سیاسي لېکنې

امریکایان له طالبانو سره سوله غواړي که جګړه!؟؟؟

لیکوال:
ر، ،ف، ملاخیل

د افغانستان اسلامی امارت د سیاسی دفتر ویاند وویل: «،چې امریکا سره د مذاکراتو په پروسه کې دومره پرمختګ شوې، چې امریکا د خپلو ټولو عسکرو د ایستلو او د اسلامی امارت له لوري پر تضمین باندي په مجموع کې توافق شوی»؛ ځینې امریکایې پوځیان او اشخاص بیا وایی ، چې د طالبانو خبره رښتیا نه ده، د طالبانو مشران په افغانستان کې نشته، دوۍ له بهر څخه بې مسولیته ټویټونه کوي.
بیټلر یو امریکایې وایې؛ موږ به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړو، چې سوله راشي.
ټول ملت او نړیواله باید پدې حقیقت پوه شی چې د اسلامي امارت له استازو سره د امریکايي پلاوي د مذاکراتو منل شوې اجنډا دوه ټکي دي، یوداچې (د بهرنیانو وتل او دوهم امریکا ته د افغانستان له لوري د نه تهدید تضمین.)
د زلمی خلیلزاد او د اسلامی امارت د پلاوو تر مینځ پدغه تیرو شپږو پړاونو کې پر همدې دوو مسئلو خبرې متمرکزی وې یعنی دواړه لوری پر دې دوو مسئلو توافق څرګند کړې دې، د بهرنیو ځواکونو پرڅرنګوالي، خو د وتو پر مهالویش، تخنیکي او نورو برخو باندي وروستی توافق ته ندی رسیدلی.
د اسلامي امارت استازو او خلیلزاد چې د طالبانو د سیاسی دفتر د استازو سره د امریکی د جمهور ریس فوق العاده استازی او لوړ رتبه امریکایي چارواکې هم دې، نوموړي له ملی او نړیوالو رسنیو سره په غونډو، رسمی او خصوصی مرکو کې څو ځلی دا په ډاګه کړې چې، د افغانانو کورني مسایل او بین الافغانی خبری اتری خپله د افغانانو کار دی.
د دواړو لورو د خبرو اترو داسي څرګندیږی، چې په اصولي توګه امریکایانو د خپلو ځواکونو د انخلاء او طالبانو د امریکا د اندیښنو د لیری کولو د تضمین ژمنه کړې،خو د نهایی توافق پر میکانیزم باندی خبره یوه طرف هم نه ده شوې.
خو کله چې طالب ویاندویانو له لوري د دغي مسئلې په هکله د اسلامی امارت د نظرونو او پیشنهادی پریکړو وضاحت ورکړل شي،نو په مقابل کې یې یوځل خلیلزاد او بیا په کابل کې جنګ کې ښکیل امریکایې قومندان او جنرال توند غبرګون وښې، دا پدې مانا چې امریکايي پلاوی د مذاکراتو په کړو ژمنو باور نه لري، یا پر هغی اجنډا چې د لومړي ورځي څخه د بحث لپاره تأیید کړې؛ پري ولاړ نه دي.
فکر کوم چې دوۍ اشغال ته د پاي ټکې نه ږدي، بلکه په چل او فریب سره غواړی دغې جګړې ته بل رنګ ورکړي او د وینی تویدنې دا شل کلنه غمیزه لا پسې وغځوي.
یا خو د خپلو ګوډاګیانو د مورال د اوچت ساتلو او تسلي لپاره دا ډول غیر مسول خبري او غبرګونونه ښي ، چې د خبرو د کره والي او رښتینولي هیڅ بنسټ نلری، دا ځکه چې: ګوډاګیانو ته وایی؛ تاسو بمبارونه، افغان وژنه، شپني چاپي وحشتونه او مرموزي وژني کوۍ، موږ به تاسو ته ډالر، وسلې او مهمات درکوو. که چیرې داسی معامله او ژمنی وی، آیا په دې شکل به د افغانستان شل کلني غمیزی ته د پاې ټکې کیښودل شي؟ دا غمیزه به نوره هم پیچلی او لا پسی سخته شي.
اوس تاسی لوستونکی قضاوت وکړۍ چې، امریکایان له طالبانو سره سوله غواړی که جګړه؟
بله دا چې ځینی غربی لیونیان بیا وایی چې طالب مشران دلته نشته، دا مشران د بهرنیو هیوادونو ټویټونه کوي ، د جګړی په لومړیو کرښو کې یوازې طالب کشران جنګیږی او د افغانانو د وژلو لپاره یې رالیږی …. خو پوښتنه داده چې امریکایان او افغان حکومت ولي دا ناری سوري وهی چې د اسلامی امارت والی، قوماندان او بل غټ چارواکی مو په ډرون یا شپنیو چاپو کې ووژل،،،! ددې ځواب
دادی چې، امریکایی لوړ پوړی چارواکی او ددوۍ لاسپوسی اجیران درواغ وایې چې، طالب مشران بهر کې میشت دي او د حقیقت نه لیری خبری کوي ځکه په دواړو خبرو کې تناقض موجود دې.
د امریکایی او افغان ځانګړو ځواکونو لخوا ولی هر شپه چاپي وهل کیږي، ولي ډرون حملي کوی، ولی په بې ګناه مظلومو کورونو شپنی چاپی وهی؟ خرڅي شوې اجیری رسنۍ دا هم وایې چې نن پنځوس طالبان وژل شوي، ډیر مهمات مو لسګونه سپکی او درني وسلي د مهماتو لویې ډیپوګاني مو هم لاسته راغلی خو په اصل کې نه طالب وژل شوې او نه هم وسله یې لاسته ورغلې، کیداي شي چې له امریکایانو ددغه ډول تورونو په مقابل کې افغان لاسپوسو ته امتیازات ورکړي.
که دا پوښتنه تری وشي چې طالبان له هلمند، کندهار تخار، جوزجان سرپل، کنړونو، لغمان، بدخشان، بغلان او د هیواد د نورو ولایاتو چیرته کډه شول چې تاسو د وژلو، نیولو او وسلو لاسته راوړلو پرته بل خبر نه خپروۍ، یا تري دا وپوښتل شي چې د اسلامی امارت د هلمند،کندوز او بغلان واليان او نور قوماندانان مشران چیرته شهیدان شوي په یادو ولایاتو کې او تاسو سره د جبهي په لومړۍ کرښه کې او یا په کوم بهرنی هیواد کې دي، نو دوۍ به بیا څه ځواب ولري ؟

