سیاسي لېکنې

امریکا او د بشر د حقوقو کاذبه ډنډوره

زخمي افغان:
د امریکا متحده ایالات ځان په نړیواله کچه د بشر د حقوقو ټیکه دار ګڼي. دوی وایي په نړۍ کې هر ملت د ځینو مشترکاتو په اساس تشکیل شوی وی، لکه ګډ فرهنګ، ګډ تاریخ، مشترکه ژبه او یا هم نژادي خپلوي د ملت د تشکیل اساس بلل کیږي. اما د امریکا اولس چې د بیلابیلو قومونو، ژبو او نژادونو ګډوله ده امریکایان دعوه لري چې د ملت جوړونې اساس یې معاصر مدني ارزښتونه دي لکه د بشر حقوق، د بیان ازادي، د ښځو او اقلیتونو حقوقو درناوی او داسې نور . . .
امریکایي چارواکي په همدې اساس په نړیواله کچه د بشري حقوقو رعایت، څارنه او ساتنه خپل مسؤلیت ګڼي. که د نړۍ په هر کونج کې د بشر حقوق تر پښو لاندې کیږي، د سپیني ماڼۍ چارواکي یې په اړه عکس العمل ښيي، حتی امریکایي حکومت هر کال د بشري حقوقو د وضعیت په اړه کلنی راپور خپروي.
اما که دقیق وګورو د امریکایانو بشر پالنه یوازې د نورو په اړه ده، دوی همیشه له دې موضوع څخه د نورو په چارو کې د مداخلې د بهانې په حیث استفاده کوي، خپله امریکایي چارواکي د بشري حقوقو په نسبت امریکایي ګټې مهمې بولي او د امریکایي منافعو په وړاندې هیڅ ارزښت هم نه مني.
همدا نن به خبر شوي یاست چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ هغه امریکایي پوځیان چې په افغانستان کې په قتلونو او جنګي جنایاتو ککړ پیژندل شوي وو او د اوږد بند سزا ورکړل شوې وه، د ټرمپ لخوا یې نه یوازې جرم وبښل شو او له زندانه ازاد شول بلکې پخوانۍ پوځي رتبې هم ورکړل شوې.
دا لومړی ځل نه دی چې د سپیني ماڼۍ چارواکي د بشري حقوقو په نسبت امریکا منافعو ته ترجیح ورکوي، له دې وړاندې هم دوی همیشه د امریکایي پوځیانو لکه سپیشل فورس، بلک واټر او نورو وژونکو ځواکونو په ظالمانه فعالیتونو سترګې پټې کړي دي. همدا اوس امریکایي پوځیان په افغانستان او د نړۍ په نورو هیوادونو کې د بي پيلوټه الوتکو، شپنیو عملیاتو او ډول ډول وژونکو حربو په کارولو سره عام خلک وژني. سلامت کلي په بمبارونو کې ورانوي او هر وړ جنایتونه ترسره کوي. مګر دا چې قاتلان امریکایان دي او مقتولین غیر امریکایان، نو هیڅوک هم دغه مظالم د بشري حقوقو نقض نه بولي.
همدا دوه ورځې وړاندې د بروان پوهنتون لخوا د ترسره شوې سروې له مخې دا خبره اعلان شوه چې امریکایانو له ۲۰۰۱ م کال راهیسې تر اوسه پورې د تروریزم خلاف د جنګ په بهانه اته لکه انسانان وژلي دي. دا سروې وایي چې د دې جنګ ټول قربانیان یا هغه څوک چې په یوه شکل ترې متاثر شوي درې نیم میلیونو ته رسیږي.
دا هغه حقیقت دی چې خپله امریکایي څیړونکې ادارې ورباندې اعتراف لري، خو واقعیت دا دی چې د سپیني ماڼۍ او پینټاګون واکمنو د بشري حقوقو له شعار نه په استفاده تر دې هم څو برابر زیات قتلونه او جنایات ترسره کړي دي او لا هم دې لړۍ ته دوام ورکوي.
د ټرمپ لخوا د جنګي مجرمینو بښل کومه غیر عادي پیښه نه ده، بلکې دا مشت نمونه یې خروار ده. همدا اوس امریکایي پوځیان هره ورځ تر دې درانه جنایات سرته رسوي، خو نه یوازې دا چې د عاملینو عدلي تعقیب او پوښتنه یي نشته بلکې رسنۍ یې هم له دې منع کړي دي چې د وژل شویو او ځپل شویو غږ خپور کړي.

دا هم ولولئ  د کافرانو ډولونه او د هغو حکمونه


زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده
Close