تازه او عاجل خبر

تخار: خواجه غار کې ۲ ټانکونه تخریب ، ۱۶ عسکر مړه او ژوبل شول

  له تخار څخه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې مجاهدینو تېره شپه د یاد ولایت په خواجه غار ولسوالي کې د مزدور رژیم په هغو ټوپکیانو تندریز عملیات ترسره کړل، چې دوه ورځې وړاندې د یادې ولسوالۍ مرکز ته د عملیاتو په موخه راغلي ول.

د معلوماتو له مخې دغو عملیاتو کې د مزدور دښمن ۱ ټانک تخریب، ۸ عسکر وژل شوي او ۶ نور مرګوني ژوبل دي.

همداراز نن ماسپښین د ګوډاګیانو په مرکز د چریکي مجاهدینو په یو برید کې هم د مزدور دښمن ۱ ټانک سوځول شوی او ۲ مزدور عسکر وژل شوي دي.



دا هم ولولئ  فارياب : شيرين تګاب کې دقومندان په شمول ۴ اربکیان ژوبل یو قتل شوی
Close