محترم خالص بابا (رحمه الله ) دیارلسم تلين

خالص بابا رحمه الله یو خالص او سپیڅلی جهادي رهبر وو/ حمدالله فطرت

خالص بابا رحمه الله یو خالص او سپیڅلی جهادي رهبر وو، هغه چې نه یې په اولادونو حرام وخوړل او نه یې د شهیدانو په پاکو وینو بلډینګونه جوړ کړل. د الله د رضا لپاره یې جهاد پیل کړ او د الله د رضا لپاره یې بس کړ.
بختور وو وروستی سفر یې د حرمینو او د محبوب صلی الله علیه وسلم د زیارت سفر وو او دا یې بل سعادت وو چې د په بقیع الغرقد “جنة البقیع” هدیره کې د زرګونو صحابه کرامو او اهل بیتو په خوا کې مدفن دی.
له نورو جهادي رهبرانو سره یې پرتله کول سړی ستړی کوي، خو ما چي کله د خالص بابا د سترګو تور زوی د عربو په ګرمو ریګونو کې د غټ باروړونکي موټر په ګریوري کي ولید نو بې اختیاره مې تر خولې دعاګانې ورته ووتې.
الله جل جلاله دې یې پر ګور رڼا کړي
داسي بچیان به میندي ډیر کم وزیږوي.
#دخالص_بابا_تلین



ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close