تازه او عاجل خبر

بغلان ولایت کې د تقریري سيالیو درې غونډې ترسره شوې

د اسلامي امارت د تعلیم او تربيې او عالي تحصيلاتو کميسیون په نوښت او سرپرستۍ بغلان ولایت کې د تقریري سیالیو درې غونډې ترسره شو ې چې  ویناوالو پر ټاکلې موضوع اسلام کې د ښځو حقوق تقریریونه وکړل.

تقریري مسابقې د تېرې اونۍ د پنجشنبې په ورځ وشوې، یوه غونډه په دهنه غوري ولسوالۍ کې وه چې د دوشي او پلخمري ولسوالیو طالب العلمانو هم پکې ګډون کړی وو په دې تقریري مرکز کې ټول ټال ۱۸ تنو تقریرونه وکړل، دوهم مرکز د مرکزي بغلان اړوند په ملاخېلو سیمو کې ټاکل شوی، په دې مرکز کې دمرکزي بغلان، نهرین، بورکې او اندراب ۱۵ طالبانو برخه واخيستله او دریم مرکز په تاله او برفک ولسوالۍ کې انتخاب شوی و.

د تقریرونو د ارزونې او نمرو ورکولو لپاره د یاد کميسیون له روي د استاذانو درې کسیزه پلاوي ټاکل شوي وو چې په پایله کې يې وجیه الله د مولوي سمیع الحق زوی، د پلخمري ولسوالۍ د علاوالدين خیلو د امام ابوحنیفه رحمه الله د مدرسې زده کونکی په لومړي مقام فایز شو، نجیب الله د عبدالله زوی، د دهنه غوري ولسوالۍ د دهنې بالا د مدرسې طالب العلم دوهم نمره شو او جان محمد د نور محمد زوی، د دوشي د ولسوالۍ د کفتر خانې د امام اعظم رحمه الله د مدرسې زده کونکي دریم مقام خپل کړ.

دا هم ولولئ  زابل : شینکۍ کې خلکوته د څښاک دپاکو اوبو لپاره اسانتیاوي برابري شوي

همداراز د مرکزي بغلان د ملاخېلو په دوهم مرکز کې، نعمت الله د  مولوی علي ګل زوي، د مرکزي بغلان ولسوالۍ د ابو بکر صدیق رضي الله عنه د مدرسې طالب العلم لومړی مقام خپل کړ، طلحه  د عبدالقیوم زوی، د مرکزي بغلان ولسوالۍ اوسيدونکي د محمدیه  مدرسې زده کونکي دوهم مقام ترلاسه کړ او رحیم الله د محمدبرات زوی، د مرکز د قندهاري د مظهر العلوم د مدرسې طالب العلم دریم مقام خپل کړ.

د یادونې وړ ده چې د تاله او برفک ولسوالۍ د تقریري مرکز راپور د مخابراتي اړیکو د شکېدو له امله وځنډیدو.

د تعلیم او تربيې کمیسیون مسوولینو یادو طالب العلمانو ته د ستاینلیکونو ترڅنګ نقدي جوائز هم ورکړل.

یادې غونډې د دعايې په غوښتلو سره پای ته ورسیدلې.



دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close