محترم خالص بابا (رحمه الله ) دیارلسم تلين

خالص رهبر / ذاکر جلالي

خالص بابا په حقه خالص رهبر و. څه چې ورته حق ښکارېدل په ویلو کې يې له هېچا وېره نه درلوده. صریح لیکوال او شاعر و. له دې ټولو سره، خالص بابا ظریف طناز هم و. د ده د ظریفو طنزونو ډېرې کیسې لا هم خوله په خوله کېږي. زما یې فکري ثبات او د خپلو ارزښتونو په پالنه کې ټینګ عزم خوښ و.

خالص بابا، د نورو رهبرانو پرخلاف، پر ظاهر شاه د پرتګالي خبریال برید وغانده. د پاچا خان جنازه چې جلال اباد ته لېږدول کېده، بابا خپلو مجاهدینو ته امر کړی و چې مزاحمت ونه کړي. پښتنو شاعرانو کې يې غني خان او کاروان خوښ وو. د خالص بابا فکر د زمانې له څپو خوندي وو. د دیني او ملي ارزښتونو ډېر حسین امتزاج و. نه د پېښور د مهال د بې ضرورته جذبو او لنډپارو دریځونو ښکار شو او نه یې په افغانستان کې امریکايي یرغل ته سر ټیټ کړ.
او نن، تر بل هر وخت، د خالص بابا په څېر د خبرې، روغې، منطق او سیاسي تقوا لرونکو مشرانو ته اړ یو. نن یې دوولسم تلین دی، قبر دې يې الله تعالی د جنت باغچه وګرځوي!
رحمه الله



ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close