تازه او عاجل خبر

بادغیس:قادس کې ۱۵قومندانان له خپلو ۵۰۰ مسلحو ملګروسره مجاهدینوسره یوځای شول

دبادغیس ولایت له قادس ولسوالۍ نه په تازه رارسیدلي خبرکې ویل شوي چې :تېءه ورځ سهار لس بجې دیادي ولسوالۍ اړوند د قادسخردک شرقي دولتي سیمي د دو غټو قومونو( چندوس او ذاحکیم) خلکو چې په ۱۰۰۰۰ کورنیو مشتمله یوه پراخه سیمه ده د اسلامي امارت دجلب اوجذب کمیسیون دولایتي مسؤول اوسیمه ایزو مجاهدینوپه هلوځلو دحقایقوپه درک کولوسره له اسلامي امارت سره یوځای شول

خبرزیاتوي: دیادي سیمي ۱۵تنه مهمو فعالو قومندانانوله خپلو ۵۰۰ تنه مسلحوملګرو(چې پولیس اواربکیان دي) له مجاهدینوسره یوځای شول

دغونډي په مهال ټولو قومندانانو دخپلو قومونو اوملګروپه نمایندګۍ کلک هوډ څرګند کړ چې نور به دژوند ترپایه داسلامي امارت مجاهدینو همکارۍ ته دوام ورکوي اوپه دې لاره کې به له هیڅ ډول قرباني ورکولو دریغ ونه کړي

نوموړو یورینجرموټر ۲۲ میله پیکا ماشیندار، ۱۰ میله راکټونه اوګڼ شمېرکلاشینکوفونه اومهمات مجاهدینوته په واک کې ورکړل

په غوڼډه کې داسلامي امارت په نمایندګي موجودو مجاهدینوله نوموړو مننه وکړه اودوی  ته یې دارام ژوند ډاډ ورکړ اودایې ددین اوهیواد په ګټه کاروباله

دا هم ولولئ  پکتیکا کې د تعلیم او تربیې مسئولینو د علماء کرامو او خلکو په مرسته ۴۳ بابه مدرسې اومکتبونه فعال کړل

اوس په یاده ولسوالۍ کې په مزدور دښمن د محاصرې کړۍ نوره هم راتنګه شوه اودمجاهدینو دفعالیت ساحه خورا ډېره پراخه شوه

14-5-2018



دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close