ابدي ژونديسیاسي لېکنې

درې مجاهدې خویندې؛ درې شهیدان زامن

لیکوال: سید احمد غزنوي

د اسلام تاریخ د ښځو له اتلولۍ او مېړانې څخه مالامال دی. اسلامي تاریخ کې ډیر ویاړونه ښځو پورې اړوند دي.

همدغه ښځه وه چې تر ټولو لومړی یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پیغمبري ومنله. دا ویاړ یې هم بس دی چې تر ټولو لومړی شهید په اسلام کې د سمیه رض په نوم یوه ښځه ده.

د رسول صلی الله علیه وسلم  سیرت کې یوه لویه برخه د ښځو میړانې، اتلولي او د دین دفاع ته ځانګړې شوې ده، داسې غزا نشته چې کومې ښځې هلته میړانه، سرښندنه او اتلولي نه وي ښکاره کړې.

د رسول صلی الله علیه وسلم  له حفاظت او ساتلو نیولې بیا د ټپیانو تر درملنې، مجاهدینو ته د غذایي موادو برابرولو او آن د دښمن پر وړاندې تورې اوچتولو ویاړونه له ځان سره لري.

یوازې یې پر خپله اتلولي بسنه نده کړې، بلکې داسې مجاهد زامن یې د دین د خدمت او دفاع لپاره زېږولي او روزلي دي؛ چې هر یو یې د میړانې، اتلولۍ او سرښندنې بابونه او یادونه لري.

تاریخ د داسې یوې مور د قربانۍ شاهد دی چې خپل ځان، خاوند او دوه زامن یې د الهي دین د لوړاوي په پار د الله تعالی رضاء او خوښۍ په خاطر نذرانه کړل، دا ام عماره وه؛ ام عماره هغه ښځه ده، چې د اسلام دین د لوړاوي په خاطر یې لسګونه ټپونه ګاللي، دوه زامن یې شهیدان شوي. ام عماره هغه ښځه ده چې د زوی په مرسته یې د عصر فتنه ( مسیلمه الکذاب؛ د پیغمبرۍ دعوه دار) وژلی او مسلمانان یې له دې سترې فتنې خلاص کړي دي.

دا د اسلام د پیل د اتلو مېرمنو یوه وړوکې نمونه ده، هغه وخت چې مسلمانانو د نړیوال کفري لښکر پر وړاندې مقابله کوله.

خو الحمدلله چې دا د قربانۍ او اتلولۍ باب تر اوسه لا هم دوام لري، ۲۱ مه پیړۍ کې هم داسې مېرمنې شته چې هم خپله مجاهدې دي، هم یې زامن مجاهدین او شهیدان دي.

درۍ مجاهدې خویندې، چې اصل کې د قلات ښار دي او د غزني ولایت په خواجه عمري ولسوالۍ، برکت کلي کې واده شوي دي.

دغو دریو خویندو یو ځل بیا د خیرالقرون د ښځو ویاړ او کارنامې راژوندۍ کړې. هغوی که دهماغه عصر د کفارو مقابله کړې ده، دغو خویندو بیا د معاصر فرعون( امریکا) پر وړاندې جهاد ښایسته باب نوراني کړی دی.

یوې یې؛ چې پر دغو دریو کې مشره ده، د ام عماره قدمونه څارلي دي، خاوند یې مجاهد، یو  د ګل غوندې ښایسته، اخلاقو کې مثالي، تقوا کې بې نظیر او عالم زوی (ملا نصیر “عمر” ) یې شهید او یو زوی یې اوس هم مجاهد دی.

نه یوازې دا چې خاوند او زامن یې د دین د فاع په خاطر نذرانه کړي، بلکې خپله هم د مجاهدینو د خدمت ویاړ په برخه لري. مجاهدین یې ساتللي، وسلې یې ورته خوندي کړي، کالي یې ورته مینځلي، ډوډۍ یې ورته برابره کړې او هره مرسته چې یې له وسه شوې، ورسره کړې یې ده. مجاهدینو به مور ګڼله او د مور مینه به یې پرې ماتوله. تر دې چې په جنازه کې یې تر ۴۰۰ پوري مجاهدینو ګډون کړی وو.

دوهمه یې بیا د اوس وخت صفیه وه، هغه صفیه چې زبیر بن عوام یې روزلی وو. دغې اوسنۍ صفیې د ظهورالله ( مقداد) په نوم زوی روزلی وو. مقداد که څه هم د ښار په ناپاک محیط کې را لوی شوی وو؛ خو زړه یې د الهي دین د دفاع له مینې ډک وو. نه دنیوي لذتونو له مسیره کوږ کړی، نه ښاري محیط. داسې مجاهد وو چې هر ملګري ته یې ورور غوندې ښکارېدی، مقداد هغه څوک وو چې د جهاد لپاره ستر شرعي مسؤلیت ( اعداد) ته یې پوره توجه کړې وه، د جهادي وسایلو په ترمیم کې یې ځانګړې پوهه لرله. تقوای یې عالي وه.

مقداد په داسې حال کې د صلیبي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې لخوا شهید شو چې د ماښام لمونځ یې په جمعه ادا کړی وو او د الله تعالي لوري ته په اوداسه او ذکر ویلو حالت کې ور وګرځېدی. له شهید مقداده د ۶ میاشتو پر عمر یوه لور هم پاتې ده.

دریمه یې ګویا د عصر ام رومان ده، که ام رومان خپل انګړ او کور د اسلامي دعوت په اختیار کې ورکړی وو، دغه خور؛ که څه هم عمر یې ډیر او ضعیفه ده، خو د مجاهدینو خدمت په ډیره مینه او دیني جذبه ترسره کوي. د مجاهد وسله خوندي کول او خدمت ستر ویاړ ګني.

د همدې خویندې یو ځوان زوی، له مقداد سره یو ځای شهید شو. شهید حیدري د الله تعالی د دین په دفاع کې داسې ټوتې – ټوټې شو، چې جسد یې نیم وو، سر یې نه وو، تابوت کې ایښې وو. چا کتلی نشوی، پر تابوت یې د ژوندون یو عکس پروت وو، خلکو وروستۍ مینه پر همغه عکس ماتوله.



Close