سیاسي لېکنې

انس ازاد شو خو ښه په نره ازاد شو.!!

لیکوال: خالد ځدراڼ

موږ بار، بار ویلي چې د کابل ټامي طبقه هیڅ واک او اختیار نلري دوی د پردویو تر تسلط لاندې دي، بادار یې پر سرونو معاملې کوي، دوی یې ګوري او چینګې خولې یې ورنیولي وي.

څه موده مخکې تش په نوم مسلمیار هم د انس د زندۍ کولو بغارې وهلې خو عاجز خبر نه وو چې انس چا او چرته نیولی او د خلاصون او نه خلاصون واک یې د چا سره دی؟
محب به هم سرې کرښې مرښې سره یادولې خو خو خبرې یې په اوتو بوتو ونومول شوې.

بیا ارګ څو ځله اعلانونه وکړل چې د خلاصون اراده یې نلرو خو بې واکه ارګ چې هر چا پیژاندلی خبرو ته یې چا هم توجو نه ورکوله او ولس د خلیلزاد سفرونو ته متوجې وو.

پرون چې د حافظ انس په ګډون د دوو لوړ پوړو قومندانانو هر یو حاجي مالي خان ځدراڼ او قاري عبدالرشید عمری د خلاصون اوازی نشر شوې، شمشاد ته د کابل د ادارې یوې لوړپوړي سرچینې ویلي و، موږ د انس حقاني د خلاصون اراده نلرو او نوموړی دلته زندان کې دی(!)
خبر مې چې واوریدو په سرچینه له زړه نه خفه شوم، مال اخ افغان دی، پردیو خطا کړی دی، غریب دومره هم نه دی خبر چې سبا به څه پیښیږي او انس به د خپلو ملګرو سره یو ځای چرته راښکاره کیږي؟

دا هم ولولئ  یرغل باید هم پای ته ورسیږي!

انس بیګا ماښام الوتکې ته سره د ملګرو تیار ناست و او نن به قطر کې راښکاره شي. غني چې د کابل نیوز راپور واریدو لومړی یې دوه فیلایجیل کش کړې وروسته یې د خلیلزاد سره د خبرو کولو کوښښ وکړ خو بریالی نشو. نو سمدستي یې د کمرې تر مخ د خپلو څو ټامیانو سره یو ځای ځان راښکاره کړ او په ډیره سپین سترګی یې وویل چې موږ د انس په ګډون دوه جګپوړي قومندانان ازاده وو، او سره کرښه یې بیا وټاکله چې دوی به د طـالـبانو لیکه نه پیاوړي کوي او د طـالـبانو څه باندې یولس زره سرتیري نور هم ورسره بندیان دي.

خیر له پیغورونو به سره تیر شو!

راشئ بیا هم زموږ غېږې درته خلاصې دي. حقیقت درک کړئ، دا کفار دي ددوی په ملګرتیا اعتبار کول ځان سره ظلم دی، لکه څنګه یې چې نن په خوب ویده پریښودلی، سبا به مو همداشان په خوب ویده د ولس محکمې ته پریږدي او دوی کډې به درنه بار وي.

دا هم ولولئ  د کافرانو ډولونه او د هغو حکمونه


زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده
Close