سیاسي لېکنې

بلک واټر درژیم په ملاتړ افغانان قتلوي

د ورځي خبره:

له څه مودې راهیسې داسي راپورونه وو چې امریکایي بلک واټر دکابل  رژیم د ټوپکیانو په ملاتړ دافغان ولس پر ضد جنګیږي،خو کره شواهد نه ووترلاسه شوي، دې وروستیو کې داسي مستندې نښې پیداشوې چې دکابل ادارې دوسله والو سره د بلک واټر دجنایکارو شتون په اثبات رسوي.

د ۲۰۱۹ز، دجون د میاشتې په ۲۶مه نیټه د کابل د سروبي ولسوالۍ د تورغره په  ناصرو کلي کې دګډ دښمن او مجاهدینو ترمنځ نښته رامنځته شوه، په دې جګړه کې دګډ دښمن ۱۸ تنه وسله وال ووژل شول، دښمن په دې وتوانید چې دخپلو وسله والو مړي انتقال کړي،خو له سیمې څخه دتیښتې په مهال دوژل شوو عسکرو خولۍ، جامې او څه نظامي توکي ترې پاته شول چې ښکاره پرې د بلک واټر( (black waterنوم لیکل شوی و.

څه وخت  وړاندې لویدیځو رسنیو داسي راپورونه خپاره کړل چې ممکن ټرمپ دافغانستان جګړه بلک واټر ته وسپاري،کابل رژیم یې په غبرګون کې وویل چې بلک واټر ته به په هیڅ صورت اجازه ورنه کړي چې افغانستان کې جګړه پر مخ یوسي،خو اوس دادي دبلک واټر وحشي ټوپکیان  دکابل رژیم په ملاتړ دافغان ولس پر کورونو چاپې وهي،قیمتي توکي ترې غلا کوي،  ښځې او ماشومان شهیدانوي، مدرسې، مسجدونه، ښوونځي او کلینیکونه  سوځوي او په مختلفو ډولونو افغان ولس ځوروي!!

دا هم ولولئ  د شیخ القران والحدیث مولوي عبدالمالک قدوسي د وفات له امله د خواشیني پیغام

د کابل ادارې دوسله الو تر څنګ د بلک واټر دټوپکیانو د فعالیت په اړه داسلامي امارت ویندوی( ذبیح الله مجاهد صاحب) لیکي:« د بشري  حقوقو نړیوالې ادارې او د جنګي جنایتونو څارونکي ډلې باید دې ټکي ته متوجه وي چې په افغانستان کې بدنامه بلک واټر عسکرو ته د جګړو نقلول د کابل ادارې او امریکایانو لخوا د بشري ناورین رامینځته کیدو ته لاره پرانستل او قصدا عام وژنې سره مرسته کول دي. له څه مودې راهیسې چې امریکايي اشغالګر عسکر له جګړې او اشغال څخه ستړي شوي او د کابل اداره هم د افغان ملت په وړاندې د ماتې په حال کې په منډو ده، نو يې له ځانه سره د افغان وژنې لپاره امریکايي بلک واټر عسکر را وستي او خلک پرې وژني».

په فراه او هلمند ولایتونو کې هم له مجاهدینو سره دمخامخ نښتو په مهال دبلک واټر وحشي وسله وال لیدل شوي،احمق دښمن ګومان کوي چې دلکونو روزل شوو عسکرو بایللې جګړه به د بلک واټر په ټوپکیانو وګټې،دښمن باید درک کړي چې له افغان ولس  سره جګړه په هیڅ صورت نشي ګټلای،کنه له دښمن سره د پیسو او وسلو پریمانه ذخیرې وې او شته، خو دافغان ولس په وړاندې سرکوب شو.

دا هم ولولئ  په میدان وردګو کې ټولو بندو شوو روغتیايي مراکزوته بیرته د فعالیت اجازه ورکړل شوه

که دښمن په هر نوم او یونیفورم کې دافغان ولس وژلو او کور نړولو ته دوام ورکړي،نه یوازي داچې ګټه به ترې ترلاسه نه کړي، بلکې لا ډير  مخالفتونه به یې په وړاندې ایجاد شي او پای به له حتمي شکست او تیښتې سره مخامخ کیږي.

اسلامي امارت د خپلې خاورې ساتنې او دخپلو خلکو دسر، مال او حیثیت ساتنې ته متعهد دی او د د ګران هیواد دخپلواکۍ او داسلامي نظام د قیام لپاره به هر اړخیزې هڅې جاري ساتي. دافغانستان دخپلواکۍ اودافغان ولس د علیا مصالحو په وړاندې که اشغالګر، کابل رژیم او بلک واټر دریږي، داسلامي امارت اتل مجاهدین به یې جارو کوي او خپل ټاټوبی به له دې مفسدینو او جنایتکارو څخه پاکوي.

ان شاء الله



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده
Close