سیاسي لېکنې

خلیلزاد افغان دی که امریکایي؟

جاوید علي خیل

په افغانستان د امریکایي یرغل لومړني کلونه و، د امریکا ولسمشر جورج بوش، زلمی خلیلزاد د افغانستان لپاره خاص استازی ټاکلی و. دا وخت په عراق کې د امریکا نائب الحکومة پاول برېمر و. په کابل کې یوې ورځپاڼې د خلیلزاد په اړه مقاله لیکلې وه او نوموړی یې ( د افغانستان برېمر) بللی و. د دې مقالې په ځواب کې د طلوع افغانستان په نوم جریدې چې د حامدکرزي د ورور لخوا حمایه کیدله ځوابي مطلب چاپ کړی و او ویلي یې و چې خلیلزاد باید د بریمر همسنګ ونه بلل شي. ځکه بریمر سور امریکایي دی او دا خو د افغانستان بخت بیدار دی چې سپینۍ ماڼۍ ورته د خلیلزاد په شان یو افغان دیپلومات د ځانګړي استازي په حیث ټاکلی دی.

اوس خلیلزاد یو ځل بیا د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټاکل شوی دی او دې بحث زور اخیستی چې دغه سړی افغان دی که امریکایي؟ یا په بل عبارت نوموړی به افغان اولس، افغانستان او د افغانستان ګټو ته ډیر تعهد لري او که به یوازې د سپینۍ ماڼۍ په ژرنده اوبه ورسیخوي؟؟؟

دې پوښتنې ته د پوره ځواب موندل اوږد بحث غواړي. که غواړو په لنډو عنوان شوې پوښتنه ځواب کړو او د زلمي خلیلزاد هویت ځان ته معلوم کړو، نو باید ووایو چې د استعماري دورې یو میراث دا دی، چې ډیر خلک یې له خپلو بومي هویتونو او تشخصاتو پردي کړل او د پردیو منافعو ساتونکي او ګټیالي یې ترې جوړ کړل.

که له یوې خوا د غربي استعمار پلان داوچې په ختیځو ملتونو خصوصا اسلامي هیوادونو کې د راتلونکي نامرئي اشغال د دوام په مقصد ځیني محلي کدرونه جلب کړي او د سیاست پوه، اقتصادپوه، لیکوال، تاریخ پوه، انترپولوجیست او نورو عنوانونو لاندې یې په خپل فکر او عقیده وروزي او بیا یي د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره راولیږي. چې په دې سلسلې کې د معاصرې اسلامي نړۍ اکثره رهبران د غرب لخوا روزل شوي او دلته په ټاکونکو مقامونو نصب شوي دي.

دا هم ولولئ  امریکایان حتماً تښتي

بل اړخ ته په ځانګړي توګه د امریکا متحده آیالاتو د تیرو نړیوالو جګړو او وروسته ساړه جنګ په دور کې له اروپایي او اسیايي هیوادونو سره یو عجیب چلند ته مخه کړه. د متحده آیالاتو حکومت په جګړو کې د راګیرو هیوادونو پوهانو، مسلکي کدرونو او تکړه زده کوونکو ته غیږه خلاصه کړه. هغوی یې په بیلابیلو طریقو ځان ته جلب کړل، له یوې خوا یي هغوی په امریکایي فکر وروزل، بله دا چې د هغوی له استعدادونو یي لویه ګټه پورته کړه.تر دې چې دا د اروپایي او اسیايي هیوادونو پوهان او کډوال کدرونه وو چې امریکایي یې د ساینسي او اقتصادي پرمختګ دغه لوړ پوړ ته ورسوله.

د امریکایي حکومت د لوړو پالیسو له امله د امریکا ملت د نژادونو ګډوله شو. چې اوس له جاپاني او کوریایي نژادونو نیولې، بیا تر تورپوستو افریقایانو، هندي توکمو، اریایي نژادو او سامي توکمو پورې د هر رنګ خلک پکې موندل کیږي. که د سپیني ماڼۍ سالاکار بریژینسکي پولنډی و د کلنټن د بهرنیو چارو وزیره ماډلین البرایټ په چکسلواکیا کې زیږیدلې وه، دغه راز د اوباما په اړه هم ویل کیږي چې نیکه يې له افریقا څخه کډوال شوی و.

دا یوازې خلیلزاد نه دی چې نوم او نسب یې د افغان خو په سپینه ماڼۍ کې وظیفه لري. بلکې د امریکایي حکومت له نیمایي زیات لوړپوړي چارواکي د اروپایي او نورو هیوادونو سره تړاو لري. خو دوی ته هیڅوک هم غیر امریکایي یا د هماغو هم نژاده هیوادونو اتباع نه وایي بلکې سوچه امریکایان یي بولي.

زلمي خلیلزاد که څه هم په نسب افغان او په مزار شریف کې زیږیدلی دی، خو هغه مهال چې په نهم صنف کې و په ۱۹۶۷ م کال کې د امریکايي حکومت د (AFS) پروګرام له مخې امریکا ته ولیږل شو، هلته  په کالیفورنیا کې د medrick په نوم یوې امریکایي کورنۍ ته وسپارل شو او د یوه امریکایي ماشوم په حیث یې ژوند او زده کړو ته دوام ورکړ. نوموړي په خپل کتاب کې لیکلي چې امریکا ته په رسیدو په بشپړه توګه د امریکایي ژوند، عاداتو، ارزښتونو او افکارو تر اغیز لاندې راغی او ډیر وخت نه و وتلی چې په امریکایي فرهنګ کې منحل شو.

دا هم ولولئ  سوله په وحشت او درندګي نشي راتلی ..!!

په دې حساب خلیلزاد له کوچنيوالي په امریکایي فکر رالوی او د امریکایي ارزښتونو د ساتنې په تعهد تربیه شوی دی. نوموړي د پخواني جهاد په مهال په سپینه ماڼۍ کې دنده پیل کړه چې د ریګن او افغان جهادي رهبرانو ترمنځ لیدنه کې یې د ترجمان رول هم اداء کړ.

نوموړي له یوې مخکښې یهودۍ څیړونکې سره واده کړی دی او له څو لسیزو راهیسې د امریکا د ریپبلکن ګوند مهمه مهره بلل کیږي چې په افغانستان او عراق کې د خاص استازیتوب نه علاوه یې په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازي وظیفه هم اجراء کړې ده.

که تاسو د نوموړي کتاب او خپل اعترافات وګورئ نو پوه به شئ چې نوموړی یواز ې د امریکا د ګټو او سرلوړۍ په اړه فکر کوي. عجیبه دا ده چې په افغانستان کې د وظیفې په مهال هم د نوموړي د افغانیت مړ رګ نه دی را تاند شوی چې لږ یې د افغانستان او افغان اولس د ګټو لپاره هم اقدام کړی وای.

نو د لوړ تحلیل نتیجه دا راوځي چې زلمی خلیلزاد یوازې د نوم تر حده افغان دی، نور په بشپړه توګه امریکایي دی چې اوس یو ځل بیا د امریکا د استعماري ګټو د ساتنې لپاره رالیږل شوی دی. نوموړي ته باید زموږ ملت یوازې په هغه نظر وګوري لکه پخوانیو ځانګړو استازو هالبروک، ډابنز  او نورو ته یې چې کتل، ځکه تر دې اضافه تمه ترې نشي کیدلای.



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close