سیاسي لېکنې

دا بې ادبه ټلواله!

ابو یاسر افغان

د شمال ټلوالې د نوم سره به ټول اشنا یاست، دغه ټلواله چې د جمیعت، نظار شورا، حزب وحدت او ګلم جمو څخه تشکیل شوې وه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یې د روسانو، امریکایانو، ایران او هند څخه پراخې نظامي او اقتصادي مرستې تر لاسه کولې، د طالبانو پر ضد به یې جګړه کوله خو د طالبانو لخوا دومره وټکېدله چې نورې یې وروستۍ سلګۍ وې. خو د صلیبي یرغلګرو غیږې ته یې ځانونه واچول، د امریکایانو لومړي یرغلګر عسکر د همدغې ټلوالې په مرسته افغانستان کې پیاده شول او د جمیعت د مشر برهان الدین رباني په شمول ټولو دغو جنګسالارانو چې مسعود او فهیم هم په کې شامل وو د امریکا یرغل ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د امریکایانو سره اوګه په اوګه د افغانانو د وژلو او د طالبانو د نظام د ختمولو لپاره وجنګېدل، دا ټلواله چې د روسانو د یرغل پر مهال یې روسانو سره تړونونه درلودل، د عطانور او دوستم په څېر وحشي څېرو یې د امریکایانو په غلامۍ کې بیخي افراط وکړ آن تر دې چې جنرال دوستم د امریکایانو مردارو عسکرو ته د شهیدانو خطاب هم وکړ.
د ټلوالې وحشتونه او د افغانستان د تجزیي لپاره د دوی کوششونه تر هیچا پټ نه دي او که همغه وخت یعني د کورنیو جګړو پر مهال طالبان نه وای راغلي نو دغې اجرتي ټلوالې به ډېرې ناخوالې رامنځته کړې وې، خو بیا هم که افغانستان تجزیه نه شو کړای نو په قرار لا ناست نه دي او د پرون ورځې چې د شهیدانو د اونۍ د پیل اصطلاح ورته کارول شوې، په انارشیزم او لنډه غریزم یې خپلې شرمیدلې څېرې نورې هم افشاء کړې، دوی چې نارینه او ښځینه یې د کابل واټونو ته مسلح راوتلي وو د دوه سري رژیم ګوډاګیو مشرانو او د ارګ امنیتي پرسونل یي پر وړاندې ډېره بزدلانه او مردوده پالیسي غوره کړې ده، په ساده اصطلاح دوی(حکومت) خلکو ته وښودله چې د بې ادبې ټلوالې د وحشتونو او انارشۍ په وړاندې څومره بې وسه او بزدله دي.
د بې ادبه ټلوالې نوم ځکه ورته اخلو چې دوی له یوې مخې د ادب، اخلاقو او احترام څخه محروم دي، آن تر دې چې ښځې یې هم په تنګو او چسپو پتلونونو کې بازارونو ته د وسلو سره راغلې وې. دا منحوسه او جاسوسه ټلواله د افغانستان په بدبختۍ کې یوه ستره فیصدي برخه لري، د دوی جنګي جنایات او اخلاقي بې لاریتوب اوس ټولو خلکو ته جوت او روښانه دئ، که د ارګ ګوډاګي چارواکي د دغو مفسدینو مخنیوی نه کوي دا به د دوی کمزوري وي او یا به دوی ته د امریکایانو امر همداسې وي، خو نور نو عام ولس د دغې ټلوالې له وحشتونو او خیانتونو بیخي ستړی شوی دی. د ټلوالې لنډه غر باید پوه شي چې که یې پرون د ولس عکس العمل د طالب په شکل کې ولید، نو دا ځل به بیا هم د خپلو خیانتونو او د اسلام، افغانستان او افغانانو په حق کې د بې ادبۍ سزا وګوري. ان شاءالله یو ځل چې دا صلیبي اشغالګر وتښتي بیا به دغه اجرتي ټلواله د خپلو خیانتونو او بې ادبیو په ځواب ورکولو ضرور مجبوریږي، ښه به دا وي چې د ټلوالې لنډه غر خپل حدود و پیژني او د تاجکستان بزرګ، خراسان قدیم او… نغارې دې نه ډنګوي، کنه نو د دې ولس د یوۀ توند او پرېکنده ځواب او ګوزار انتظار دې هم وکړي.

دا هم ولولئ  کشتار ملت بیگناه در سکوت ننگین مجامع مسئول

د ګران هیواد د بشپړې آزادۍ او خپلواکۍ په هیله



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close