سیاسي لېکنې

اوبه، د  ژوند پانګه او  په اړه یې عامه بې پروایي

اوبه د الله تعالی له سترو نعمتونو څخه دي. الله تعالی فرمایي: و جعلنا من الماء کل شیئ حی. سورة الانبیاء ۳۰ . ترجمه: او له اوبو نه مو هر ژوندی شی ګرځولی( پیدا کړی دی) د همدې الهي قول په استناد دا خبره په عامه محاورو کې د کاڼي کرښه بلل کیږي چې (چېرته اوبه وي هلته ژوند وي)
زموږ هیواد چې الله تعالی بې شمیره نعمتونه او ثروتونه ورکړي یو له سترو سرمایو څخه یې هم بهانده او خوږې اوبه دي چې نه یوازې په کور دننه اولس سیراب ساتي بلکې په ټولو خواوو کې ګاونډيو هیوادونو ته هم بهیږي او استفاده ترې کوي.
خو څومره چې اوبه د الله تعالی ستر نعمت دی او حیاتي ارزښت لري. په ډیر تأسف زموږ په ټولنه کې ورته په لازمه اندازه توجه نه کیږي. حکومتونو د هیواد بهانده اوبو ته په ارزښت نه دي کتلي. له هغو څخه یې د انرژۍ په تولید او زراعت کې لازمه استفاده نه ده کړي، تر ځمکه لاندې د اوبو ذخیرې هم له ګواښ سره مخامخ شوې دي چې پایلې به یې د هیواد د راتلونکې لپاره خورا بدې وي.
په وروستۍ یوه نیمه لسیزه کې که څه هم افغانستان ته په میلیادرونو ډالر د مرستو په عنوان راغلل. خو فاسدو چارواکو د دې په ځای چې د دغو پیسو یوه برخه د هیواد په ملي زیربنا،انکشافي پروژو او په خاص ډول د کرنې او اوبو لګولو په برخه کې په عام المنفعه پروژو ولګوي، هغه یې تر خپل منځ تقسیم او لوټ تالان کړې او هیواد د پرمختګ له کاروان څخه یو ګام نور هم تر شا پاته شو.
دوه لسیزې وړاندې د اسلامي امارت د بشپړې واکمنۍ په کلونو کې افغانستان که څه هم له سختې وچکالۍ سره مخامخ و، خو بیا هم د اوبو د کمښت او آلودګي ستونزه دومره جدي نه وه لکه اوس. په اوس وخت کې د کابل ښار تر ځمکه لاندې اوبه تر دې حده آلوده شوې چي د څښاک وړ نه دي. په اطرافي سیمو کې د اوبو سطحه په نااټکله توګه لاندې تللې. چې ورسره د ځینو رودونو سرچینې وچې شوې او اوبه نلري.  په ځینو سیمو کې حتی ژورې څاګانې وچې شوې او د باغدارانو کښتونه او باغونه یې د وچیدو له ګواښ سره مخامخ کړي دي.
که څه هم د اوبو د کمښت ستونزه نړیواله ده او د یوویشتمې پیړۍ جدي معضله ګڼل کیږي. خو زموږ هیواد له هغو سیمو څخه دی چې که د اوبو سم مدیریت ته یې توجه وشي، پریمانه آبي منابع یې دا توان لري چې هیوادوالو ته د ضرورت وړ اوبه ورکړي.
لکه وړاندې چې وویل شول اوبه د ژوند پانګه ده او د انسانانو ژوند ورسره تړلی دی. په همدې خاطر په کار ده چې د هیواد ټول اوسیدونکي، ښاریان او کلیوال او ټول سیاسي اړخونه دې موضوع ته جدي توجه وکړي. تر څو خدای مکړه اولس مو په اوږده مهال کې له بحران سره مخامخ نه شي.

دا هم ولولئ  په هېواد کې سوله څوک غواړي او د جنګ دوام څوک؟


زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close