سیاسي لېکنې

انتخابات که د افغان غولوني پروژه؟!

عبدالله عزام

په هیواد کې د انتخاباتو او ټاکنو پروسې په خورا چټکتیا سره رواني دي؛ هر بې سواده او باسواده هڅه کوي، چې د هیواد د شتمنیو په لوټولو کې پوره پوره برخه واخلي او د ملت د عزت، آبرو، عفت او مال په غلا کولو کې د غربیانو او اشغالګرو په مرسته کولو کې د یو بل سره مسابقه وکړي.

هر یو کوشش کوي چې په دروغجنو شعارونو او تشو وعدو خلګ تېر باسي او د هغوی سترګو ته د خاورو شیندلو لپاره یې پر ځان باوریان کړي. د کابل وران کاران او د زرګونو بې ګناه افغانانو قاتلان، هغه چې امریکایانو او اجیر حکومت ته د سولي په نامه تسلیم شول، هغوی او کابینه یې هم نن د خورا تشو او غولونکو وعدو په کولو سره د اشغالګرو له لوري د هیوادوالو د ربړولو په موخه د انتخابېدلو لپاره ځان د جوګه جوړولو په لټه کې دي او لیکي چې:
۱… د اسلامي حکومت قیام
۲… د امریکایي اشغال خاتمه
۳… د امریکایانو سره د شوي تړون لغوه کول
۴… د زورېدلي او مظلوم ملت خدمت او استازیتوب
۵… د کفارو د وحشیانه بردیدونو او شپنیو چاپو خاتمه
۶… د مسلمان ملت یو والی او داسي نور…

خو دا هر څه له حقیقت څخه لري او ساده ملت ته د کاغذ پر مخ خیالي جنتونه او شنه باغونه جوړول دي. افغانانو! دا الیکشن نه بلکي سلیکشن دی. ارګ ته به هغه څوک انتخابیږي، څوک چې اشغالګر وغواړي. دا کسان هغه نه وي کومو ته چې افغانان یا ولس رایه ورکوي او نه دا ولسمشران دي، بلکي هغه کسان دي چې له مخکي لا د غربیانو میټنګ پرې شوی وي او له وړاندې لا د هغوی له لوري سلیکټ شوی وي او دلته د اشغالګرو خوبونو ته تعبیر ورکونکي او حقیقي لباس ور اغوستونکي اجیران دي.

دا هم ولولئ  د انتخاباتو په اړه علماء کرامو، خطیبانو، قومي مخورو او د مساجدو ملا امامانو ته ځانګړی پيغام

دا ژمني او وعدې ډیرو کړي دي. د اشرف غني له راتلو مخکي ټول افغانان هغه ته لیوال ؤ چې ګنې نړیوال اقتصاد پوه دی، په اقتصادي امورو کې ساری نه لري؛ افغانستان به د اقتصادي بحران له ګرداب څخه د ساحل پر لور ګامزن کړي؛ خو اشرف غني راغلی او خپله پنځه کلنۍ موده تقریبا پوره کونکی دی او د افغانستان اقتصادي حالت او امنیت هم ستاسي پر وړاندي دی. افغانستان له پخوا نور هم په اقتصادي ګرداب کې لویږي او له زبون حالت څخه تیریږي.

د عوامو بد حالت له هیچا پټ نه دی، هغوی له هري ناوړي کړني څخه کړیږي. قتل، غلا، رشوت، ډاکې، چور چپاول دلته د مفکر د راتګ سره نور هم عام شول. ډېر شاذ به داسي شپه تیریږي چې په لسګونه افغانان او بې ګناه ولس دي د صلیبیانو او داخلي ګمانډویانو له لوري په انفرادي او تجمعي شکل نه وژل کیږي؛ د افغانانو د ژوند ډېری وخت د ژوند د نورو چارو د پوره کولو پر ځای د جنازو د لمانځلو او فاتحو د مراسمو په ترسره کولو کې تېریږي؛ هغوی د ورځي شپږ لمونځونه کوي، د پنځو فرضو لمونځونو تر څنګ یومیه د جنازې لمونځونه هم اداء کوي. دا ځکه چې مونږ ته داغسي ولسمشران انتخاب شوي دي او مونږ باور پرې کړی دی مونږ رایه ورکړې ده او غربیانو راوستلي دي. په تیرو انتخاباتو کې هغه درغلۍ له هیچا پټي نه دي کومي چې د اشرف غني د راوستلو لپاره د خارجیانو په امر وشوې او په زرګونو جعلې ووټونه ورکول شول، دا ځکه چې غربیانو غوښتل چې داسي اجیر راولي چې له سابقه ولسمشر څخه په غلامۍ او ښه چوپړ وهلو کې څو ګامه مخکي وي او نتیجه یې هم سمدستي راووتل چې له راتګ سره سم یې هغوی ته د دائمي اډو لاسلیک ورکړ.

دا هم ولولئ  دجنرال رازق مړینې امریکایانو ته ټکان ورکړ

خلاصه داچې څوک چې په انتخاباتو کې ونډه اخلي، هغوی په حقیقت کې د مسلمانانو او افغانانو په وژلو کې د خارجي یرغلګرو او د هغوی د ګوډاګیانو مرسته کوي؛ هغوی په غیر مستقیم ډول د افغانانو په وینو لاسونه سره کوي او د دې ولس د بربادۍ اسباب برابروي، چې هر یو به یې شرعي مسئول او په هیواد کې د هر ناورین پوښتنه او حساب به ورسره کیږي.



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close