تازه او عاجل خبرمرکې او راپورونه

دعوت او ارشاد : په اګسټ کې۱۱۶۴ تنه د کابل ادارې کارکونکي له اسلامي امارت سره یو ځای شوي

د روان (۲۰۱۹م)کال د اګسټ په میاشت کي  داسلامي امارت ددعوت ،ارشاد،جلب اوجذب کمیسیون په هڅواودځایې مجاهدینوپه ملاتړدافغانستان په مختلفوولایاتوکي  ۱۱۶۴تنه چي دکابل ادارې اړوند بیلابیلوارګانونوکي په کاربوخت وو دحقایقوپه درک کولوددغه فاسدرژیم څخه را ووتل او د اسلامي امارت له جاهدینو سره یو ځای شول .

دوی مختلف النوعه لویې اووړې وسلې ،مخابرې ،وسایط او زیات شمېر مهمات مجاهدینو ته وسپارل .

داسلامي امارت له مجاهدینو سره یوځای شووهیوادوالووعده وکړه چي نور به د خپل دین او وطن له خارجي اوداخلي مزدورانوسره هیڅ رازتعلق نه ساتي، د خپل مظلوم ولس او مجاهدینو وروڼو سره به همکاري کوي ،ترڅو لوی خدای جل جلاله ژر تر ژره زموږله ویاړلې خاوري څخه دکفر،فسق ،،اشغال ،فحشاء او ګمراهیو کرغیړن ټغر ټول کړي او د مسلمانانو د خوښي یو سوچه اسلامي واکمني رامنځته کړي چي ټول افغانان پرې راټول شي .

داسلامي امارت د دعوت، ارشاد، جلب اوجذب کمیسیون مشرتابه دوی ته هرکلی ووایه ،انعامونه اوجایزې یې ورکړې اوددوی همدا نیک اقدام یې ډیروستایه چي د یرغلګرواولاسپوڅي رژیم څخه راووتل او د افغانستان د اسلامي امارت له مجاهدینوسره یې خپل پیوستون اعلان کړ .

دا هم ولولئ  د دایکندي ګیزاب ولسوالۍ کې لسګونه مراکز فتحه شول: ویډيويي راپور

بشپړ راپور په پي ډي ایف بڼه له دغه ځای څخه تر لاسه کړئ 



Close