سیاسي لېکنې

بلک واټرته دجګړې سپارلوبدمرغه طرحه

دامریکا دیوه خصوصي امنیتي شرکت مشرډګرمن [ایریک پرنسن] دیوې مودې راهیسي ددې لپاره هڅې ګړندۍ کړې چې سپینه ماڼۍ په افغانستان کې دروان جنګ خصوصي او قراردادي شرکتونوته وسپاري

هغه وایي دامریکا خلک اوپوځ له یوې اوږدې جګړې څخه ستړي  شوي دي اودده دطرحې سره سم قراردادیان کولی شي دامریکایې عسکرو ځای ونیسي! دافغانستان طلوع تلویزون سره په مرکه کې دبلک واټر مشر ایریک پرنسن دخپلې طرحې نه  په دفاع کولو سره وویل که طرحه یې دسپینې ماڼۍ لخوا ومنل شوه نو په شپږو میاشتو کې به دافغانستان جنګ پای ته ورسي

دبلک واټر په نوم داخصوصي امنیتي شرکت په ۱۹۹۷زکال کې دډګرمن ایریک پرنسن او څونورو متاقعدو پوځي جنرالانو لخوا رامنځته شو چې پکې په لوی شمیر دامریکا دپوځ متاقعد چارواکي او دسي ای اې جاسوسان ونډه او ګډون لري

پر هغوی علاوه دنړۍ په هغو هیوادو کې چې بلک واټر ته چارې سپارل کېږي  دهغه هیواد دننه بدماشان، لوچکان او لنډغر قسم خلک له ځان سره ملګري کوي او په مختلفوبرخو کې یې دکار لپاره استعمالوي

افغانستان ته بلک واټر دامریکا دیرغل په دوهم کال سرننویست او سي ای اې تري په مختلفو عملیاتو او جنګونو کې کار اخیسته داوبامه په دوره کې ورسره د۲۵۰ملیونه ډالرو په بیه یو قرارد لاسلیک شو چې دامریکا دبهرنیو چارو وزارت  او سي ای اې په  ګډ چوکاټ کې دامریکا دپروګرامونو او مرکزونو امنیت ټینګوي .

ویل کېږي اوس هم بلک واټر په افغانستان کې په زرګونو بهرني غړي لري هغوی دامریکا دبهرنیو چارو وزارت او سي ای اې ترڅارنې لاندې  وحشیانه عملیات پرمخ وړي

په ۲۰۱۰ زکال کې دامریکا دبهرنیو چارو وزارت غوښتل په افغانستان کې دپولیسو او سرحدي ځواکونو دروزنې لپاره دبلک واټر سره قرارد اد وکړي  دا هغه وخت و چې دافغان دولت دپولیسو او سرحدي ځواکونو  دروزنې چارې  تردې وړاندې د دبلک واټرد ۲۰۰۰ بهرنیوغړولخوا پرمخ وړل کېدې

دا هم ولولئ  په غربي نړۍ کې د جهادي ترانو انعکاس

داچې بلک واټرپه نړۍ کې دبدشهرت لرلو په وجه افغانستان کې یې فعالیتونه پټ روان کړل ښکاره ده امریکا هغو هیوادو ته چې پکې بلک واټر فعالیتونه کوي حق نه ورکوي چې هغه دي دامریکا جنګي مجرمین محکمې ته  راکاږي او دهغوی دجنګي جرمونو پلټنې دي وکړي

دبشري حقوقو نړیوالې ټولنې پخپل وروستي راپور کې دافغانستان او امریکا دمتحده ایالتونو له حکومتونو غوښتنه کړې چې ددغسي طرحو مخنیوی وکړي څو دملکي خلکوحقوق ترپښو لاندې نشي اوهم دافغانستان لړزانده اقتصادي حالت دنورو ګواښونو او خطرونو سره مواجه شي

ښکاره ده بلک واټر ډلې دعراق په فلوجه ښارکې دګڼو جرمونو دترسره کولو له امله ډیر بد شهرت لري او هلته یې د سړیووژونکي ماشین په نامه شهرت لري دامریکا دبهرنیو چارو اوسي ای اې لخوا بلک واټر ددي لپاره کارول کېږي چې دملیشائي ځواکونو په رامنځته کولو کې رول ولوبوي

دبلک واټرد مشر (ایریک پرنس) په وړاندیزدامریکا ۹۰ جنګي الوتکې او ۵۵۰۰سرتیري افغانستان کې امریکا بري ته نیږدي کوي اوبل دجګړې په قراردادي کولو سره به دجګړې په لګښتونو کې ۳۰ملیارد ډالر کموالی شي دکتونکو په اند: شاید دټرمپ لپاره دیو سوداګر په حیث دبلک واټر طرحه دپام وړوګڼل شي خو دامریکا دفاع وزیر (میتس)او دامنیت مشاور( مک مستر) او یوشمیر نور چارواکي دبلک واټر دطرحې سره مخالفت لري هغوی اوهغوی یې منل دامریکا دپوځ په شکست تعبیروي او دامریکا په وړاندې یې دګواښونو څخه ډکه طرحه ګڼي

بلک واټر چې په نړۍ کې دخپل بد شهرت په وجه خپل نوم اوس په [زيسروسیز] باندې اړولی اوس هم دافغانستان په ځینو مهموولایتونو( کندهار، کابل او ننګرهار) کې مرکزونه لري خو تراوسه نده معلومه چې بلک واټر په افغانستان کې څه کوي او کوم اهداف پرمخ وړي؟ درسنیو په قول: بلک واټر دامریکا دپځوانی ولسمشر بوش ته نیږدي ډله وه او هغه یې په پاللو کې لویه ونډه درلوده  همدا وجه ده چې بلک واټر خپلې جنګې الوتکې، زغره وال ګاډي،او پریمانه پوځي وسائل لري

دا هم ولولئ  طالبان ولی د افغان حکومت سره خبری نه کوی؟

بلک واټر دتورو اوبو په نامه دغه پوځي ډلې مرکز دامریکا په شمالي ایالت کوریلانیا په ایالت کې دی او دافغانستان اوعراق لپاره دعسکري ځواکونو په روزنه بوخت دي

بلک واټر لومړی وار په رسنیو کې هغه مهال شهرت ترلاسه کړ چې کله یې دعراق په فلوجه ښارکې په څلورو عسکرو دنا معلوم برید په غچ کې دعراق څو تنه عسکر دالفُرات رود دپله په سرراوځړول او هم یې په یاد ښار کې عام ملکي خلک بیدریغه ووژل

بلک واټرته  دامریکا دپخواني ولسمشر بوش لخوا ددي لپاره هم پریمانه  ډالر ورکول کیدل څو په نړۍ کې دافراطي عیسویت دخورولو لپاره کار کړي اوس چې په افغانستان کې دجنګ په خصوصي ګرځولو سره دبلک واټرطرحه رسنیزه شوې بریښې چې امریکا دجګړې په ډګر کې دخپلو ناکامیو غچ  دخپلسرو ملیشو په رامنځته کولو سره واخلي چې دشک پرته دابه مظلوم افغان ولس په یوبل لوی ناورین باندې واړوي او د لوی  شمیر انسانانو وینې به وبهوي خو پوهیږو چې په دې سره به هم امریکا بری ترلاسه نکړي او نه به یې  دناکامیوحسرت پای ومومي               



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close