سیاسي لېکنې

دا فرصت باید ضائع نه کړای شي

د اونۍ تبصره:
په افغانستان کې له تیرو څو لسیزو حالت بحراني دی. په وروستیو اتلسو کلونو کې په دې بحران کې د امریکا د متحده ایالاتو پښه هم را ګډه شوې ده. امریکا او ځینو نورو مؤتلفینو یې په افغانستان برید وکړ او ګڼ شمیر پوځیان یې زموږ هیواد ته راوستل.
په تیرو اتلسو کلونو کې د افغانستان د مسئلې د یو طرفه کولو په مقصد د امریکايي چارواکو او د هغوی د افغاني او نړیوالو مؤتلفینو لخوا ګڼ شمیر ستراتیژۍ عملي شوې . نظامي عملیات، جګړه ییز فشارونه،د جنرالانو تغیر و تبدیل، د ځواکونو ډیرښت ،تبلیغاتي او استخباراتي هڅې او نور بیلابیل کوښښونه ترسره شول.خو څرنګه چې د دغو ټولو هڅو تر شا منطقي پشتوانې او پر ځای محاسبې شتون نه درلود، نو ځکه دغه موضوع لا هم لاینحله پاته او د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږد جنګ لاهم جریان لري، چې دواړو خواوو ته هره ورځ ځاني او مالي زیانونه اړوي.
تاریخي تجربې ثابتوي چې جګړې په جګړو نه ختمیږي، بلکې په خبرو او تفاهم سره پای مومي. تیرو اتلسو کلونو دغه حقیقت په اثبات ورساوه، چې په پایله کې یې د روانې معضلې د حل په مقصد د مذاکراتو پروسه پیل شوه او ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې ده.
د رواني میلادي میاشتې له پیله د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغانستان د موضوع د حل په مقصد دوه مهم پرمختګونه وشول. لومړی د اسلامي امارت او د امریکا د متحده ایالاتو د استازو تر منځ د مذکراتو د نوي پړاو ترسره کیدل او ورسره د بین الافغاني تفاهم دوه ورځنۍ غونډه چې دواړو د هر کله په نسبت د پام وړ مثبت نتائج درلودل.
دغو دوو ناستو وښودله چې همدا اوس په افغانستان کې د جګړې ټول ښکیل اړخونه د موضوع حل ته ژمنتیا لري او په دې برخه کې تفاهم او مذاکرات یوازینی حل ګڼي. د سوله ییز حل په اړه دغه څو اړخیزه اجماع یو تاریخي فرصت دی چې په سم کاریدلو سره یې د معضلې یوه داسې حللاره موندل کیدای شي چې د ټولو خواوو لپاره د منلو وړ او په نتیجه کې یې دواړو خواوو ته د جګړې له زیانونو څخه دخلاصون ارمغان له ځان سره ولري.
د افغانستان اسلامي امارت پر ټولو اړخونو غږ کوي چې د موضوع د حل په اړه رامنځته شوی فرصت مهم وبولي او لکه څنګه چې لازمه ده همداسې په جدیت او التزام ورسره چلند وکړي.د سولییز حل او تفاهم پروسې ته په پوره اخلاص او زړورتیا راوړاندې شي ترڅو د نهایي حل پر خوا رښتیني او اغیزناک ګامونه واخیستل شي. باید په یاد ولرو چې له روانې جګړې څخه متأثر ولسونه له ښکیلو اړخونو یوازې همدا تمه لري.

دا هم ولولئ  داسي وحشت چې پوله نه لري


زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده

دا هم وګورئ

Close
Close