تازه او عاجل خبر

بلخ: چهاربولک کې ۶ نورې پوستې هم د مجاهدینو لاسته ولوېدلې

د الخندق عملیاتو په ترڅ کې د دښمن د شرځالو د پرله پسې فتوحاتو په لړ کې نن مازدیګر ۴ بجې د بلخ، چهاربولک ولسوالۍ کې  د بلخ اوجوزجان ترمنځ عمومي سړک ته څیرمه د مزدور دښمن ۶ پوستی په بشپړه توګه د مجاهدینو لاسته ولوېدلې.

۱ د اختیپې پوسته.

۲ د ګورتپې پوسته .

۳ د سبوس خورو پوسته.

۴ د انګور باغ پوسته.

۵ د شرشرک پوسته.

۶ او د عالم خیلو پوسته، چې د شاهراه د پوستو په نوم یې شهرت درلود د مجاهدینو تر بریدونو وروسته د وارخطا دښمن لخوا تخلیه شوې، چې له امله یې پراخه سیمه د مجاهدینو تر حاکمیت لاندې راغله.

دا په داسې حال کې چې تیره شپه مجاهدینو د یادي ولسوالي اړوند تیمورک سیمه کې د شهراه ۲ نورې پوستې هم نیولې وې.

پاته دي نوي چې د دغو پوستو په فتحه کېدو سره د چاربولک ولسوالۍ له مرګز پرته نوره ټوله سیمه او د خاص بلخ له ولسوالۍ څخه د جوزجان تر فیض اباد پوري ټول عمومی سړک او ورسره اړوند پراخه اوستراتیژیکه سیمه د مجاهدینو تر حاکمیت لاندې راغله.

دا هم ولولئ  فاریاب کې د دښمن قطاردړې وړې شو۷۰ عرادې وسائط ویجاړ، لسګونه کمانډویان او پولیس وژل شوي


دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close