تازه او عاجل خبر

بدخشان: نُسي کې مهمه سیمه فتحه، ۳ قومندان او ۳۰ اربکیان له وسلو سره ژوندي و نیول شول

د الفتح بریالیو جهادي عملیاتو په لړ کې نن سهار مجاهدینو د بدخشان ولایت، نسي ولسوالۍ اړوند خرکد درې شوریان سیمه کې په مزدور دښمن ځپونکي بریدونه پیل کړل، چې د مازدیګر تر ۴ بجو یې دوام درلود. د دغه برید په ترڅ کې یاده سیمه فتحه، ۳ ګوډاګیان قتل او د ۳ قومندانانو په ګډون ۳۰ تنه مزدور اربکیان له ۳۰ میله وسلو سره ژوندي ونیول شول.

همداراز دغه نښته کې د دښمن ګڼ افراد ژوبل شوي او بې شمېره جنګي توکې او مهمات هم د مجاهدینو لاسته ورغلي دي.



د تازه خبرونو او ویډیوګانو لپاره د توره بوړه ویبپاڼې ټیلیګرام چینل درسره فالو کړئ 

https://t.me/TooraboraPashto

دا هم ولولئ  بلخ: زارع کې ۳ ټانکونه ویجاړ، ۲۲ مزدور عسکر مړه او ژوبل شول
Close