تازه او عاجل خبر

بغلان، پلخمري او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د معارف مسوولینو تعليمي غونډې وکړې

د بغلان ولایت د پلخمري ولسوالۍ اړوند ډنډ غوري سیمه کې  او د مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند نوروزک سیمه کې د تعلیم او تربیې  رئیس او مسوولینو له علماء کرامو، د مدارسو له مهتممینو او د ښوونځیو له مديرانو سره غونډه وکړه.

د اسلامي امارت د معارف مسوولینو په ښوونځیو او مدرسو کې د اسلامي امارت د نصاب او طرزالعملونو د پلي کولو سپارښتنه وکړه او د غونډې برخوال يې دې ته وهڅول چې د تعلیم او تربيې په برخه کې له هر راز ممکنه لارو چارو کار واخلي ترڅو دغه برخه ښه فعاله او پرمختللې شي.

همدار از د معارف مسوولینو د علماء کرامو نظرونه واورېدل او د هغوی د نېکو مشورو د منلو او عملي کولو ژمنه يې وکړه.

د غونډوګډونوالو د تعلیم او تربیې کړنلارو ته هرکلی  ووايو او زیاته یې کړه چې دوی به د تعلیم او تربیې ځایي مسؤلینو په ملتیا دغه کړنلارې او نصاب تطبیقوي، د مسوولینو له ورتګ څخه یي مننه وکړه او خوښي يې ترې څرګنده کړه او دا ډول مجالس یې په یاده برخه کې مؤثر وبلل.

دا هم ولولئ  په غزنې کې ۲۶ عسکر مړه او ژوبل شول، ۴ ټانکونه له منځه لاړل

غونډې چې سهار مهال د قرآنکريم په تلاوت  سره پیل شوې وې، د دعا په ترسره کولو سره  په ډاډمنه فضاء کې پای ته ورسیدې.

۲۰۱۹/۵/۱۵ م

۱۰/۹/۱۴۴۰ هـ ق



دا هم ولولئ

Close