تازه او عاجل خبر

جوزجان: قرقین کې پوسته فتحه، ۱ غټ کلی د دښمن له شتون څخه پاک شو

Alemarah Pashto:

د راپورونوله مخې تیره ورځ سهار ۸ بجې د جوزجان ولایت قرقین ولسوالۍ اړوند دینار سیمه کې د مزدور دښمن په پوسته د اسلامي امارت مجاهدینو برید وکړ.

خبروایي د برید په پایله کې پوسته په ټولیزه توګه فتحه او ورسره  یاده سیمه چې غټ کلی په کې اباد دی د ګوډاګي دښمن له کرغیړن شتون څخه پاک او تصفیه شو.

دغه راز ۷ عراده موټرسایکلونه، په زیاته اندازه وسلې او مهمات یې د مجاهدینو لاس ته ورغلل.

په نښتو کې دښمن دښمن ته مرګ ژوبله هم واوښته، خو دقیق شمېر یې لانه دی روښانه شوی.

15-5-2018



دا هم ولولئ  فراه : کې نن هم ټولي لاري تړل شوي اوپه مزدوردښمن بریدونه شوي دي

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close