د پام وړ معلومات

اوس د فیسبوک نه بغیر مسینجر استعمالولی شئ

مخکې له دې تاسې د فېسبوک مسنجر په دې ډول کارولی شو چې لومړی خپله په فېسبوک کې اکونټ ولرئ بیا مسنجر ته لاړ شئ، خو اوس فېسبوک په دې برخه کې نوره اسانتیا هم را منځ ‌ته کړه.

اوس د ټولنیزو شبکو تر ټولو مشهورې کمپنۍ فېسبوک د نوي تغیراتو په راوستلو سره داسې اسانتیا را منځ ته کړې چې له فېسبوک اکونټ یا ګڼوڼ پرته هم په مسنجر کې خپلو ملګرو ته پیغامونه استولی او تر لاسه کولای شئ.

د غربي رسنیو د مالوماتو له مخې، د دې طریقه ډېره اسانه ده. لومړی باید له پلې سټور څخه د فېسبوک مسنجر موبایل یا کومې بلې الې ته را کته شي، بیا انسټال شي.

تر انسټال وروسته له تاسې ایمیل ادرس او د موبایل نمبر غواړي، تاسې د ایمیل ادرس پر ځای د خپل موبایل نمبر وکړئ او دننه شئ.

تر لاګ این وروسته له تاسې خپل نوم او پاسورډ غواړي او د دې دواړو تر داخلېدو وروسته فېسبوک ستاسې موبایل نمبر ته شپږ عدده امنیتي کوډ در استوي، هغه کوډ په مسنجر کې داخل کړئ کولای شئ د فېسبوک له اکونټ پرته خلکو ته پیغامونه واستوئ.



Close