تازه او عاجل خبر

بلخ، دولت آباد او چهاربولک ولسوالیو کې د ښوونې او روزنې مسوولینو غونډې وکړې

د اسلامي امارت د تعلیم او تربيې مسوولینو د بلخ ولایت د دولت آباد ولسوالۍ د تالیګګ او د چهار بولک ولسوالۍ اړوند د تیمورک په سیمو کې د یادو ولسوالیو د ټولو مدرسو او ښوونځیو له مهتممينو او مديرانو سره غونډې وکړې.

غونډې د معمول له مخې د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوې،  برخوالو ته د معارف مسؤلینو ویناوې وکړې، د دیني مدارسو او ښوونځیو مسؤلینو ته يې اړوند کړنلارې توزیع او توضیح کړې او ترڅنګ یې د تعلیم او تربیې د بهیر د پرمختګ،  په تعلیمي ادارو کې د اصلاحاتو د راوستلو او د ښوونيزو نصابونو د تطبیقولو سپارښتنې وکړې.

دغه راز  د ښوونځیو مديران او سر ښوونکي يې په تعلیمي بر خوکې پوره خدمت او مرستو ته راوبلل.

د یادونې وړ ده، په دولت آباد ولسوالۍ کې په داسې حال کې غونډه وشوه چې په دې ولسوالۍ کې د ښوونځیو په ادارو کې د یو شمیر بې نظمیو او خپل سریو شکایتونه کیدل.

دا هم ولولئ  پکتیکا: جاني خیل کې ۲ پولیس ټپیان شول

غونډې د دعا په ترسره کولو سره پای ته ورسیدلې.

۲۰۱۹/۵/۱۶ م



دا هم وګورئ

Close
Close