محترم خالص بابا (رحمه الله ) دیارلسم تلين

تر جهاد، مهاجرت او تنظیمي اړیکو ور اخوا / عبدالله سهار

ارواښاد مولوي صیب محمد یونس خالص بابا مې د ارواښاد پلار نیږدې ملګری و. پلار به مې کیسه کوله، چې د ظاهر شاه بابا د واکمنئ پرمهال چې کله زه په نجم المدارس مدرسه کې شاګرد وم او سبقونه مې ویلې، د بابا مشر زوئ ارواښاد مولوي نسیم په همدغه مدرسه کې زما همد دوره و او زما نیږدې ملګری و، نو وخت ناوخت به ددوئ سیمې نُکړخېلو ته د چکر لپاره تللو، په هماغه وخت کې هم بابا د یوه لوی فکر خاوند او اجتماعي انسان و.
ارواښاد مولوی صیب نسیم د بابا مشر زوئ و، چې د جهاد په اوایلو کې د خلق دیموکراتیک جمهوري نظام له لوري ونیول شو او تر ننه یې مړی ژوندی ورک دی !
د بابا سره په کټ کې ناست یو کس پخوانی جهادي قومندان ارواښاد ظاهر ظابط دی.
ارواښاد پلار مې او بابا دوا ړه دې د جنتونو سرداران شي.
ددې وطن سره د مینې په تور دې الله ج دټولو شهیدانو قبرونه د جنت د باغیچو نه یوه باغچه وګرځوي.
نن د حضرت محمد یونس خالص بابا رحمه الله د تلین ورځ ده. په دعاګانو کې یې یاد ساتئ



ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close