تازه او عاجل خبر

تازه خبر: کندز امام صاحب کې ۱ قرارګاه، ۷ پوستې فتحه، ۳۲ تنه عسکر مړه او ټپیان شول

د الخندق عملیاتو په ګړندي جریان کې تیره شپه شاوخوا ۱ بجه د کندز ولایت امام صاحب ولسوالۍ اړوند قرغز، جوی بیګم، قرغان تپه او امام الدین درې لارې سیمو کې د مزدورو عسکرو، پولیسو او اربکیانو په قرارګاوو او پوستو  د اسلامي امارت  زړورو مجاهدینو پراخ تعرضي بریدونه پیل کړل.

د ترلاسه شویو معلوماتو په اساس عملیات په شدت سره دوام لري او په لړ کې یې تردې دمه  ۷ پوستې او قرغز سیمې مهم بیس په بشپړه توګه فتحه شول.

دغه راز ۱۹ تنه عسکر ووژل شول، ۸ تنه عسکر او ۵ تنه اربکیان ټپیان دي او پاتي نور په تیښته لاړل، چې د مجاهدینو تر تعقیب لاندې دي.

په عملیاتو کې ۱ تن عسکر ژوندی هم ونیول شو چې اوس مهال د مجاهدینو په توقیف کې دي.

په پوستو او قرارګاه کې له دښمن څخه په ډیره اندازه وسلې او مهمات  د مجاهدینو لاس ته ورغلل.

دا هم ولولئ  روزګان : ترینکوټ کې ددښمن ۲ مرکزونه فتح ۱۰ مزدوراربکیان اوپولیس قتل شول

په نښتو کې ۱ تن مجاهد د شهادت لوړ مقام ته ورسید، ۲ تنه نور ټپیان شول.

د نورو جزئیاتو له پاره الاماره څارئ.

2018/7/17



دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close