سیاسي لېکنې

اوربند وي که نه وي، له افغانستانه راوتل حتمي دی…!!

امریکایی ورځپاڼه — (واشنګټن ایکزماینر)
ژباړه او لنډیز: موسی فرهاد

واشنګټن ایکزماینر ورځپاڼې د رواني جنورۍ میاشتې پر4 مه نیټه، په یوه مقاله کې له امریکایی چارواکو غوښتي چې د طالبانو له لوري اوربند او یا جګړې کمولو په انتظار کې دي نور په افغانستان کې خپل ځواکونه نه پریږدي، په وینا یې څومره چې ژر کیدای شي؛ پکار ده چې نور له دغي ناکامي جګړي نه امریکا خپلي پښي سپکي کړي.

د مقالې لیکواله ( Natalie Dowzicky) لیکي:

شاوخوا 14,000 امریکایی عسکر د روان کال د کرسمس د رخصتۍ پرمهال له خپلو کورنیو سره د ډوډۍ خوړلو پر میزونو حاضر نه وو. په داسي حال کې چې وړاندي دا اټکل زیات شوی و چې ممکن په راتلونکي دسمبر کې دوی له خپلو کورنیو سره بیرته یوځای شي، خو په دې شرط که چيري زموږ مشرانو غوښتي وای چې د افغانستان له ناکامې جګړې څخه دوی را وباسي او خپلو کورونو ته یې راستانه کړي.
لیکواله زیاتوي: داسي ښکاري چې روان حالت هیله بښوونکی نه دی، د دې په وینا د تیر دسمبر میاشتې پر 29مه نیټه د طالبانو شورا د مؤقت اوربند په اړه موافقه کړې وه، ترڅو د سولې خبرو ته لاره هواره کړي، مګر د طالبانو ستر مشر لا تر دې مهاله موافقه نه ده کړې، داسي بریښي چې نوموړی سولې ته لیوالتیا نلري.

د مقالې په خبره فقط همدا تېر ماښام د افغانستان په شمال کې طالبانو د هغه برید مسئولیت ومانه؛ په کوم کې چې 17 تنه افغان جنګیالي ووژل شول.

د واشنګټن ایکزماینر لیکواله وایی: له سختدریځو سره مذاکرات کول معمولاً د ( صِفر جمع کولو) لوبي ته ورته یو کار دی. چې اصلاً د صفر جمع کول امکان نلري.

په وینا یې، نو ولي باید واشنګټن طالبانو ته انتظار وباسي ترڅو یوې ریښتیني سولي ته ورسره ورسیږي، دا داسي دی لکه څوک چې په وچه دښته کې د باران په تمه تمه وي. له بده مرغه چې دا هغه ستراتیژي ده چې په ځلونو متحده ایالاتو په لاره اچولي او ورکي له پښو غورځیدلي.

مقاله زیاتوي، د افغان سولې سناریو یوځل بیا هغه وخت زور واخیست کله چې ولسمشر ټرمپ د شکراني د ورځي پرمهال دغه هیواد ته خپل لومړنی سفر وکړ.
تر دې وړاندي د سولې خبرې په سپټمبر کې ودرول شوې، کله چې ټرمپ په کابل کې د یو برید له امله له طالبانو سره د کیمپ ډیویډ د پټ تړون د لغوه کولو خبر ورکړ.

دا هم ولولئ  د فلسطین د تاریخ مهم ګږلیچونه

اوس یوځل بیا د ولسمشر په ملاتړ او لارښوونه، د افغانستان لپاره د سولي سفیر زلمي خلیلزاد د جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅي پیل کړې، خو داسي ښکاري چې پلانونه یې ډېر نرم یخي ته ورته وي.

د مقالې لیکواله په دې نظر ده چې امریکایي سیاستوالو د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو په اړه په وار وار ناسمې ژمنې کړي خو پلي کړي یې نه دي.
مخکني ولسمشر بارک اوباما ژمنه کړې وه چې تر 2014 کال پورې به جګړه پای ته ورسوي خو تر 2016 کال پورې یې د عسکرو شمیر نور هم زیات کړ.

