينۍ ته کمپاین کوي، د ډيموکراسۍ اهداف پلي کوي او د افغانانو ذهن سازي کوي تر څو د اشغالګرو صلیببانو خلاف کوم غبرګون و نه ښایي، د دوی دنده دا ده چې امريکايي اشغالګر د سولې او پرمختګ راوړونکي، د ملګرو ملتونو عسکر، د افغانستان ساتونکي، محسنین، د افغانانو مخلصین او خواخوږي، د افغانستان د دښمنانو دښمنان او په ټوله مانا د افغانانو لپاره د دوی موجودیت د یو اساسي، ضروري او بنسټیز ضرورت په توګه تعبیر کړي، بالمقابل د اشغالګرو صلیبیانو مخالفین د حق لارې مجاهدین د تروریستانو، شر اچوونکو، باغیانو، پردیو جاسوسانو او… په نومونو یاد کړي تر څو په دې ډول امریکایان دلته د ملي مقاومت له خطره بچ پاتې شي او افغان ولس یې پرضد سرتاسري پاڅون و نه کړي. دا یوه لویه پروسه ده، امريکا دلته د دايمي استوګنې په موخه راغلې او خپله جګړه یې په ډېر مهارت د اسلام په خلاف روانه کړې ده.
افغانستان سره د امريکا مرستې د هغو زرګونو میلیاردو ډالرو شلمه برخه هم نه جوړوي کوم ډالر چې امریکا یې د افغانستان له زېرمو تر لاسه کوي، امريکا هم دلته د اسلام خلاف جګړه کوي او هم د افغانستان د کانونو لوټ تالان ته ادامه ورکوي، په ټوله کې دا خبره په یقین سره کولای شو چې امریکا دلته د شر او فساد اصلي مرجع ده، تر څو چې امریکایان دلته حضور لري نو دلته به د شر او بدبختيو دا لړۍ دوام لري، د امریکایانو موجودیت او اشغال د افغانستان په شمول ټولې سیمې ته یو لوی خطر دی.
 
د افغان مجاهد ولس د یو سر تاسري جهادي پاڅون په هیله


زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده
دا هم ولولئ  هغوی چې هم جنایت کوي او هم درواغ وايي

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close