سیاسي لېکنې

اوولس کلن اشغال او زر خريده غلامان

ليکنه: سيف الله مجاهد

د نن څخه اوولس کاله وړاندې امریکا او د هغوی نړیوالو متحدینو د ستمبر (١١) واقعې په بهانه زمونږ په ګران هيواد افغانستان د ټولو نړيوالو او بشري قوانينو خلاف ناروا يرغل وکړ، زمونږ ځمکه او فضا يې اشغال کړل او دلته يې د خپلې خوښې مطابق داسې يو منفور او فاسد نظام رامنځته کړ، چې هغوی ته امریکايې اهداف او شخصي ګتې تر هرڅه اولويت لري، او تر دې پورته هيڅ قانون ته ژمن نه دي دلته دوی او د دوی بادارانو د عدالت او ديموکراسۍ په نامه هغه وحشتونه ترسره کړل،چی انسانیت ورڅخه شرمیږی،په تاریخ کی یی هیڅ مثال نه لیدل کیږی!

افغانان له تېرو اوولسو کالو راهيسې د امريکا په مشرۍ د ناټو او صليبي ايتلاف د اشغالگرو لښکرو د جنگي جنايتونو، ظلم او وحشت په بټۍ کې سوځي، د کورونو په حريم يې د بې پته او بې تهذيبه پوځيانو شپني عمليات ترسره کيږي، په خوب ويدې تور سرې، ماشومان، ځوانان او بوډاگان يې – بې گناه او بې موجبه د امريکا او ناټو په هوايي بمباريو کې شهيدان کيږي٬ او په خپلو پاکو وينو کې لت پت او رغړول کيږي، کورونه يې په بمونو په کنډوالو بدليږي، ځوانان يې د مسلمان او مجاهد په نوم په شهادت رسول کيږي او يا هم زندان ته اچول کيږي، په خپل وطن او ټاټوبي کې په خپل کور کې ناامنه او بلکواکه دي، د اشغال او استعمار توره وريځ د افغانستان د گوټ گوټ په فضاء کې څپې وهي!! د هېواد او ولس برخليک د پرديو په خوښه ټاکل کيږي.

لنډه دا چې افغان غيرتي ولس له دومره بې شمېره ناخوالو سره مخ دى، چې شمېرل يې ناشوني دي، آخر تر څو؟!

ايا اوس هم بي طرفه پاتې شم؟ او که د خپل اولس د ازادۍ او خپلواکي ترلاسه کولو لپاره مټې راونغاړم او که د خپل مجاهد ملت د حقه حقوقو د دفاع په خاطر د هغه چا ملاتړ څوک چې د خپل بدن غوښې د الله تعالی له رضا او خپلواکۍ ترلاسه کولو څخه قربانوي.

دا هم ولولئ  جنرال عبدالرازق نورو غلامانو ته د عبرت بيلګه شوه!

افغانان او د هماغو مجاهدو، غيرتي، په دين او وطن مينو افغانانو اصيل بچي دي چې له سکندر نه نيولې تر برتانوي او کمونستي امپراطوريو اشغالگرو ځواکونو د غرور دبدبه يې ماته کړې، او خپله مجاهدپاله خاوره يې د هغوى په وينو لړلې او هيواد يې له اشغاله ژغورلی او ازاد کړی، خو اوس متاسفانه د هیواد په یوه او بله برخه کې د بمبار او شپنیو عملیاتو له لاسه یوه بشري فاجعه رامنځ ته کیږي او په اړه یې د نړیوالو بشري نهادونو چوپتیا نور هم وضعیت خونړی کوي.

یرغلګر د خپلې اولس کلنې ماتې د پټولو په خاطر د لیوني سپي په څیر هرې خوا او هر څه ته خوله اچوي، له بلې خوا یې زر خریده اجیر غلامان هم په دې پوه شوي چې د یرغلګرو له شکست سره به د دوی د ژوند هم وروستۍ سلګۍ وي.

له همدې ځایه ده چې اوس دوی ټول ولس ته د دښمن په سترګه ګوري او داسې فکر کوي چې د ټول ولس په وژلو، ترټلو، زنداني کولو، توهینولو او د هغوی د دیني معتقداتو او ملي ارزښتونو په له منځه وړلو سره به دوی ایله وکولای شي چې بریالي شي.

بله هیڅ لاره په نظر نه ورځي؛ ځکه خو یې دا ډول وحشتونو ته لاس اچولی، چې هیڅ بشري فطرت یې د ارتکاب جرأت نشي کولای، مګر دا صلیبي متجاوزین او د هغوی بې ضمیره افغاني همکاران يې په رڼا ورځ ترسره کوي. د ولس کور کلی،مدرسه، بازار، کلینک، ودونه، غم، ښادي او دا هر څه بې توپیره د ړندو بمباریو نښه ګرځوي.

دا هم ولولئ  باب دی په بیان د نسکورو جنرالانو کې

د صلیبي یرغلګرو خاصیت دا دی، کله چې د اشغال شوو سیمو له قابو کولو نه مایوسه شي؛ نو بیا هلته فقط او فقط د وحشت له لارې تباهي رامنځ ته کول غواړي.

امریکایي یرغلګرو هغه مهال له عراقه خپلې پښې سپکې کړې چې هلته یې د اوبو پر ځای د وینو ویالې وبهولې او آباد ښارونه یې له خاورو سره خاورې کړل، همدارنګه یې شام کې تر ژوندیو انسانانو مړي ډېر او تر آبادیو یې ویرانې ډېرې کړې.

هغوی غواړي چې په افغانستان کې هم ورته تګلاره پلې کړي او افغان مسلمان ولس ته د تراژیدیو یو ناپایه تسلسل پریږدي او دې کار ته یې زړه ځکه ښه کړی چې دلته یې هم داسې زرخریده ګوډاګیان موندلي چې تر دوی څو چنده بې رحمه، ماده پرسته بزدله قاتلان دي.

سره له دې چې د افغانستان د غلامانو په تاریخ کې دومره پست فطرته غلامان نور نه دي تېر شوي لکه د اوسنۍ دوه سرې ادارې چارواکي.

دومره خواخوږي چې د خپلو بادارانو سره دوی کړې او دومره شدیده دښمني چې له خپل ملت سره دوی کړې، په تاریخ کې یې ساری نه موندل کیږي، خو بیا هم دا ذلیل ګوډاګیان او یرغلګر باید په یاد ولري چې افغانستان د مجاهد ولس ټاټوبی دی، دلته د ډېرو یرغلګرو ککرۍ خاورو خوړلې دي، د اچې ورځ تر بلې یې د ناکامي مزلونه را لنډیږي. غربي او نور کفار ټول پوهیږي چې دا د امپراطوریو هدیره ده، دلته هیڅکله د کسات غشي بې اغیزې نه دي پاتې شوي.

د ازاد، خپلواک اسلامي افغانستان په هيله.



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close