الاماره سټوډیو

بغلان کې تازه فتوحات، د الاماره سټوډيو ویډيويي راپور

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمېسیون د سمعي او بصري څانګي اړوند الاماره جهادي سټوډيو(بغلان کې تازه فتوحات) تر عنوان لاندي ۳۰۱ شمېره ویډيويي راپور نشر کړ.
د غه راپور چي ۱۶د قیقې کیږي، د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د مجاهدینو فتوحاتو او لاسته راوړنو ته ځانګړی شوی دی.
په بغلان ولایت کې ددښمن د شکستونو په لړ کې دا ځل د الاماره سټوډيو همکارانو د مرکزي بغلان ولسوالۍ هغه سیمي چي تازه فتحه شوې دي د خپلې کامرې تر پوښښ لاندي راوستلې دي.
د روان ۲۰۱۸ مېلادي کال د سپتمرمیاشتي په اوږدو کې مجاهدینو د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې دمنګلو په نامه بېس چي د دښمن یوله قوي او مجهزو بېسونو څخه وو د یوشمېر دفاعي پوستو په شمول فتحه کړ
همدا راز یې د علاوالدین سیمه کې د اجیري اردو ۳ قرارګاوي او لسګونه دفاعي پوستې فتحه کړې چي خورا زیاته ساحه یې د دښمن له وجود څخه تصفیه کړې او ولسونو ته یې د ارام ژوند کولو زمینه مساعده کړې ده.
په یادوفتحه شویو بېسونو او پوستو کې د دښمن د لوړ رتبه او ټیټ رتبه وژل شویو عسکرو او تخریب شویو نظامي وسایطو ترڅنګ مجاهدینو ته په زیاته اندزاره سپکې او درنې وسلې، شوبلې،رینجرې او ډول ډول وسایط او وسایل په لاس ورغلي دي چي د الاماره جهادي سټوډيو له لوري (بغلان کې تازه فتوحات) په نوم تازه نشر شوي ویډيويي راپور کې له پوره تفصیل سره د لاندي ورکړل شویو لینکونو په توسط لیدلی شئ.

دا هم ولولئ  (تعلیم او تربیه (۱۶)، د الاماره سټوډیو ویډیويي راپور


دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close