سیاسي لېکنې

حقاني تګلاره

نصير جرار
مولوي جلال الدین حقاني یو له هغو نومیالېو اتلانو څخه وو چې د خپل ژوند آرام یې د الله تعالي د دین بقاء په خاطر په خپل ځان حرام کړی و.
په ګران هېواد کې د شرعي نظام تر چتر لاندې ژوند کول یې تمنا وه، د دې آرزو لپاره یې د ژوند ټولې خوږې خاطرې قرباني کړې.
په دې اړه د حقاني لارې يو مبارز «محب الله وثيق» ليکلي: “په ۲۰۰۱م کال د دسمبر په میاشت کې چې کله د امریکایانو تر مستقیم نظارت لاندې د کرزي په مشرۍ مؤقته اداره رامنځته شوه نو حامد کرزي مولوي جلال الدین حقاني صاحب ته رسمي دعوت ورکړ چې د جنوبي ولایاتو د عمومي مسئول په توګه مسئولیت قبول کړي. خو حقاني صاحب د کرزي په موقته اداره کې وړاندیز په لاندې توګه ځواب کړ:
“ماته د یرغلګرو د اشغال تر سیوري لاندې ګوډاګي نظام کې تر هر ډول لوی منصب، د هیواد د دفاع لپاره په غرونو او سنګرونو کې ژوند کول ډیر غوره دی. د یرغلګرو امریکایانو له خوا زموږ خپلواکي او استقلال او د اشغال شوي اسلامي هیواد تر بشپړې ازادۍ پورې د یرغلګرو او د هغوی د ملاتړو پر خلاف اسلامي مقاومت او جهاد ته ادامه ورکوم”
(اخځ: د جهادي مقاومت نوښتګر لارښود، ص:۳۶)
له دې څخه دا خبره روښانه کېږي چې نومړی حقاني صیب (رحمه الله) د اسلامي او شرعي نظام له پاره څومره لېواله و او تر وروستۍ سلګۍ پورې په خپله ژمنه ثابت قدم ودرېد.
حقاني صاحب د رب د رضا لپاره هر رقم نذرانې ورکړي، مالي ځاني او بالخصوص د اولادونو قرباني یې یوه ژوندۍ بېلګه ده. یو نه، دوه نه، درې هم نه بلکې څلور د زړه ټوټې یې په دې لاره کې نذرانه کړې او یو یوسف مخی بچی یې د حسارت شپې ورځې د تورو تمبو شاته تېروي. د دې په شمول یې د کورنۍ ۵۹ غړي له همدې ارمانه صدقه شول.
د حقاني صیب دا عادت و چې د خپل او د بل بچي تر مینځ یې هېڅ توپیر نه کاوه، په خپل او د پردي بچي په شهادت یې یو رقم احساسات څرګند کړي دي.
په هر حال، له روس سره دفاعي مبارزه یقیني یوه اوږ مهاله مبارزه وه، حقاني صیب په هغه مبارزه کې بې شمیره تکلیفونه، زخمي کېدل، مصیبتونه او هجرتونه په سړه سینه وګالل، اما له روسانه سره تر هغو وجنګېد چې بالاخره روسان تیښتې ته اړ شول.
کله مو چې په وطن امریکایي اشغالګرو یرغل وکړ، ده (رحمه الله) یو ځل بیا د مبارزې هوډ وکړ او ژمنه یې وکړه چې تر هغه مهاله به یې مبارزه جاري وي ترڅو مو چې امریکایان خړ مخ له دې پاکې خاورې شړلي نه وي. دا هغه مهال و چې د حقاني صیب د څنګ ټول جنګیالي یاران له ده څخه جلا شوي ول او د امریکه طاقت ته یې چې مخه ونه لیدله، ورته تسلیم شول، خو حقاني صاحب چې د الله تعالي په مرسته یې یقین او باور و،جهاد ته ادامه ورکړه.
نن هغه وخت موږ په خپلو سترګو وینو چې د الله ج په مرسته د حقاني صاحب او ورسره د نورو مبارزینو د قربانیو په برکت امریکه د سولې نعرې وهي. خوب او راحت یې پرې حرام کړی دی. غواړي نوره دا پیچلې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
هغه امریکه چې د سپر پاور دعوه یې کوله، نن یې طاقت د همداسې او ورته مبارزینو د وینو د نذرانو صفر شو. لله الحمد.
خو افسوس پر هغو چې د حقاني صاحب له څنګ څخه جلا شول او د کفر او استبداد لمن یې ونېوله. دوی خپل ایمانونه خرڅ کړل، تېر کړی جهاد یې هم ضایع شو او د آخرت له نعمتونو څخه هم بې برخې شول.
جلال الدین حقاني (رحمه الله) په نړیواله سطحه د یو جهادي قمندان په توګه وپېژندل شو او نوم به یې تل د اتلانو په باب کې لیکل کېږي، ان شاءالله.
مولوي جلال الدین حقانی (رحمه الله) د ژوند په وروستیو کې د دوو خبرو توصیه کوله:
١- زما ژوند چې له چا سره ربط لري یا نږدې راسره پاتې شوي دي، د بشري فطرت په مقتضی پخپلو ټولو کمزورتیاوو اقرار کوم، اولاً د رب الکائنات څخه او ثانیاً د مسلمان اولس د خاص او عام څخه د سهواً، قصداً ټولو خطاګانو بخښنه غواړم، ما ته د رب ذوالجلال په لور د لوی سفر د کامیابۍ دعاوې کوئ. زه درنه راضی یم، الله جل جلاله دې درنه راضي شي.
٢- اسلامي امارت خپلمنځي اتفاق، اتحاد او اطاعت مضبوط وساتئ، د اسلامي نظام د پلې کولو لپاره د زړه له کومي مخلص او ثابت قدم اوسئ او د جهاد عظيمې فريضې ته د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې ادامه ورکړئ.
غرونه هم پرې ژاړي او له دښتو هم سلګۍ راځي
نن خو د غیرت شاهین جلال له دنیا تللی دی
رحمه الله

دا هم ولولئ  د افغانستان اسلامي امارت د کرهنې، مالدارۍ او عشر و زکوة کميسيون


زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close