همداراز ولسمشر ټرمپ د ټاکنیز کمپاین پروخت په بیا بیا دا جنګ د سر، مال او وخت ضیاع بلله، همدا تېر کال هم هغه حتی ژمنه وکړه چې تر 2020 کال پورې به ټول سرتیري هیواد ته را ستانه کړي.

د لیکوالي په خبره، خو پرځای د دې چې دا لوړه ژمنه پوره کړې؛ ټرمپ د 4،000 سرتیرو د راکمولو په فکر پیل وکړ. ولي تر دې دمه یې هغه هم نه دي راستانه کړي.

مقاله وړاندي لیکي: ترټولو بده لا دا چې د ټرمپ اداره د دموکراتانو سره د مناظرو له کبله د بهرني سیاست لپاره د بحث وخت هم نلري. چې په حقیقت کې دا د موکراتانو لپاره هم ناوړه ده، باید داسي نه وي.

تېر کال په افغانستان کې 20امریکایان ووژل شول. ممکن دا خلکو ته ټیټه شمیره ښکاري، خو هلته زموږ د عسکرو ټولیز شمیر ته په کتو، دا خورا غټ تلفات دي. (ځکه د پخوا په پرتله اوس د امریکایی ځواکونو شمېر ډېر کم دی، نو باید تلفات یې هم کم وای، خو که مقایسه یې وشي؛ نو دا غټ تعداد دی).

مقاله زیاتوي: د واشنګټن پوسټ د اسنادو له مخي، له 2001 راهیسې تراوسه، له 7،75،000 ډېر امریکایی سرتیري افغانستان ته استول شوي چې 2،300 یې په جګړو کې وژل شوي او 20،589 نور یې ټپیان شوي دي.

دا هم ولولئ  افغان اولس تر خپل منځ نه شلیدونکی یووالی لري

راځئ چې دا هم هیره نکړو چې په دې جنګ کې افغانان هم وژل شوي.
د واشنګټن پوسټ د افغانستان د اسنادو له مخي داسې اټکل کیږي چې 61،124 افغان امنیتي ځواکونه، 43،074 ملکي وګړي او 42،100 تنه طالبان وژل شوي دي.

د مقالې لیکواله وړاندي لیکي: افغانان د خپل جګړه ځپلي هیواد د بیارغونې لپاره وخت ته اړتیا لري، مګر د دوی ډیری یې حتی داسي وخت په یاد نه لري چې کله دې دوی د خپل منځي او یا بهرني ځواک سره په جګړه کې نه وي.
افغانستان یو داسې هیواد دی چې له لسیزو راهیسې په جګړو کي ښکیل دی، ځکه خو هلته د ډېرو هڅو سربیره هم د آبادۍ کارونه نشي کیدلای.

مقاله وایی: متحده ایالات اوس یوازې دې ته اړتیا لري چې جګړې ته د پای ټکی کیږدي او د یوې ورځې لپاره هم باید زموږ سرتیري او مالي سرچینې ضایع نشي.

موږ باید حتما له افغانستان څخه د وتلو لپاره د طالبانو یا بل کوم چا تصویب ته اړتیا ونلرو، د سولې لپاره د یو آیډیال تړون لپاره انتظار کول، په جګړه کې د پاتي کیدلو په مانا دی.

ښایی زموږ د امریکایی ولس د نوي کال وړاندیز دا وي چې زموږ پوځي ځواکونه دې نور په نړۍ کې د هري ستونزي حل کولو ته اوږه نه ورکوي، او نه یې دا دنده ده.
زموږ باید تمرکز پر دي شي چې خپل وخت او خپلي سرچینې د متحده ایالاتو په ګټه وکاروو. او دا کار باید موږ کلونه وړاندي لا کړی وای.
لیکواله د خپلي مقالې په پای کې لیکي، موږ نه یوازي دا چې افغانستان سمولای نشو، بلکي زموږ په شتون سره هلته وضعیت او کارونه نور هم بدتر کیږي.
همدا وخت دی چې باید ځان را ټول او له افغانستانه را ووځو.

پای …..!!



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده

دا هم وګورئ

Close
Close