محترم خالص بابا (رحمه الله ) دیارلسم تلين

دا عادي ملا ندی

راټولوونکى: انجنير عمير وياړ

 یو د هغو ځانګړتیاووڅخه چې خالص بابا رحمه الله درهبرۍ څخه دمخه او بیا د رهبرۍ په مقام کې لرله هغه ترډیره حده دنفسي خواهشاتو عدم اشباع او د جاه او جلال څخه خالي ساده معیشت او زندګي وه چې د طمع او توقع څخه یې مبرا کړې وو او مرحوم ته یې دا جرات ورکاوه چې دخپلې راءیې اوطرز فکر په اظهارولو کې د چا د مقام او یا تهدید پروا ونکړي. د تهزين د وکیل صاحب عبدالعزیز خان په روایت چې د ظاهر شاه دپاچاهۍ په دوران کې چې غالبا د ۱۳۳۰ه ش سره به برابره وه خالص بابا زمونږ کلي قلعه خانان کې امام وو کابل والي چې غالبا اسماعیل خان نومیده زمونږ میلمه وو د سهار لمانځه او دعا نه وروسته خالص صاحب دمحراب د ناست ځای څخه والي او ورسره ملګري مخاطب کړل  [ میلمنو ستړي مشئ ] چې بیا والي ورپورته شو او د محراب خواته ورغئ او په غیږه یې سره روغبړ وکړ. د سباناري په وخت والي وویل وکیل صاحب هغه مولوي صاحب هم راوغواړه مولوي صاحب ما دعوت کړې وو خو والي ته  مې وویل څه یې کوې مسجد ته چای ورځي والي چې خورا ځیرک سړی وو وویل زما ورسره کار دی دا عادي ملا نه دی کله چې مولوي صاحب مجلس ته راغی د تفاهم او مذاکرې څخه وروسته والي وویل ستا استعداد نه باید ټول ملت مستفید شي نه یو کلی، کابل ته راشه چې یو ښه ځای دې مقرر کړو. والي ولاړ.

 مولوي صاحب نه مو پوښتنه وکړه  والي صاحب ته راپورته نه شوې او د محراب څخه دشفاهي ستړی مشی وکړه ؟ ویل یې ددې دپاره چې د ملا او امام مقام ته صدمه ونه رسیږي او په تملق اوچاپلوسۍ حمل نشي ځکه مې دا کار وکړ.

د مولوي صاحب د یوې باوري سرچینې په حوله،

او کله چې  مولوي صاحب د اووګوني اتحاد نوبتي رئیس وو او په دغه وخت کې د جینیوا مذاکرات د افغانستان په اړه روان وو د کوربه هیواد یو پوځي جنرال د بابا کور شمشتو ته راغی او له بابا څخه یی مکرره غوښتنه کوله چې موږ د نړیوال  فشار سره مخ یو تاسو باید د مجاهدینو په نمائیندګۍ د ژنیوا په مذاکراتو کې ګډون وکړئ.

خو بابا ورته وویل چې په یادو مذاکراتو کې زموږ ګډون د ملت په خیر ندی.

تردې چې خبره تر تهدیده ورسیدله.

جنرال ورته وویل چې که تاسو دا غوښتنه ونه منله نو له تاسو څخه به نظامي او مالي مرستې سلب شي.

بابا د مجلس څخه په لوړ اواز خپل ډریور او ساتونکي ته غږ وکړ. هغوی چې اطاق ته داخل شول بابا ورته امر وکړ چې ټوپک او د موټر کیلي د جنرال مخې ته کیږدئ.

او جنرال ته یې وویل چې خالص په دې مه ډاروئ

زه مخکې هم د یو مسجد امام وم او اوس هم کولای شم چې امامت وکړم.

چې بیا جنرال د بښنې په غوښتنې سره خپله خبره تأویل کړه او وویل چې مولوي صاحب زما دا مطلب نه وو.



دا هم وګورئ

Close
Close