تازه او عاجل خبر

بغلان: پلخمري ښار دریمه امنیتي حوزه او یوه پوسته فتحه شول، ۲۰ پولیس وژل شوي دي

د الخندق عملیاتو په دښمن ځپونکي جریان کې تیره شپه د بغلان ولایت د پلخمري ښار دریمه امنیتي حوزه او ورسره یوه پوسته د مجاهدینو په چاپه کې فتحه شول.
د عملیاتو په لړ کې د دښمن ۲۰ پولیس وژل شوي، جسدونه يې په سیمه کې پاتې، ۳ عرادې موټر، خورا ډيره سپکه او درنه وسله او مهمات له دښمن څخه ونیول شول.
په عملیاتو کې یو تن مجاهد هم د شهادت لوړ مقام ته ورسید. تقبله الله
دا په داسې حال کې ده چې پرون شپه د کندهار په میوند ولسوالۍ کې هم د دښمن یو کنډک په تکتیکي چاودنه کې له منځه لاړ او ۳۵ عسکر په کې مړه او ژوبل شول.
د ژمې سره سره بیا هم د دښمن په ځالګیو او مراکزو باندې د مجاهدینو بریمن بریدونه دوام لري، چې امریکايي غلامانو ته په کې د سر درانه زیانونه اوړي.
مجاهدین هوډ لري چې د دښمن په مراکزو، نظامي ځایونو او پوستو باندې خپلو چاپو او شپنيو عملیاتو ته زور ورکړي، ترڅو ګوډاګی دښمن له مخالفت څخه لاس په سر شي او یا له منځه یوړل شي. ان شاءالله تعالی
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۲۷/۴/۱۴۴۰هـ ق
۱۳/۱۰/۱۳۹۷هـ ش ــ 2019/1/3م

دا هم ولولئ  سرپل : صیادکې پوسته فتح ۱۰ مزدورعسکر مړه اوژوبل شول


دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close