تازه او عاجل خبر

بغلان:پلخمري کې بېس او۲ پوستې فتحه،۳۰ عسکر ووژل شول،۵ ټپیان ۲ ژوندي ونیول شول

د پرله پسې فتوحاتو په لړ کې بېګا شپه د بغلان ولایت، پلخمري ولسوالۍ اړوند، ډنډ شهاب الدین اړوند حسين خېلو سیمه کې، چې د ښار دريمه حوزه ده د مزدور دښمن په يو بېس او دوه پوستو باندې د اسلامي امارت مجاهدينو له لوري تندريز بريدونه پيل شول؛ د سهار ختلو وړاندې بېس او دواړه پوستې په بشپړه توګه فتحه شوې، د دښمن ۳۰ عسکر ووژل شول، چې د ۲۷ جسدونه يې په بېس او پوستو کې پاتې وو، ۵ تنه  ټپيان او ۲ تنه نور ژوندي ونيول شول.

په دې برسېره ۳۰ميله سپکه او درنده وسله او زيات شمېر مهمات او جنګي توکي هم د مجاهدینو لاسته ورغلل.

په نښته کې  تنه مجاهدين هم د شهادت لوړ مقام ته رسیدلي. تقبله الله

10-1-2019



دا هم ولولئ  کندهار: ارغنداب کي پرلپسې چاودنو يوه شوبله او ګڼ مزدور عسکر مړه او ټپيان کړل

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close