دا هم ولولئ  په میدان وردګو کې ټولو بندو شوو روغتیايي مراکزوته بیرته د فعالیت اجازه ورکړل شوه

که چیري امریکایی چاروکي پخپلو خبرو کې واحد نظر ولري بیا دا خبري دا ویناوي متضادي نه، بلکه مونږ او نړیوالو او ابر قدرت هیوادو ته سمی او درستي خبري نه ښکاري چې ددوۍ له خولو راوځي، ددوۍ دا ویناوی د سولي سره کوم تړاو او ټیکاو لري ؟!
حال دا چې ما د بی بی سی، امریکا غږ، دویچه ویلی راډیوګانو، سی ان ان، د داخلي او بهرنیو رسنیو د سیاسی شننونکو په کراتو کراتو اوریدلی چې افغانان نه غواړي بهرني اشغالګر هیوادونه او ددوۍ پوځیان دی دلته افغانستان کې شتون ولري .
دا چې نه یې افغانان غواړی، نه یې ولس غواړي او نه یې ګاونډي غواړی بیا نو د څه انتظار کوي، دا خاوره پریږده ځۍ ورکیږۍ مونږ نور ارام او سکون ته پربږدۍ!! زه خو دې بې لدی هم پوځي، سیاسی مخالف او دښمن یم او تر هغي درسره جنګیږم تر څو چې یو څاڅکې وینه مې په رګونو کی جاری وی، تر هغی ستا مخالف یم تر څو می چې خپله غوښه او وینه نذرانه کړي نه وي او ستا ټانګ، وسله او ته شخصآ پخپله می په هوا کې الوزولي نه اوسی چې هډوکي او غوښه دې هم مورکۍ ونه وینی او ستا په تابوت کې جسد پر ځای کاڼی پر ځای کړي نه وی تر هغه دې هم نه پریږدم تر څو چې دې زما ټاتوبې پریښی نه وی.
که رښتیا په سیاست پوهیږي،که د نړۍّ زبرځواک ځان ګڼي، که د افغانستان او افغانانو تاریخ یې لوستې وي نو د سړی بچی شۍ او په عزت کې له دې خاوری خپي سپکې کړۍ،!؟ کنه ستاسو پشان د ډیرو هډوکی لا تر اوسه دلته پاتي، تش سر پټي تابوتونه یې انتقال کړي او هلته یوازی د یادونو لپاره بوټانو او خولیو د یادګار په ډول ورته سلامونه کوي، ښه به داوې چې د معقول نړیوال سیاست او د خپلو خبرو د تصدیق لپاره نور د چل او فریب سیاست نه لاس واخلۍ او دا د شهیدانو خاوره نوره پریږدۍ، دې کې به ستاسو حیثت او عزت وساتل شي.،که نه د انګریزانو او روسانو به مو حال بدتر او د همدوۍ په برخلیک به اخته شۍ.

دا هم ولولئ  څوک تروریستان او څوک د خپلواکۍ مبارزین دي؟


زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده
Close